تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

'په هره کوڅه کې مړي پراته دي': د غزې مرستندویان د ویجاړۍ کچه معلوموي

په غزه کې پر دوشنبه چې د اوربند لومړنۍ بشپړه ورځ تېره شوه، مرستندویانو او ملکي خلکو د جګړې له کبله د رامنځته شوي زیان معلومولو هڅې پیل کړې. په غزه کې د مدني دفاع ادارې چې په سیمه کې د بېړنیزو مرستو یوازینۍ اداره ده وايي، دوی اندېښمن دي، چې ښايي د ورانو شویو ودانیو تر خاورو-خځلو لاندې لا هم له ۱۰ زرو ډېر مړي پراته دي.

لنډیز

  • اسرائيل وايي، له یمنه توغندیز برید پرې شوی؛ حوثیان وايي، دوی کړی
  • اسرائیلۍ کورنۍ یرغلمو ته اندېښمنې دي چې ژوندي به وي او که مړه
  • پر خوراکي توکو بار لارۍ غزې ته د ننوتو اجازې ته په تمه دي
  • "په دې هیله چې نن د جګړې وروستۍ ورځ‌ شي"
  • د اسرائيل او حماس تر منځ اوربند سبا سهار ۸:۳۰ بجې پیلېږي؛ خلکو ته د "احتیاط کولو" سپارښتنه شوې
  • اسرائیلي حکومت په غزه کې له حماس سره د اوربند او د فلسطیني بندیانو بدل کې د یرغمل اسرائیلیانو خوشي کېدو هوکړه تائید کړه.
  • مخکې د فلسطین ادارې (پي اې) ویلي، دوی په غزه تړانګه کې له اوربند وروسته ''د ټولو مسوولیتونو'' پر غاړه اخیستو ته چمتو دي.
  • د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه هوکړه تائید کړې، چې له مخې به یې بشپړ اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به له غزې ووځي او حماس به هغه ټول اسرائیلیان خوشي کړي، چې یرغمل کړي یې دي
  • د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، "د دې شخړې له امله د رامنځته شوي لوی کړاو اسانول به لومړیتوب وي" او ملګري ملتونه چمتو دي، چې له فلسطینیانو سره مرستې زیاتې کړي
  • حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیل برید وکړ، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ کسان یې غزې ته د یرغمل په توګه له ځان سره ولېږدول.
  • اسرائیلي ځواکونو له هغه وروسته په غزه کې خورا خونړي بریدونه وکړل، چې له کبله یې د حماس عامې روغتیا وزارت په وینا ۴۶۰۰۰ فلسطینیان ووژل شول.
  • اسرائیل وايي، ۹۴ یرغمل شوي کسان اوس هم له حماس سره دي، چې د ۳۴ کسانو په هکله یې ګومان کېږي، مړه شوي دي.

ژوندی پوښښ

  1. غزه کې د اوربند پلي کېدا اعلان

    د حماس له لوري د ازادېدونکو یرغملو د نوملړ له اعلان وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، په ځايي وخت ۱۱:۱۵به غزه کې اوربند پلی شي.

    تمه وه د غزې اوربند به د سهار ۸:۳۰ ځايي وخت عملي کېږي خو اسرئیلو ویلي وو، تر هغه به اوربند نه وي چې حماس د ازادېدونکو یرغملو نومونه نه وي اعلان کړي.

    د اسرائیلو د امنیت وزیر ایتمار بن ګویر د غزې له اوربند سره مخالفت کې استعفا وکړه.

    غزه وال د اوربند لمانځنې کوي او ډېر یې په تمه دي چې خپلو مېنو ته به ستنېږي.

  2. حماس د هغو درې یرغملو نومونه اعلان کړل چې لومړي پړاو کې ازادیږي

    تمه وه په ځايي وخت د سهار ۸:۳۰ به د غزې اوربند پلی شي خو د اسرائیلو لومړي وزیر وویل، تر هغه به د اوربند عملي نه کړي چې حماس د خوشې کېدونکو یرغملو نوملړ نه وي خپور کړی.

