تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

اسرائیلو په لبنان کې تازه بمبارۍ کړي؛ د وژل شویو شمېر نژدې ۵۰۰ ته رسېدلی

د لبنان روغتیا وزارت وايي له دوشنبې راهیسې دغه هېواد کې د اسرائیل په روانو بریدونو کې ۵۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳۵ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې ۵۰ ماشومان دي. دوشنبه په ۱۹۹۰ کال لبنان کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

لنډیز

  • د لبنان روغتیا وزارت وايي له دوشنبې راهیسې دغه هېواد کې د اسرائیل په روانو بریدونو کې ۵۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳۵ نور ټپیان شوي دي.
  • په وژل شویو کسانو کې ۵۰ ماشومان دي.
  • دوشنبه په ۱۹۹۰ کال لبنان کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
  • اسرائیل وايي د لبنان د سویل بېلابېلو سیمو کې یې د "حزب الله اهداف" په نښه کړي دي.
  • د دغو بریدونو له کبله زرګونه کسانو د پلازمېنې بیروت په ګډون نورو خوندي سیمو ته کوچېدلي دي.
  • حزب الله وايي، د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې راکټونه توغولي دي.

ژوندی پوښښ

  1. بريتانيا له لبنان څخه د خپلو وګړو د ايستلو په موخه د قبرس اډې ته ۵۰۰ نور پوځيان استوي

    د برتانیا پوځ له څو میاشتو راهیسې په لبنان کې د بېړنیو وتلو عملیاتو لپاره په چمتووالي بوخت دی.

    اوس په داسې حال کې چې د حزب الله او اسرائيلو تر منځ کړکېچ مخ په زياتېدو دی دې پروګرام ته یو ځل بیا لومړیتوب ورکړل شوی. تمه ده چې د بريتانيا حکومت به ډېر ژر قبرس ته د ۵۰۰نورو سرتېرو د لېږلو منظوري ورکړي.

    په قبرس کې د برتانیا د شاهي هوايي ځواک اډه په منځني ختیځ کې د دغه هېواد له سترو پوځي اډو څخه ده.

    تر دې وړاندې د اوړي په پيل کې بريتانيا دغې اډې ته اضافي سرتېرې استولي وو خو د جګړې د وېرې له کمېدو سره يې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل.

    اټکل کیږي چې شاوخوا لس زره بریتانوي وکړي په لبنان کې ژوند کوي. دغه هېواد ته ځینې مسافر وړونکې الوتنې له څو ورځو راهیسې لغوه شوې دي.

  2. لبنان کې له جګړې ۲۸ زره بې ځایه شویو خلکو ښوونځیو کې پناه اخیستې

    د لبنان یوه وزیر ناصر یاسین، چې د حکومت د "بېړني پلان" مسوول هم دی، په بیروت کې د بي‌بي‌سي عربي څانګې کارین طربیه ته ویلي، چې له ۲۸۰۰۰ ډېرو کسانو د دغه هېواد لروبر په دولتي ښوونځیو کې پناه اخیستې ده.

    هغه زیاته کړې چې د لبنان له سویله د وروستیو بریدونو له کبله ګڼ شمېر بې ځایه شويو خلکو په کرایه شویو کورونو او همدا راز له خپلو خپلوانو کره هم اړولي دي.

    ښاغلی یاسین وايي، چې تشو استوګنځایونو کې د بې ځایه شویو کورنیو ځای پر ځای کولو لپاره د مدنې ټولنې بېلابېلې طرحې هم موجودې دي.

  3. اسرائیل وايي د حزب‌الله یو بل مهم قوماندان یې وژلی

    اسرائیل وايي د لبنان پلازمېنه بیروت کې یې په ننني برید کې د حزب‌الله یو بل مهم قوماندان "محمد قبیسي" وژلی دی.

    د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي، محمد قبیسي د حزب‌الله د توغندیو او راکټي سیستمونو مسوول و.

    د هغه په وینا له ښاغلي قبیسي سره د دغه برید پر مهال د حزب‌الله څو نورو مهم مشران هم وو.

    د اسرائیل پوځ تر دې څو ساعته مخکې د بیروت د سویل په ضاحیه سیمه کې د یوه هدفي هوايي برید د ترسره کولو خبر ورکړی و.

    وروسته د لبنان روغتیا وزارت وویل چې د ضاحیې په غبیري سیمه کې د اسرائیل برید ۶ کسان وژلي او ۱۵ نور ټپي کړي دي.

