حزب الله وايي، د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې راکټونه توغولي دي.
ژوندی پوښښ
بريتانيا له لبنان څخه د خپلو وګړو د ايستلو په موخه د قبرس اډې ته ۵۰۰ نور پوځيان استوي
د برتانیا پوځ له څو میاشتو راهیسې په
لبنان کې د بېړنیو
وتلو عملیاتو لپاره په چمتووالي بوخت دی.
اوس په داسې حال کې چې د حزب الله او اسرائيلو تر منځ کړکېچ مخ په زياتېدو دی دې
پروګرام ته یو ځل بیا لومړیتوب ورکړل شوی. تمه ده چې د بريتانيا حکومت به ډېر ژر
قبرس ته د ۵۰۰نورو سرتېرو
د لېږلو منظوري ورکړي.
د یادونې ده چې دوشنبې ورځ په ۱۹۹۰ کال کې د
کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو راهیسې په لبنان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د رپوټونو له مخې زرګونه کسان د دغه هېواد له سویل څخه په تېښته دي.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د لبنان له سویله دې تښتېدلې کورنۍ بېروت کې یوه ښوونیز مرکز کې اړولي
زرګونه کسان د لبنان له سوېله په وتو دي
بېروت ته پر غځېدلي سړک
سخته ګڼه ګوڼه او د موټرو اوږده کتارونه لیدل کېږي.
ډېری خلک لا هم د
لبنان له سوېل څخه، چې د شپې له خوا په کې د اسرائیلو بمبارۍ روانې وې، په وتو دي.
په سیمه کې د بي بي سي
خبریاله وايي، یو
شمېر کورنۍ ان د موټر سایکلونو په وسیلې د پلازمینې بېروت په لور خوځېدلي دي.
د بي بي سي خبریاله
زیاتوي، یو کس یې لیدلی، چې وايي تر ۱۷ ساعتونو سفر وروسته بیروت ته رسېدلی دی. هغه ویلي،
اسرائیل د لویې لارې په اوږدو کې ځای ځای بمبارۍ کوي، چې له امله یې تښتېدلي خلک د
کوچنيو سړکونو کارولو ته اړ کېږي.
په ورته وخت کې، په بيروت
کې دننه له عادي حالت څخه لږ موټر لیدل کېږي. ځینې کاروبارونه پرانیستل شوي خو
نور بند دي، په داسې حال کې چې ښوونځي د هغو کسانو لپاره د استوګنې د مرکزونو په
توګه کارول کېږي چې له بمباریو هلته ورتښتېدلي دي.
د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د شخړې پراخېدو له امله بیروت ته ځینې الوتنې لغوه شوې
د عکس سرچینه، Reuters
د قطر هوايي شرکت وايي، له بیروت څخه یې تر سبا پورې الوتنې په موقتي توګه
ځنډولې دي.
د اې اېف پي خبري اژانس، د قطر هوايي شرکت له قوله ویلي، "موږ ته زموږ
د مساپرو خوندیتوب تر ټولو ستر لومړیتوب دی."
نن سهار، د بیروت په رفیق حریري نړیوال هوایی ډګر کې د ترکش ایرلاین،
ایر فرانس او اردن هوايي شرکت په ګډون ګڼې الوتنې لغوه شوې دي.
په وروستیو ورځو کې د جرمني لفتانزا، ایر فرانس او ډېلټا ایر لاین هم
بېروت ته الوتنې ځنډولي، چې ورسره اسرائیلو او ایران ته د ځینې بار وړونکو الوتکو
چارې هم اغېزمنې شوې دي.
تیره اونۍ، د قطر هوايي شرکت او همدارنګه د ایران ملي هوایي شرکت هما بیروت
ته د الوتنو پر مهال له مساپرو سره د پېجرونو او واکي ټاکي مخابرو لېږد هم منع کړی
و.
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، په دغو بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په
ګډون ۴۹۲ تنه وژل شوي
او دا له ۲۰۰۶ کال راهیسې د
اسرائیل او حزب الله د جګړې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.
اسرائیل وايي، د حزب الله هدفونه یې په نښه کړي، خو لبنان وايي، زیاتره
بریدونه د استوګنې پر ځایونو شوي دي.