    له دغه ګام وروسته، حماس د هغو درې تنو یرغملو نومونه اعلان کړل چې لومړي پړاو کې ازادیږي.

    ۳۱ کلنه ډورن سټاینبرکر، ۲۸ کلنه اسرائیلي الاصله برتانوۍ ایملي دماري او ۲۴ کلنه رومي ګونن هغه درې ښځې دي چې ټاکل شوې ده په لومړي پړاو کې خوشې شي.

  3. وروستی, د اسرائيلو لومړی وزير وايي د غزې اوربند ځنډول شوی

    د اسرائيلو لومړی وزير بنيامین نتنیاهو وايي، په غزه کې اوربند تر هغه ځنډول شوی چې حماس د یرغمل شویو کسانو لست خپور نه کړي.

    د نوموړي د دفتر په یوه بیان کې ویل شوي، چې هغه د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې اوربند پیل نه کړي. ټاکل شوې وه چې په غزه کې کې د حماس او اسرائيلو تر منځ اوربند يکشنبې ځايي وخت د سهار ۸:۳۰ بجې پيل شي.

    بل پلو حماس ځنډ د "تخنیکي ساحوي دلایلو" له امله بولي.

    د اسرائيلو لومړي وزير تېره شپه خبرداری ورکړ چې د جګړې د پايته رسولو لومړی تړون "لنډمهاله" اوربند دی او که چېرې سرغړونه ترې وشي "اسرائيل حق لري "چې د امريکا په ملاتړ سره جګړه بیا پيل کړي.

  4. د اسرائيلو لومړي وزير په غزه کې اوربند "لنډمهالی" بللی او وايي "د جګړې پيلولو حق لري"

    په غزه کې د اوربند له تړون وروسته په خپله لومړۍ وینا کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، "زموږ خویندې او وروڼه بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي، او ډیری یې ژوندي دي، دا ټول د اسرائیلو د ثابت دریځ له امله دي."

    د شنبې په ورځ (۱۹ جنوري) په خپله وینا کې، نتنیاهو د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه د اوربند د هوکړې له امله د مننې سربېره وویل چې د اوربند د تړون له مخې د یکشنبې په ورځ پیلېدونکی اوربند به "لنډمهالی" وي.

    نوموړي وويل، که اړتيا شوه اسرائيل دا حق لري چې جګړه بيا پيل کړي او ډونلډ ټرمپ به دا يقيني کړي چې د هېواد د دفاع لپاره ټولې اړینې وسلې او مهمات موجود وي.

    د یادونې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ په قطر کې د اسرائیلو او حماس تر منځ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او اوربند لپاره هوکړه وشوه.

    د قطر لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د چهارشنبې په شپه ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا تړون به د یکشنبې په ورځ، د جنوري پر ۱۹مه پیل شي.

    لومړي وزير نتنياهو د خپلې وينا پر مهال د ۱۵ میاشتنۍ جګړې په اړه هم خبرې وکړې او د حماس د مشر يحيی سنوار د وژنې تر څنګ يې يو شمېر عمليات د پوځي برياليتونو په توګه ياد کړل.

    نوموړي وويل، "موږ د منځني ختیځ څېره بدله کړه" او په پایله کې، حماس اوس په هره جبهه کې "په بشپړه توګه یوازې" دی.

    له بلې خوا، مصر وايي چې د اوربند د تړون په لومړي پړاو کې، به اسرائيلد ۳۳ يرغمل شويو په بدل کې له ۱۸۰۰ زيات فلسطيني بنديان خوشي کړي.

    د یادونې ده چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د تړون لومړی پړاو به شپږ اوونۍ دوام وکړي.

    مصر، قطر او متحده ایالاتو د حماس او اسراظیلو ترمنځ د اوربند په خبرو اترو کې د مرکزي منځګړو رول لوبولی دی.

  5. وروستی, اسرائيل وايي، له یمنه توغندیز برید پرې شوی؛ حوثیان وايي، دوی کړی

    د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي چې تر سهارني توغندیز برید وروسته له یمنه بل توغندی هم ورتوغول شوی دی.