  4. وروستی, د اسرائیل-حزب‌الله د جګړې په اړه تر اوسه په څه پوهېږو؟, د اسرائیل-حزب‌الله د جګړې په اړه تر اوسه په څه پوهېږو؟

    د لبنان روغتیا وزارت وايي له دوشنبې راهیسې دغه هېواد کې د اسرائیل په روانو بریدونو کې ۵۵۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳۵ نور ټپیان شوي دي.

    دوشنبه په ۱۹۹۰ کال لبنان کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

    اسرائیل وايي د لبنان د سویل بېلابېلو سیمو کې یې د "حزب الله اهداف" په نښه کړي دي.

    د دغو بریدونو له کبله زرګونه کسانو د پلازمېنې بیروت په ګډون نورو خوندي سیمو ته کوچېدلي دي.

    هممهاله حزب الله بیا د اسرائیل په شمالي سیمو د توغندیو بریدونه کړي.

  5. د لبنان د روغتیا وزارت: د دوشنبې له ورځې راهیسې په بریدونو کې ۵۵۸ کسان وژل شوي دي

    د لبنان د روغتیا وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي، په دغه هېواد کې له دوشنبې ورځې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې ۵۵۸ کسان وژل شوي دي.

    د لبنان د روغتیا وزیر فراس ابیاد وايي، په وژل شویو کې ۵۰ ماشومان دي.

    ښاغلی ابیاد زیاتوي، چې په دې موده کې ۱۸۳۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

    د یادونې ده چې دوشنب‎ې ورځ په ۱۹۹۰ کال کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې په لبنان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

    د رپوټونو له مخې زرګونه کسان د دغه هېواد له سویل څخه په تېښته دي.

  6. زرګونه کسان د لبنان له سوېله په وتو دي

    بېروت ته پر غځېدلي سړک سخته ګڼه ګوڼه او د موټرو اوږده کتارونه لیدل کېږي.

    ډېری خلک لا هم د لبنان له سوېل څخه، چې د شپې له خوا په کې د اسرائیلو بمبارۍ روانې وې، په وتو دي.

    په سیمه کې د بي بي سي خبریاله وايي، یو شمېر کورنۍ ان د موټر سایکلونو په وسیلې د پلازمینې بېروت په لور خوځېدلي دي.

    د بي بي سي خبریاله زیاتوي، یو کس یې لیدلی، چې وايي تر ۱۷ ساعتونو سفر وروسته بیروت ته رسېدلی دی. هغه ویلي، اسرائیل د لویې لارې په اوږدو کې ځای ځای بمبارۍ کوي، چې له امله یې تښتېدلي خلک د کوچنيو سړکونو کارولو ته اړ کېږي.

    په ورته وخت کې، په بيروت کې دننه له عادي حالت څخه لږ موټر لیدل کېږي. ځینې ​​کاروبارونه پرانیستل شوي خو نور بند دي، په داسې حال کې چې ښوونځي د هغو کسانو لپاره د استوګنې د مرکزونو په توګه کارول کېږي چې له بمباریو هلته ورتښتېدلي دي.

  7. د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د شخړې پراخېدو له امله بیروت ته ځینې الوتنې لغوه شوې

    د قطر هوايي شرکت وايي، له بیروت څخه یې تر سبا پورې الوتنې په موقتي توګه ځنډولې دي.

    د اې اېف پي خبري اژانس، د قطر هوايي شرکت له قوله ویلي، "موږ ته زموږ د مساپرو خوندیتوب تر ټولو ستر لومړیتوب دی."

    نن سهار، د بیروت په رفیق حریري نړیوال هوایی ډګر کې د ترکش ایرلاین، ایر فرانس او ​​اردن هوايي شرکت په ګډون ګڼې الوتنې لغوه شوې دي.

    په وروستیو ورځو کې د جرمني لفتانزا، ایر فرانس او ​​ډېلټا ایر لاین هم بېروت ته الوتنې ځنډولي، چې ورسره اسرائیلو او ایران ته د ځینې بار وړونکو الوتکو چارې هم اغېزمنې شوې دي.

    تیره اونۍ، د قطر هوايي شرکت او همدارنګه د ایران ملي هوایي شرکت هما بیروت ته د الوتنو پر مهال له مساپرو سره د پېجرونو او واکي ټاکي مخابرو لېږد هم منع کړی و.

    بل پلو اسرائیلي پوځ د تېرې ورځې هوايي بریدونو په اړه په خپل وروستي او تازه رپوټ کې ویلي، د دوشنبې په ورځ یې په لبنان کې شاوخوا ۱۶۰۰ ځایونه په نښه کړي دي.

