اسرائیلو حماس د اوربند له هوکړې په سرغړونه تورن کړی، غزې ته د فلسطینیانو راستنیدل ځنډول شوي

اسرائیل وايي‌ د حماس لخوا نن شنبه په غزه کې څلور خوشې شوې اسرائیلۍ یرغملې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې دي. اسرائیلو د دغو یرغملو بدل کې له دوو زندانونو ۲۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړي چې د سره صلیب په موټرو کې لوېدیزې غاړې ته لېږدول شوي.

لنډیز

  • د اسرائیل د زندانونو ادارې ویلي، ټول ۲۰۰ فلسطیني بندیان چې ټاکل شوې وه نن د څلورو اسرائیلي یرغملو په بدل کې ازاد شي، خوشې شوي
  • د حماس لخوا څلور نورې اسرائيلۍ یرغملې چې په غزه کې ساتل کېدې، خوشې شوې دي
  • د دغو ښځو په اړه ویل شوي چې اسرائیلۍ سرتېرې دي
  • د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، دغه یرغملې بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې
  • هممهاله د اسرائیل د زندانونو ادارې ویلي ۲۰۰ فلسطیني بندیان یې ازاد کړي
  • دا د اوربند له هوکړې وروسته دویم ځل دی چې اسرائیلي یرغمل او فلسطیني بندیان تبادله کېږي

ژوندی پوښښ

  1. اسرائیلو حماس د اوربند له هوکړې په سرغړونه تورن کړی، غزې ته د فلسطینیانو راستنیدل ځنډول شوي

    په شمالي غزه کې زرګونه بې ځایه شوي فلسطینیان خپلو کورونو ته له ستنېدو راګرځول شوي دي. اسرائيلو شمال ته تلونکې لويه لار تړلې او حماس يې د اوربند هوکړې له شرایطو په سرغړونه تورن کړی دی.

    دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ حماس څلور ښځینه اسرائیلئ سرتېرې او اسرائیلو ۲۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل.

    د اسرائیلو حکومت وايي چې د غزې وګړي به تر هغه وخته شمال ته د تګ اجازه ونلري تر څو چې اسرائیلی وګړی اربیل یهود خوشی نشي.

    حماس ټینګار کړی چې نوموړی ژوندی دی او راتلونکې اوونۍ به ازاد شي.

    د تړون له مخې، حماس باید له سرتېرو مخکې ملکي وګړي خوشي کړي.

    د شنبې په ورځ، حماس هم اسرائیل تورن کړل چې د اوربند تړون د شرایطو پلي کول ځنډوي.

    فلسطینيان

    د عکس سرچینه، Getty Images

  2. د اسرائيلو له بنده ازاد شوي لږ فلسطینیان به غزې ته د تګ اجازه ولري

    اسرائیلو د شنبې په ورځ ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشي کړل.

    د دغو بندیانو شاوخوا نیمایي ته اجازه ورکړل شوه چې په لوېدیځه غاړه کې خپلو کورونو ته ستانه شي.

    د دغو له ډلې ۷۰ بندیان چې په ډېرو جدي جرمونو محکوم شوي دي، د مصر له لارې به نورو هېوادونو لکه قطر او ترکیې ته واستول شي، او پاتې یو څو به غزې ته واستول شي.

    په روانه اوونۍ کې د اسرائیلو له زندانونو څخه خوشي شویو فلسطینیانو کې، ۱۲۱یې د عمر بند سزا تېروله.

    خوشي شوي فلسطينيان

    د عکس سرچینه، Reuters

    خوشي شوي فلسطينيان

    د عکس سرچینه، Reuters

    خوشي شوي فلسطينيان

    د عکس سرچینه، Reuters

    خوشي شوي فلسطينيان

    د عکس سرچینه، Reuters

  3. حماس لخوا د څلورو اسرائیليو ښځینه یرغملو د ازادېدو شېبه

    د ویډیو تشریح، حماس لخوا د څلورو اسرائیليو ښځینه یرغملو د ازادېدو شېبه

    له غزې څخه په دغو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د حماس وسله وال څلور اسرائیلۍ یرغملې په یو لړ مراسمو کې سره صلیب ته سپاري.

