تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ایر انډیا الوتکې غورځېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۷۰ کسانو ته ورسېد

په هند کې ډاکتران وايي، له هغه ځایه د موندل شویو مړیو شمېر ۲۷۰ ته رسېدلی، چې د پنجشنبې پر ورځ پکې د ایرانډیا الوتکه وغورځېده. هغه الوتکه د هند له احمد اباد ښاره د برېتانیا لندن ته روانه شوه او له الوت لږ وروسته د خلکو اوسېدو په یوه نژدې سیمه کې وغورځېده.

لنډیز

  • د هند په احمد اباد کې د لندن پر لور روانه الوتکه له الوت لږ وروسته وغورځېده
  • هندي چارواکي وايي، د پېښې په ځای کې تر اوسه د ۲۷۰ کسانو مړي موندل شوي
  • د هند دولتي هوايي چلن ائرانډیا لخوا په دې هکله ویل شوي: ''اې ای ۱۷۱ شمېره الوتکه چې له احمد اباد نه د لندن ګېټویک هوايي ډګر ته پرلار وه، نن له یوې پېښې سره مخامخ شوه.''
  • د الوتکو څار وېبپاڼه فلائټ۲۴ رپوټ کې ویل شوي، ''له الوت لږ وروسته'' په داسې حال کې چې الوتکه ایله له ځمکې ۱۹۰ متره پورته وه، دوی ترې وروستی سګنال ترلاسه کړ
  • د الوتکه په یوه داسې سیمه کې غورځېدلې ده، چې خلک په کې مېشت دي

ژوندی پوښښ

  1. د احمد اباد پولیسو مشر وايي، '' ښايي د سیمې یو شمېر خلک هم وژل شوي وي''

    د هند احمد اباد کې د ځايي پولیسو مشر جي اېس ملک وايي، داسې نه ښکاري چې د غورځېدلې الوتکې په مسافرو کې به څوک ژوندي پاتې وي.

    نوموړي دغه راز ویلي، دا چې الوتکه داسې ځای کې غورځېدلې، چې خلک پکې مېشت دي، ''ښايي ځینې ځايي خلک هم وژل شوي وي.''

    د اې پي خبري اژانس په رپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي، ''د کره شمېرو معلوملو لپاره کار روان دی.''

  2. د الوتکې غورځېدو له ځایه پورته شوي لوګي

  3. د بریتانیا لومړي وزیر غبرګون

    د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر د هند په احمد اباد کې د الوتکې غورځېدو پر پېښه خواشیني څرګنده کړې.

    نوموړي پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې لیکلي: ''د هند په احمد اباد کې د هغې الوتکې غورځېدو پېښې صحنې خورا بوږنونکې دي، چې لندن ته پر لار وه او ګڼ شمېر بریتانویان هم پکې وو.

    ما ته د وضعیت په هکله پرلپسې تازه معلومات راکول کېږي او په دې سخت ټکان ورکوونکي وضعیت کې زه د مسافرو او د دوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوم.''

  4. وروستی, په الوتکه کې څومره کسانو سفر کاوه؟

    د هند ملکي هوايي چلن مشر (ډي‌ جي) فیض قدوايي، د بي بي سي هندي څانګې ته ویلي، دا بي۷۸۷ ډریم لائنر ډوله الوتکه، چې له احمد اباد نه د لندن ګیټویک هوايي ډګر ته پر لار وه، داسې ځای کې غورځېدلې، چې خلک پکې مېشت دي.

    نوموړی وايي، الوتکې له ځايي وخت سره سم پر ماسپښین یوه بجه او ۳۸ دقیقې الوت وکړ او پینځه دقیقې وروسته وغورځېده.

    دغه افسر زیاتوي، د الوتکې پیلوټ سمیت سبهروال و او کلائیو کیوندر ورسره د مرستیال پیلوټ په توګه دنده درلوده.