    اسرائیلي ځواکونو ویلي د دغه هېواد په جنوبي سیمو ایلات او اراوا کې د خطر زنګونه غږول شوي او توغندي د اسرائیل خاورې ته تر رسېدو مخکې شنډ کړای شوي دي.

    حوثي یاغیانو منلې چې نن سهار یې یو بلاستيک توغندۍ مرکزي اسرائيل ته توغولی دی خو د دویم په اړه یې لا څه نه دي ویلي.

    د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ایران ملاتړ لرونکې دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" په ترڅ کې د اسرائيل دفاع وزارت په نښه کوي.

    د اسرائيل دفاع وزارت په تل ابیب کې دی چې هلته هم د خطر زنګ غږولی شوی و خو ویلي یې دي چې توغندي شنډ کړای شوي او کوم چا ته زیان نه دی پکې اوښتی.

    اسرائیلۍ کورنۍ یرغلمو ته اندېښمنې دي چې ژوندي به وي او که مړه

    بل پلو د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند له هوکړې سره هم‌مهاله د فلسطینیانو اسلامي جهاد څانګې القدس خبرداری ورکړی چې د اوربند له پیل مخکې به پر اسرائيل لا ډېر بریدونه وکړي.

    دا په داسې حال کې ده چې د اوربند له اعلان راهیسې د اسرائیل له لوري لا هم بریدونه روان دي او تر اوسه پکې د ۱۲۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

    القدس ځواکونو ویلي چې که اسرائيل بمبارۍ روانې وساتي نو دا به د لا ډېرو یرغملو د وژل کېدو لامل شي او د یرغملو له کورنیو یې غوښتي چې اسرائيلو ته ووايي چې بریدونه ودروي چې لا نور خلک ونه وژل شي.

    اسرائیلي کورنیو هم اندېښنه څرګنده کړې چې نه پوهېږي په یرغملو کې به څوک مړه او څوک ژوندي‌ پاتې وي.

    د فلسطینیانو اسلامي‌ جهاد په غزه کې تر حماس وروسته دویمه لویه ډله ده.

    پر خوراکي توکو بار لارۍ غزې ته د ننوتو اجازې ته په تمه دي

    د مصر د روغتیا او د ټولنيزې خواخوږۍ وزیران د مصر-غزې پولې ته څېرمه سیمې ته رسېدلي چې غزې ته د مرستو روانه لړۍ وڅاري.

    مرستندویه ادارې وايي چې پر خوراکي‌ او سون‌توکو بار ګڼې لارۍ د غزې پر پوله ولاړې پاتې دي چې دې سیمې ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي.

    په ورته وخت کې ملګرو ملتونو غوښتي چې د اوربند له پلي کېدو وروسته باید غزې ته "په بشپړ ډول او بې قید او شرطه خوندي لاسرسی" ورکړل شي او په مصر کې د امریکا، قطر او اسرائيل استازو یوه داسې ګډه عملیاتي خونه چمتو شوې چې د اوربند تړون پلي کېده به څاري.

  6. وروستی, د ۱۵ میاشتو جګړې غزه په څه حال کړه؟

    بي‌بي‌سي په تېرو ۱۵ میاشتو کې د جګړې له کبله غزې ته ور اوښتی ویجاړی څارلی او تحلیل کړی دی.

    په دغه تایید شوي عکس کې ښکاري چې د غزې په شمال کې د جبالیه سیمه تر جګړې مخکې څنګه وه او اوس ترې وروسته په څه حال شوې ده.

    د حماس په کنټرول کې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائيلو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په غزه کې ډېرې زېربناوې ویجاړې شوې دي او له ۴۶ زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

    له کورونو تر عامه ودانیو پورې د زېربناوو بیارغونه به په راتلونکو کلونو کې یوه مهمه ننګونه وي. تېره مې میاشت کې ملګرو ملتونو د خپل اټکل له مخې وویل چې د دې سیمې پر بیارغونې ۴۰ ملیارد ډالره لګښت راتلای شي. په وینا یې، په اټکلیز ډول د غزې تړانګې ۶۸ سلنه سړکونه هم ویجاړ شوي دي چې بیا جوړولو ته اړتیا لري.