    ډېری بریدونه پر سویلې برخو ورټول وو، خو ځینې یې د لبنان ختیځ او شمال ختیځ ته هم غځېدلي دي.

    یو برید د هرمیل ښار په سوېل کې د اسرائیلو له پولې څخه شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره لېرې پر یوه ځای شوی دی.

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي، په دغو بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون ۴۹۲ تنه وژل شوي او دا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د اسرائیل او حزب الله د جګړې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.

    اسرائیل وايي، د حزب الله هدفونه یې په نښه کړي، خو لبنان وايي، زیاتره بریدونه د استوګنې پر ځایونو شوي دي.

    دغه راز د اسرائیلو پوځ وايي، په ځايي وخت د سهار له ۹:۳۰ او ۹:۴۵ لسګونه توغندي د اسرائیلو پر شمالي سیمو توغول شوي دي."ځینې یې خنثی کړای شوي او پاتې یې په خلاص سیمه کې لګېدلي دي."

    په ورته وخت کې د لبنان لومړی وزیر نجیب میقاتی وايي نیویارک ته ځي چې په هېواد کې یې د نویو رامنځ شویو پېښو په اړه خبرې وکړي.

    دا مهال په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه روانه ده او ټاکل شوې وه چې ښاغلی میقاتي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

    خو نوموړي د شنبې په ورځ په ​​لبنان کې د سختو بریدونو له امله خپل سفر لغوه کړ.

    په یوه بیانیه کې راغلي، نیویارک ته د میقاتي د سفر معنی دا ده چې هغه د حکومت د کابینې هغه غونډه هم لغوه کوي چې ټاکل شوې وه نن سه شنبې ترسره شي.

  8. په لبنان کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ تر اوسه د وضعیت په اړه څومره پوهېږو ؟

    • په لبنان کې د حزب الله پر ضد د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي دي.
    • د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په وژل شویو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ښځې شاملې دي او تر ۱۶۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
    • اسرائیل وايي په لبنان کې یې د حزب الله ۱۳۰۰ موخې په نښه کړي دي.
    • له بلې خوا حزب الله د غچ اخیستنې په ترڅ کې د اسرائیلو پر جنوبي سیمو لسګونه توغندي توغولي دي.
    • د لبنان د روغتیا وزیر ویلي، د هوايي بریدونو په پایله کې زرګونه کورنۍ کډه کولو ته اړې شوې دي.
    • د رپوټونو له مخې په پلازمېنه بيروت کې د حزب الله پر يوه لوړ پوړي قومندان علي کراکي هم بريد شوی خو ياد غورځنګ وايي چې نوموړی ژوندی دی او يوې خوندي سيمې ته تللی دی.
    • د امريکا او مصر په ګډون ګڼو هېوادونو د جګړې د لا پراخېدو د شونتيا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او پر دواړو غاړو يې ستونزې ته د يوه ډيپلوماتيکې حل لارې د موندلو غږ کړی دی.
  9. د لبنان روغتیايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د څو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان دي. دا له ۲۰۰۶ کال راهيسې په لبنان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

  10. وروستی, اسرائیل وايي، د حزب الله اړوند ۱۳۰۰ هدفونه یې په نښه کړي دي

    د اسرائیلو پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په لبنان کې د حزب الله ۱۳۰۰ موخې په نښه کړې دي.

    اسراییل وايي، د حزب الله کروز توغندي، راکټونه او د دې ډلې بې پیلوټه الوتکې چې په وینا يې په "کليو او شخصي کورونو کې ځای پر ځای شوي وو" په نښه کړي دي.

    د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې حزب الله پلان درلود دا کروز توغندي، ډرون او راکټونه د اسرائیلو پر خاوره وتوغوي او په ورته وخت کې "د لبناني ملکي وګړو ژوند په خطر کې واچوي".

    د لبنان د روغتیا وزیر چې څو ځله یې د اسرائیلو د هوايي بریدونو د قربانیانو شمېر اعلان کړ ويلي، تر ډېره د لبنان په جنوب کې استوګنيزې او غير نظامي سيمې په نښه شوې دي.

    د لبنان د روغتيا وزير فراس الابيض د اسرائیلو دا ادعا رد کړه چې وايي حزب الله ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي او ټینګار یې وکړ چې د لبنان خلک جګړه نه غواړي.

  11. وروستی, د اسرائیلو او حزب الله شخړه؛ د لبنان په جنوب کې د وژل شويو شمېر ۴۹۲ ته رسېدلی او سلګونه زره کسان پناه ځایونو ته تللي

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۹۲ تنو ته رسېدلی دی. په وژل شویو کسانو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ مېرمنې هم شاملې دي.

