والسټریټ ژورنال: ټرمپ به د لوړې په مراسمو کې د 'ځيرکتیا انقلاب' خبره وکړي
والسټریټ ژورنال خبري شبکې نن ګهیځ په یوه رپوټ کې ویلي، د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن د لوړې مراسمو کې په امریکا متحدو ایالتونو کې د ''ځیرکتیا انقلاب'' غږ وکړي. دغه امریکايۍ ورځپاڼه وايي، دوی د هغو څرګندونو یوه کاپي لیدلې، چې ښاغلی ټرمپ به یې په خپله وینا کې وايي، او دی به ''د ملي بریا د یوې نوې دورې'' هرکلی وکړي.
د والسټریټ ژورنال رپوټ وايي، د ښاغلي ټرمپ تازه وینا به د نوموړي د ۲۰۱۷ کال لوړې وینا پرتله ډېره هیله بښونکې وي او نوموړی به ''د تاریخ د تر ټولو ستر مدنیت د پیاوړتیا'' پر اهمیت ټینګار وکړي.