خورخې ماریو برګولیو د ۱۹۳۶ کال د دسمبر پر ۱۷مه د ارجنټاین په بوینس ایرس کې زیږېدلی و – د خپلو پنځو خویندو او وروڼو تر ټولو مشر و.
د هغه مور او پلار د فاشیزم له شره د تېښتې لپاره له خپلې اصلي سیمې ایټالیا کډوال شوي وو.
هغه د ټانګو نڅا خوښوله او د خپل سیمهییز فوټبال کلب سن لورینزو ملاتړی و.
هغه د سږو له سخت سینه بغل (نیمونیا) په سختۍ ژغورل شوی و او د جراحي عملیاتو له لارې یې د سږو یوه برخه لیرې کړل شوه. هغه څه چې دی به د ټول ژوند لپاره د انتان (عفونت) پر وړاندې حساس پرېږدي.
په زړښت کې هغه د ښي زنګون له درده هم ځورېده، چې دا یې "یوه فزیکي بېسېکي" بللی وه.
ځوان برګولیو د کیمیا له فراغت مخکې د نایټ کلب د ساتونکي او د جاروکش په توګه کار کړی و.
په یوه سیمهییزه فابریکه کې، هغه له استر بالسترینو سره نژدې کار کاوه، چې د ارجنټاین د نظامي دیکتاتورۍ پر ضد مبارزه یې کوله. هغې ته شکنجه ورکړل شوه او مړی یې هېڅکله ونه موندل شو.
هغه یسوعي راهب شو، فلسفه یې ولوسته او بیا یې د ادبیاتو او ارواپوهنې تدریس وکړ. لس کاله وروسته د کشیشۍ دنده ورکړل شوه او په چټکۍ یې ترقي وکړه، تر دې چې په ۱۹۷۳ کې د ارجنټاین لپاره د یسوعيانو ولایتي مشر وټاکل شو.