    فراس الابيض ويلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۴۵ کسان ټپیان شوي دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې د لبنان په شمالي پولو کې د اسرائيلو له خوا تر ټولو خونړي بريدونه دي.

    د اسرائيلو د دفاع وزير يوف ګالانت وايي، په دغو بريدونو کې د حزب الله لسګونه توغندي او نور مهمات له منځه تللي دي. د راپورونو له مخې د حزب الله یو جګپوړی قومندان په بیروت کې په نښه شوی دی. حزب الله دا هم وايي، چې د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې راکټونه توغولي دي.

  12. وروستی, ایران پر اسرائیل د پراخې شخړې پیلولو د هڅې تور لګوي

    ایران پر لبنان د اسرائیلو هوايي بریدونه په ټینګه غندلي او د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پر اسرائیل تور پورې کړی چې د پراخې جګړې د رامنځ ته کولو هڅه کوي.

    پزشکیان وايي، لوېدیځ له ایرانه غوښتي چې اسرائيلو ته غبرگون ونه ښيي، څو په غزه کې د اوربند هڅې له خطر سره مخامخ نه کړي.

    هغه وايي: "موږ هڅه وکړه چې ځواب ورنه کړو."

    هغه وویل، "هغوی موږ ته ویل چې موږ سولې ته د رسېدو په حال کې یو، شاید په یوه یا څو اونیو کې، خو موږ هېڅکله دې ګرانې سولې ته ونه رسېدو."

    په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسرائیل ته د "خطرناکو پایلو" خبرداری ورکړ.

    ایران او اسرائیل په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د داسې اسلامي انقلاب راتلو راهیسې دښمنان دي، چې ایران ته یې د اسرائیلو ضد رژیم واکمن کړ او د اسرائیل ایډیالوژي یې د کار یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

    ایران د اسرائیلو شتون په رسمیت نه پېژني او د هغه د له منځه وړلو په لټه کې دي.

  13. وروستی, د امریکا دفاع وزارت وايي منځني ختیځ ته نور ځواکونه استوي

    د امریکا دفاع وزارت ویلي، منځني ختیځ ته یو شمېر "لږ پوځیان" استوي.

    د سپینې ماڼۍ ویاند پټ رایډر ویلي، په سیمه کې د یوې پراخې احتمالي جګړې په اړه د امریکا اندېښنه بیا تکرار کړه.

    ده ویلي، په منځني ختیځ کې د ترینګلتیا له ډېرېدا سره، "موږ په سیمه کې خپل یو شمېر نور عسکر ډېروو".

    دی زیاتوي: "زما په اند هلته لا نه یو رسېدلي، خو دا یو خطرناک وضعیت دی چې له کبله یې ډېره مهمه ده چې خپلې دیپلوماتیکې همکارۍ ته دوام ورکړو."

  14. وروستی, اسرائیل وايي د حزب‌الله د جنوبي جبهې مشر علي کرکي یې وژلی

    د اسرائیلو پوځ وايي، په یوه هدفمن برید کې یې له بیروت بهر د حزب‌الله غورځنګ د جنوبي جبهې مشر علي کرکي وژلی دی. حزب‌الله لا تر اوسه دغه خبر نه دی تایید کړی.

    یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، اسرائیلي پوځ د دوشنبې په ماښام د بیروت پر سوېلي برخو بریدونه سخت کړي.

    اسرائیلي پوځ وايي، د بریدونو موخه یې بیروت کې مشخص ځایونه دي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

    دوی وايي، د لبنان سېول او سهل البقاع سیمو کې یې د دوشنبې ورځې د بریدونو هدف د حزب‌الله ډلې اړوند شاوخوا ۸۰۰ هدفونه دي چې بمبارۍ پرې روانې دي.

  15. , تر ټولو لویه مرګونې ورځ

    د لبنان د روغتیا وزیر ویلي، په تېر یوه کال کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا کې نن تر ټولو خونړۍ ورځ ده.

  16. اسرائیل پر حزب الله تور پورې کوي، چې له ملکي خلکو د 'بشري سپر' کار اخلي

    د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کارتز پر حزب الله تور پورې کړی، چې توغندي یې د ملکي خلکو په منځ کې ځای پر ځای کړي او له خلکو د 'بشري سپر' په توګه کار اخلي.