  7. وروستی, "په دې هیله چې نن د جګړې وروستۍ ورځ‌ شي"

    په داسې حال کې چې د اوربند پيلېدو ته خلک شېبې شماري؛ د خان‌یونس په پنډغالو کې د غزې مېشتو خلکو رویټرز خبري اژانس ته د زړه حال ویلی چې څومره په بې‌صبرۍ سره خپلو مېنو ته ورګرځېدو ته هیله‌من دي.

    محمود شیخ عابد هم له رفح هلته کډه شوی دی چې وايي، "د خدای نوم یادوم او وایم چې کاش نن د جګړې وروستۍ ورځ شي."

    خو دی اندېښمن دی چې هسې نه اوربند ونه غځېږي او په وینا یې، "هیله ده بیا تاوتریخوالی رامنځ ته نه شي."

    بلال النحواني هم له رفح کډه شوی او وايي، "د غزې خلک ستړي دي، وږي دي. د هرې کورنۍ غړي یا شهیدان شوي، یا ژوبل دي او یا هم بندیان دي. نور نو همدومره بس وه. د غزې خلکو ډېر څه وګالل."

    یو بل غزه‌مېشتی طارق ظلموت وايي، "ارمان چې دا ریښتینی اوربند و اوسي او موږ په جبالیه کې خپلو کورونو ته ستانه شو، خپل خپلوان او ملګري وګورو."

  8. وروستی, البوم: په غزه کې خلک اوربند ته شېبې شمېري

    د اسرائیل او حماس تر منځ په رسمي ډول د اوربند پیل ته تر ۲۴ ساعتونو کمه موده پاتې ده. دلته د منځني ختیځ له بېلابېلو سیمو ځينې تازه عکسونه ګورئ.

  9. وروستی, د اسرائيل او حماس تر منځ اوربند سبا سهار ۸:۳۰ بجې پیلېږي؛ خلکو ته د "احتیاط کولو" سپارښتنه شوې

    په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند هوکړې منځګړي وايي چې په رسمي ډول به د ځايي وخت له مخې سبا اته نیمې بجې اوربند پيل شي.

    د اوربند د وخت په اړه معلومات د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري ورکړي دي.

    هغه پر اېکس ‌پاڼه لیکلي، "په هوکړه کې د ښکېلو اړخونو او منځګړو د ګډې همغږۍ په ترڅ کې ټاکل شوې چې اوربند به د یکشنبې په ورځ، د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه د غزې په ځايي وخت سهار ۸:۳۰ بجې پیل شي."

    ښاغلي انصاري زیاته کړې، "موږ ځايي خلکو ته د احتیاط کولو مشوره ورکوو چې له خورا احتیاطه باید کار واخلي او د رسمي سرچینو لارښوونو ته په تمه پاتې شي."

    د اسرائيل او حماس تر منځ د اوربند هوکړه کې د امریکا او مصر ترڅنګ قطر هم د منځګړي په توګه خورا مهم رول لوبولی دی.

  10. د اسرائیل کابینې په غزه کې د اوربند او یرغمل کسانو خوشي کېدو هوکړه تائید کړه

    اسرائیلي حکومت په غزه کې له حماس سره د اوربند او د فلسطیني بندیانو بدل کې د یرغمل اسرائیلیانو خوشي کېدو هوکړه تائید کړه. له دې سره پر یکشنبه په غزه کې د اوربند عملي کېدو ته لار هواره شوه.

    دا پرېکړه تېره شپه ناوخته پورې د اسرائیلي حکومت پراخې کابینې له غونډې وروسته اعلان شوه. دوو کیڼ اړخو وزیرانو د هوکړې پر ضد رایې ورکړه.