    د دغو مراسمو ځای ته د حماس ګڼ شمېر مخ‌پټي وسله وال او عام خلک راټول شوي وو.

    ازادې شوې یرغملې اسرائیلۍ سرتېرې دي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې برید پر مهال غزې سره پولې ته نږدې د اسرائیل له یوې پوځي اډې یرغملې نیول شوې وې.

    دا د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند له تړون وروسته د اسرائیلي یرغملو دویمه ډله ده، چې ازادېږي.

  4. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې اسرائیلو بې ځایه شویو فلسطینیانو ته د غزې شمال ته د تللو اجازه ورکړې ده.

    د اوربند کمېټې یوې سرچیني بي بي سي ته د شنبې په ماخوستن وویل، اسرائیلو دا جازه وروسته له هغه ورکړې چې د اسرائیلۍ بندۍ اربیل یهود د خوشې کېدو ډاډ یې ترلاسه کړی دی.

    په پام کې ده چې هغه راتلونکې اونۍ خوشې شي.

  5. د ویډیو تشریح، د اسرائیل لخوا ازادو شویو فلسطینیانو ته لوېدیزه غاړه کې هرکلی
  6. وروستی, اسرائیل وايي ۲۰۰ فلسطیني بندیان یې ازاد کړي دي

    د اسرائیل د زندانونو ادارې ویلي، ټول ۲۰۰ فلسطیني بندیان چې ټاکل شوې وه نن د څلورو اسرائیلي یرغملو په بدل کې ازاد شي، خوشې شوي دي.

    رویټرز او اې‌اېف‌پي خبري اژانسونو د دې ادارې د اعلامیې پر بنسټ لیکلي: "زندانونو کې د اړینو فعالیتونو له پای ته رسېدو او د سیاسي چارواکو له تصویب وروسته، له اوفېر او کتزیوت زندانونو څخه ټول ترهګر خوشې شول."

  7. د اسرائیلي یرغملو د کورنیو خوښي

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، IDF

    د عکس تشریح، په دغه کس کې ښکاري چې د یرغملو کورنیو د هغوی د ازادېدو د شېبو پر مهال خاندي او خوښي کوي.‌

    د اسرائیل دفاعي ځواکونو (ای‌ډي‌اېف) د هغو څلورو ښځینه اسرائیلي یرغملو د کورنیو غړو د خوښۍ تصویرونه خپاره کړي، چې نن د حماس لخوا خوشې شوې.

    اسرائیل وايي ازادې شوې یرغملې اوس له خپلو کورنیو سره یو ځای شوې.

    د ویډیو تشریح، اتل ابیب کې راټول شوي خلک د یرغملو په ازادېدو خوښي ښيي
  8. حماس: نور فلسطیني بندیان به "د ورځې رڼا" وویني

    د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند هوکړې له مخې ټاکل شوې چې په لومړیو شپږو اوونیو کې ۳۳ اسرائیلي یرغمل د فلسطیني بندیانو په بدل کې ازاد شي.

    هوکړه پر دې شوې چې د هر اسرائیلي سرتېري بدل کې به ۵۰ او د هر ملکي یرغمل شوي کس بدل کې به ۳۰ فلسطیني بندیان ازادېږي.

    په دې لړ کې لومړۍ تېره یکشنبه ۳ اسرائیلۍ اتباع له ۹۰ فلسطیني بندیانو سره تبادله شوې وې.

    حماس نن (شنبه) ۴ نورې اسرائیلۍ یرغملې، چې سرتېرې دي، ازادې کړې او تمه کېږي په بدل کې به یې د اسرائیل لخوا ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شي.