    نوموړی زیاتوي په الوتکه کې ۲۳۰ لویان، دوه نوي زېږېدلي ماشومان او د عملې ۱۰ کسان ناست وو.

    د ائرانډیا هوايي شرکت د دې الوتکې په هکله وايي، په دې بوئنګ ۷۸۷-۸ ډوله الوتکه کې ۱۶۹هندیان، ۵۳ برېتانویان، یو کاناډایی او ۷ هالنډي وګړي ناست وو.

  5. وروستی, ځايي پولیس وايي، الوتکه په یوه لیلیه کې غورځېدلې ده

    په احمد اباد کې د ځايي پولیسو یوه لوړپوړي افسر اې این ای خبري اژانس ته ویلي، د پېښې ښکار شوې الوتکه د ډاکترانو په یوه لیلیه کې غورځېدلې ده.

    یاد افسر وايي، د اوروژنې کارکوونکي، پولیس او نور مرستندویان په څو دقیقو کې د پېښې ځای ته رسېدلي دي او د مرستې چارې دوام لري.

  6. وروستی, له احمد اباد هوايي ډګره ټولې الوتنې لغو شوې

    په احمد اباد کې د سردار ولب بهايي پټېل هوايي ډګر یوه ویندوی ویلي، هوايي ډګر د اوس لپاره غیرفعال شوی او تر امرثاني پورې ټولې الوتنې لغو شوې دي.

  7. د پېښې له ځایه لومړني تصویرونه خپاره شول

    اوس موږ د الوتکې غورځېدو لومړنی تصویر ترلاسه کړی دی. په لومړنیو تصویرونو کې لیدن کېږي، چې د پېښې له ځایه لوګي پورته کېږي.

  8. وروستی, الوتکې د ۲۵۶ کسانو کېناستو اسانتیا درلوده

    د فلائټ راډار وېبپاڼې معلومات ښيي، چې غورځېدلې الوتکه بوئنګ ۷۸۷-۸ ډریم لائنر ډوله وه، چې د وې ټي-اې این بي په نامه ثبت شوې وه.

    د سیټ ګورو په نامه وېبپاڼې معلومات ښيي، چې دې الوتکې د ۲۵۶ کسانو کېناستو اسانتیا درلوده، خو دا معلومه نه ده، چې د پېښې پر مهال څومره کسان پکې ناست وو.

    له پلان سره سم به دغه الوتکه د ماښام پر شپږ بجو او ۲۵ دقیقو د لندن ګیټویک هوايي ډګر ته رسېده.

    د دې الوتکې مخینه ښيي، چې په تېر کې یې د هند او پاریس، فرانکفرټ، توکیو، امسټردام او ملبورن تر منځ د معمول الوتنې کولې.

  9. وروستی, ائر انډیا تائید کړه چې غورځېدلې الوتکه لندن ته پر لار وه

    د هند هوايي شرکت ائرانډیا له پېښې لږ وروسته په یوه اېکس پیغام کې تائید کړه، چې: ''اې ای ۷۱ الوتکه چې د احمد اباد او لندن ګېټویک هوايي ډګر تر منځ یې سفر کاوه، نن د ۲۰۲۵ کال جون پر ۱۲ له یوې حادثې سره مخامخ شوه. اوسمهال موږ د معلوماتو یو ځای کولو په حال کې یو او ژر تر ژره به دغه معلومات شریک کړل شي.''

  10. وروستی, د هند په احمد اباد کې هوايي ډګر ته څېرمه الوتکه غورځېدلې

    د هند په لوېدیځ احمد اباد کې هوايي ډګر ته نژدې یوه الوتکه غورځېدلې ده. رپوټونو کې ویل شوي، چې دا الوتکه برېتانیا ته روانه وه، چې له پېښې سره مخامخ شوه، خو دا رپوټونه تر اوسه نه دي تائید شوي.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ځايي پولیسو له قوله ویل شوي، چې په الوتکه کې ۲۴۲ مسافر ناست وو.