په افغانستان کې د
ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې برید په کابل
کې ملکي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده.
یوناما پر خپله اېکسپاڼه
په یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د کابل د څرخيپله سیمه کې یې د پاکستان د
تېرې شپې د هوايي برید په پایله کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۴ کسانو مړینه او ۱۴ نورو ټپي کېدل
مستند کړي دي."
د ملګرو ملتونوو
مرستندویه پلاوي همدا راز یو ځل بیا د لا زیاتې ملکي مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د
"خصومتونو د سملاسي درېدو" غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې په
افغانستان کې د یوناما مرکزي دفتر هم د کابل ختیځ خوا پلچرخي سیمې او ننګرهار ته
پر غځېدلي سړک پروت دی.
د یوناما دا غبرګون په داسې حال کې راځي چې د پاکستان حکومت ته ځينو نږدې رسنیو ادعا کړې چې ګواکې د پاکستان هوايي ځواک په دغو بریدونو کې د کابل پلچرخي په سیمه کې د طالبانو حکومت پوځي مرکزونه په نښه شوي او د پاکستان هوايي ځواک په جلا توګه د کندهار د قولاردو قرارګاه هم بمبار کړې ده.
خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړې دي او ویاند یې ویلي چې ملکي خلکو ته پکې مرګژوبله اوښتې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکسپاڼه د پیغامونو په یوه لړۍ کې لیکلي چې دغه بریدونه د کابل، کندهار، پکتیکا، پکتیا په ګډون ''ځینو نورو برخو'' کې شوي دي. د ښاغلي مجاهد په پیغام کې راغلي په دې بریدونو کې ''په ځینو ځایونو کې یې ملکي کورونه ویشتي چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.''
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، دوی ''دغه جنایت او ښکاره تېری په کلکو ټکو غندي'' او په وینا یې ''دغه ظلم به بې ځوابه پاتې نشي.''
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل، چې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د پاکستان د حکومت د رسمي هڅو برخه نه وه.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځي عملیات به دوام وکړي، چې د ده په وینا د هغو وسلهوالو ډلو د بریدونو مخه ونیسي چې له افغانستانه د پاکستان پر ضد پلان کېږي.
د
طالبانو حکومت دفاع وزارت نن جمعه سهار اعلان وکړ
چې هوايي ځواکونو یې د 'پاکستان پوځي رژیم' د تېرې شپې هوايي بریدونو په غبرګون کې نن سهار د
خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د
پاکستاني پوځيانو 'ستراتېژیک نظامي مرکز او تاسیسات' په نښه کړي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې همداراز ویلي چې پر دې سربېره یې هلته ورڅېرمه "د ډیورنډ کرښې د جګړې د
قوماندې مرکز او د پوځي قلعې د قوماندان دفتر" هم په 'دقیق ډول' هدف ګرځولی
او دا چې "درانه ځاني او مالي زیانونه" یې ور اړولي دي.
پاکستاني لوري لا په دې اړه څه نه دي ویلي.