  9. د اسرائیل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د ازادېدو لړۍ روانه ده

    اسرائيل

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، دا سپین بس چې فکر کېږي فلسطیني بندیان به لېږدوي، له زندانه خوځېدلی دی

    د حماس اړوندې رسنۍ او اې‌اېف‌پي خبري ژانس وايي، حماس لخوا نن په غزه کې د ۴ ښځینه اسرائیلي یرغملو د خوشې کېدو بدل کې د اسرائیل له زندانونو د ۲۰۰ فلسطیني بندیانو د ازادېدو لړۍ روانه ده.

    د اې‌اېف‌پي په وینا د دغو بندیانو لېږدونکي بسونه د لوېدیزې غاړې له اوفېر او د نېګېف دښتې له کتزیوت زندان څخه روان شوي‌ دي.‌

    پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې دغه بسونه د سره صلیب لخوا بدرګه کېږي. اسرائیل لا تر دې دمه رسمآ د فلسطیني بندیانو د ازادېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

  10. د ویډیو تشریح، د حماس لخوا د اسرائیلي یرغملو د ازادېدو شېبه
  11. نتنیاهو او هېرزوګ ویلي پاتې یرغمل به هم ستانه کړي

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، EPA

    د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د څلورو ښځینه اسرائیلي یرغملو د خوشې کېدو هرکلی کړی.‌ هغه همدا راز ویلي، هڅه به کوي چې له حماس سره پاتې نور یرغمل هم ستانه کړي.‌

    د دانیلا ګېلبوا، لیري اېلبګ، ناامه لېوي او کرینه اریف په نوم تازه ازادې شوې یرغملې اسرائیلۍ سرتېرې دي.

    د اسرائیل لومړي وزیر دوی ته په خطاب کې د اېکس په یوه پیغام کې لیکلي‌ "د اسرائیل له ټولو خلکو سره یو ځای، زما ښځه او زه تاسې ته د زړه له کومې هرکلی وایو."

    هغه زیاته کړې دې هڅې ته به دوام ورکړو چې خپل ټول تښتول شوي – که ژوندي وي یا مړه، بېرته کور ته راستانه کړو.

    د اسرائیل ولسمشر اسحاق هېرزوګ هم د دغو یرغملو ازادېدو ته پر اېکس خواله رسنۍ غبرګون ښودلی.‌

    هغه لیکلي، ټول ولس ستاسې د ازادېدو له کبله د خوښۍ اوښکې توی کړې.

  12. د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند: ازادې شوې یرغملې کور ته رسېدلې دي

    اسرائیل

    د عکس سرچینه، IDF

    د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هاګاري ویلي، د حماس لخوا نن په غزه سره صلیب ته سپارل شوې اسرائیلۍ یرغملې بېرته خپل هېواد ته رسېدلې دي.

    هغه یوې خبري غونډې ته وویل، د اکتوبر له ۷مې د دوی ماموریت همدا دی چې یرغمل شوي کسان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.‌

    ښاغلي هاګاري همدا راز زیاته کړې چې اسرائیل غزه کې پاتې "۹۰ یرغمل" هم له یاده نه باسي او دا کار نه شي کولی.

  13. وروستی, حماس څلور نورې اسرائیلۍ یرغملې په غزه کې سره صلیب ته سپارلې دي

    israel

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د حماس لخوا څلور نورې اسرائيلۍ یرغملې چې په غزه کې ساتل کېدې، نن سره صلیب ته سپارل شوې دي.‌

    د دغو ښځو په اړه ویل شوي چې اسرائیلۍ سرتېرې دي.

    دا د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته د یرغملو دویمه ډله ده چې د حماس لخوا ازادېږي.

    ټاکل شوې د دغو ښځو بدل کې د اسرائیل له زندانونو شاوخوا ۲۰۰ فلسطینیان ازاد شي.‌

    د دغو مېرمنو تر سپارل کېدو مخکې د حماس کڼ شمېر وسله وال او عام فلسطینیان د غزې په فلسطین څلور لاره کې راټول وي وو.