دغه راز د اسرائیلو پوځ وايي، په ځايي
وخت د سهار له ۹:۳۰ او ۹:۴۵ لسګونه توغندي
د اسرائیلو پر شمالي سیمو توغول شوي دي."ځینې یې خنثی کړای شوي او پاتې یې په
خلاص سیمه کې لګېدلي دي."
د رپوټونو له مخې په پلازمېنه
بيروت کې د حزب الله پر يوه لوړ پوړي قومندان علي کراکي هم بريد شوی خو ياد غورځنګ
وايي چې نوموړی ژوندی دی او يوې خوندي سيمې ته تللی دی.
د امريکا او مصر په ګډون
ګڼو هېوادونو د جګړې د لا پراخېدو د شونتيا په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او پر دواړو
غاړو يې ستونزې ته د يوه ډيپلوماتيکې حل لارې د موندلو غږ کړی دی.
د لبنان روغتیايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سوېل کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د څو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان دي. دا له ۲۰۰۶ کال راهيسې په لبنان کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د ویډیو تشریح، د لبنان په جنوب کې له هغو سیمو لوګي پورته کېږي چې اسرائیلو پرې هوايي بریدونه کړي
وروستی, اسرائیل وايي، د حزب الله اړوند ۱۳۰۰ هدفونه یې په نښه کړي دي
د
اسرائیلو پوځ وايي، په تېرو ۲۴
ساعتونو کې یې په لبنان کې د حزب الله ۱۳۰۰ موخې په نښه کړې
دي.
اسراییل
وايي، د حزب الله کروز توغندي، راکټونه او د دې ډلې بې پیلوټه الوتکې چې په وینا يې په "کليو او شخصي کورونو کې ځای پر ځای شوي وو" په نښه کړي دي.
د اسرائیلو
پوځ ادعا کړې چې حزب الله پلان درلود دا کروز توغندي، ډرون او راکټونه د اسرائیلو پر
خاوره وتوغوي او په ورته وخت کې "د لبناني ملکي وګړو ژوند په
خطر کې واچوي".
د
لبنان د روغتیا وزیر چې څو ځله یې
د اسرائیلو
د هوايي بریدونو د قربانیانو شمېر
اعلان کړ ويلي، تر ډېره د لبنان په جنوب کې استوګنيزې او غير نظامي
سيمې په نښه شوې دي.
د لبنان د روغتيا وزير فراس الابيض د اسرائیلو
دا ادعا رد کړه چې وايي
حزب الله ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي او ټینګار یې وکړ چې د لبنان خلک جګړه نه
غواړي.
وروستی, د اسرائیلو او حزب الله شخړه؛ د لبنان په جنوب کې د وژل شويو شمېر ۴۹۲ ته رسېدلی او سلګونه زره کسان پناه ځایونو ته تللي
د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل
شویو کسانو شمېر ۴۹۲ تنو ته رسېدلی دی. په وژل شویو
کسانو کې ۳۵ ماشومان او ۵۸ مېرمنې هم شاملې دي.
فراس الابيض ويلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۴۵
کسان ټپیان شوي دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې د لبنان په شمالي پولو کې د
اسرائيلو له خوا تر ټولو خونړي بريدونه دي.
د اسرائيلو د دفاع وزير يوف ګالانت وايي، په دغو بريدونو کې د
حزب الله لسګونه توغندي او نور مهمات له منځه تللي دي. د راپورونو له مخې د حزب الله یو جګپوړی
قومندان په بیروت کې په نښه شوی دی. حزب الله دا هم وايي، چې د اسرائیلو پر شمالي
سیمو یې راکټونه توغولي دي.
وروستی, ایران پر اسرائیل د پراخې شخړې پیلولو د هڅې تور لګوي
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، مسعود پزشکیان وايي، لوېدیځ له ایرانه غوښتي چې اسرائيلو ته غبرگون ونه ښيي، څو په غزه کې د اوربند هڅې له خطر سره مخامخ نه کړي.
ایران پر لبنان د اسرائیلو هوايي بریدونه په
ټینګه غندلي او د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان پر اسرائیل تور پورې کړی چې د پراخې
جګړې د رامنځ ته کولو هڅه کوي.