    نوموړی وايي: هر ملکي کس چې د حزب الله وسلو په شاوخوا کې وي، باید د خپل خوندیتوب لپاره سملاسي هغه ځای پرېږدي.

    اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې پر حزب الله تور پورې کوي، چې ګواکې خپل ځواکونه د ملکي خلکو په ودانیو، کورونو، تونلونو او ځمکتلونو کې پټوي.

  17. د اسرائیلي پوځ خبرداری

    په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال دانئل دي سایمن په خپل رپوټ کې کاږي، اسرائیلي مشرانو بیا - بیا ویلي، دوی به د اسرائیل شمالي سیمو ته د هغو ۶۰ زره بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنولو هدف پوره کړي، چې د حزب الله توغندیزو بریدونو له کبله له خپلو مېشت ځایونو وتلي دي، خو دا هدف تر اوسه ځکه نه دی پوره شوی، چې حزب الله وسله وال اوس هم پر اسرائیل راکټي بریدونه کوي.

    د اسرائیلي پوځ ویندوی دانئل هاګاري د لبنان ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له هغو سیمو لېرې شي، چې ایران پلوه حزب الله ډله یې د پوځي هدفونو لپاره کاروي.

  18. د مرګژوبلې شمېرې ډېرې شوې دي

    په لبنان کې د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د اسرائیلي هوايي ځواکونو د نننۍ بمبارۍ له کبله اوس په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۷۴ تنو ته رسېدلی او نژدې ۷۰۰ نور ټپیان دي.

    په سویلي لبنان کې ځايي اوسېدونکي وايي، د موبایل ټیلیفونونو له لارې یې داسې غږیز پیغامونه ترلاسه کړي، چې له هغو ودانیو لېرې شي، چې حزب الله یې کاروي. د لبنان د معلوماتي تکنالوژۍ وزیر وايي، د دوی د وزارت دفتر ته هم دغه ډول پیغام استول شوی دی.

    له دې مخکې اسرائیلي پوځ ویلي و، په لبنان کې دننه یې د حزب الله پر هدفونو سخت هوايي بریدونه کړي.

    د اسرائیلي پوځ ویندوی دانئل هاګاري د لبنان ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له هغو سیمو لېرې شي، چې ایران پلوه حزب الله ډله یې د پوځي هدفونو لپاره کاروي.

    د لبناني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې نن (دوشنبه) له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې شپږ نیمې بجې اسرائیلي جنګي الوتکو د دې هېواد په ختیځ او سویلي سیمو کې لسګونه بریدونه کړي دي.

    د این این اې دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې په سویلي نباتیش سیمه کې له اتیا ډېر ځایونه بمبار شوي دی او دغه راز د بنت جبیل او مرجایون سیمو ګڼ شمېر ځایونو کې هم بمبارۍ شوې دي.

  19. په لبنان کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو هدفونه

    لوړپوړي اسرائیلي پوځي چارواکو پر لبنان د ځمکني پوځي برید په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې ویلي، دوی د اوس لپاره په لبنان کې ''یوازې پر هوايي کمپاین تمرکز کوي.''

    له خبریالانو سره په مرکه کې اسرائیلي پوځي چارواکو د اوسني کمپاین لپاره درې مشخص هدفونه یاد کړي، چې د دوی په وینا له ترلاسه کولو وروسته به یې اسرائیل حکومت وتوانېږي، د هېواد له شماله بې ځایه شوي زرګونه خلک بېرته خپلو مېشت ځایونو ته ستانه شي.

    دغه چارواکي وايي، دوی غواړي د پولې بلې غاړې ته د حزب الله له لوري د توغندیو توغولو وړتیا له منځه یوسې، چې د اکتوبر له اتمې یې زیاته کړې.

    دغه راز دوی وايي، غواړي حزب الله وسله وال د لبنان-اسرائیل د پولې له سیمو په شا وتمبوي.

    اسرائیلي پوځي چارواکي وايي، درېیم هدف یې دا دی، چې د حزب الله (رضوان) پلي ځواکونو له لوري ودان شوي سنګرونه ویجاړ کړي، چې د دوی په خبره د اسرائیل په شمال کې ''د ملکي اسرائیلیانو ډله ییزې وژنې، قتل او تښتولو لپاره کارول کېده.''

    حزب الله وسله والو د اونۍ په پای کې په اسرائیل کې دننه بریدونه وکړل، چې ان تر حیفا سیمې پورې یې ګوزارونه ورسېدل. پر یکشنبه د دې ډلې مرستیال مشر وویل، اوس له اسرائیل سره د محاسبې لپاره دا یوه بې انتها جګړه ده.