پزشکیان وايي، لوېدیځ له ایرانه غوښتي چې اسرائيلو
ته غبرگون ونه ښيي، څو په غزه کې د اوربند هڅې له خطر سره مخامخ نه کړي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت
ویاند اسرائیل ته د "خطرناکو پایلو" خبرداری ورکړ.
ایران او اسرائیل په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې د داسې اسلامي انقلاب
راتلو راهیسې دښمنان دي، چې ایران ته یې د اسرائیلو ضد رژیم واکمن کړ او د اسرائیل
ایډیالوژي یې د کار یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
ایران
د اسرائیلو شتون په رسمیت نه پېژني او د هغه د له منځه وړلو په لټه کې دي.
وروستی, د امریکا دفاع وزارت وايي منځني ختیځ ته نور ځواکونه استوي
اسرائیلي
پوځ وايي، د بریدونو موخه یې بیروت کې مشخص ځایونه دي، خو نور جزییات یې نه دي
ورکړي.
دوی وايي، د
لبنان سېول او سهل البقاع سیمو کې یې د دوشنبې ورځې د بریدونو هدف د حزبالله ډلې
اړوند شاوخوا ۸۰۰ هدفونه دي چې بمبارۍ پرې روانې دي.
د عکس سرچینه، EPA
, تر ټولو لویه مرګونې ورځ
د لبنان د روغتیا وزیر ویلي، په تېر یوه کال کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا کې نن تر ټولو خونړۍ ورځ ده.
د ویډیو تشریح، پر لبنان د اسرائیلو بمبارۍ
اسرائیل پر حزب الله تور پورې کوي، چې له ملکي خلکو د 'بشري سپر' کار اخلي
د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کارتز پر حزب الله
تور پورې کړی، چې توغندي یې د ملکي خلکو په منځ کې ځای پر ځای کړي او له خلکو د 'بشري سپر' په توګه کار اخلي.
نوموړی وايي: هر ملکي کس چې د حزب الله وسلو په شاوخوا
کې وي، باید د خپل خوندیتوب لپاره سملاسي هغه ځای پرېږدي.
اسرائیل له اوږدې مودې راهیسې پر حزب الله تور پورې کوي،
چې ګواکې خپل ځواکونه د ملکي خلکو په ودانیو، کورونو، تونلونو او ځمکتلونو کې
پټوي.
د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلي پوځ خبرداری
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال دانئل دي سایمن په خپل رپوټ کې کاږي، اسرائیلي مشرانو بیا - بیا ویلي، دوی به د اسرائیل شمالي سیمو ته د هغو ۶۰ زره بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنولو هدف پوره کړي، چې د حزب الله توغندیزو بریدونو له کبله له خپلو مېشت ځایونو وتلي دي، خو دا هدف تر اوسه ځکه نه دی پوره شوی، چې حزب الله وسله وال اوس هم پر اسرائیل راکټي بریدونه کوي.
د اسرائیلي پوځ ویندوی دانئل هاګاري د لبنان ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له هغو سیمو لېرې شي، چې ایران پلوه حزب الله ډله یې د پوځي هدفونو لپاره کاروي.
د مرګژوبلې شمېرې ډېرې شوې دي
په لبنان کې د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د اسرائیلي هوايي ځواکونو د نننۍ بمبارۍ له کبله اوس په دې هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۷۴ تنو ته رسېدلی او نژدې ۷۰۰ نور ټپیان دي.
په سویلي لبنان کې ځايي اوسېدونکي وايي، د موبایل ټیلیفونونو له لارې یې داسې غږیز پیغامونه ترلاسه کړي، چې له هغو ودانیو لېرې شي، چې حزب الله یې کاروي. د لبنان د معلوماتي تکنالوژۍ وزیر وايي، د دوی د وزارت دفتر ته هم دغه ډول پیغام استول شوی دی.
له دې مخکې اسرائیلي پوځ ویلي و، په لبنان کې دننه یې د حزب الله پر هدفونو سخت هوايي بریدونه کړي.
د اسرائیلي پوځ ویندوی دانئل هاګاري د لبنان ملکي خلکو ته خبرداری ورکړ، چې له هغو سیمو لېرې شي، چې ایران پلوه حزب الله ډله یې د پوځي هدفونو لپاره کاروي.