    د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر وايي، له دې مخکې امنیتي کابینې د هوکړې تائید سپارښتنې تر څنګ ویلي و، چې دا ''د جګړې هدفونو ترلاسه کولو ملاتړ کوي.''

    د لومړي وزیر دفتر او حماس دواړو ویلي و، چې هوکړه یې نهايي کړې ده او له هغه دوې ورځې وروسته قطر، امریکا او مصر د هوکړې اعلان وکړ.

    د هوکړې لومړي پړاو له مخې به چې شپږ اونۍ به دوام کوي، د ۳۳ یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو بدل کې سلګونه فلسطیني زندانیان خوشي شي.

    په همدې پړاو کې به د غزې له ګڼ مېشتو سیمو اسرائیلي ځواکونه په شا شي، بې ځایه شویو فلسطینیانو ته به اجازه ورکړل شي، چې خپلو کورونو ته ستانه شي او په مرستو بار سلګونه لاریو ته به هره ورځ اجازه ورکول کېږي، چې غزې ته ننوځي.

  11. فلسطینۍ اداره وايي، په غزه کې د ټولو مسوولیتونو منلو ته چمتو دي

    د فلسطین اداره (پي اې) وايي، دوی په غزه تړانګه کې له اوربند وروسته ''د ټولو مسوولیتونو'' پر غاړه اخیستو ته چمتو دي. په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس خواله رسنۍ خپور شوی، دغه اداره وايي، ''فلسطیني حکومت په تړانګه کې د مسوولیت منلو لپاره بشپړ چمتوالی کړی او د حکومت امنیتي او اداري پرسونل په بشپړ ډول چمتو دي، چې د هغه کړاو ختمولو کې خپل مسوولیت ترسره کړي، چې د غزې خلک ورسره مخامخ دي، بې ځایه شویو خلکو ته زمینه برابره شي، چې خپلو مېنو ته ستانه شي، په تړانګه کې مهم خدمتونه بیا پیل شي، له پولو د تګ راتګ چارو مسوولیت سمبال کړي، او د غزې بیارغاونې چارې پیل کړي.''

    پي اې دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له غزې، لویدیځې غاړې او بیت المقدس سره مرستې وکړي. دوی دغه راز ویلي، باید ''د سولې یو نړیوال کنفرانس'' راوبلل شي، چې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني او ملګرو ملتونو سازمان ته یې د داخلېدو ملاتړ وکړي. د یادونې ده، چې فلسطیني اداره د لویدیځې غاړې هغه برخې چارې هم سمبالوي، چې له ۱۹۹۰ مو کلونو راهیسې اسرائیل اشغال کړې ده او د ۲۰۰۶ کال تر ټولټاکنو پورې یې په غزه کې واک درلود.

  12. وروستی, د اسرائيلو امنیتي کابينې د اوربند په تړاو رايه ورکړه

    د اسرائیلو امنیتي کابینې د غزې د اوربند تړون د منلو لپاره رایه ورکړه. اوس د اسرائیلو د حکومت اصلي کابینه باید په رسمي ډول دا تړون تصویب کړي ترڅو د یکشنبې په ورځ پلي شي.

    د اسرائیلو رسنیو راپور ورکړی چې کابینه به په راتلونکو څو ساعتونو کې د اوربند د تړون په اړه د بحث لپاره غونډه وکړي.

    امنیتي کابینه د اصلي کابینې پرتله کوچنۍ ده، چې مشري یې لومړی وزير بنیامین نتنیاهو کوي.

  13. "د جګړې په کنډوالو کې ژوند هيله او خوښي رامنځته کوم"

    مهدي کریرا یو فلسطینی هنرمند دی چې د غزې جنګ ځپلو ماشومانو د روزنې لپاره له کثافاتو نانځکې جوړوي. دی له خپل ګرځنده تیاتر سره یوځای د بې ځایه شویو کسانو پر کمپونو ګرځي او کورنیو او ماشومانو ته یو څه خوښي ورپه برخه کوي.

  14. د اوربند له پلي کېدو وړاندې مصر کې د مرستو ګڼې لارۍ ولاړې دي

    د نوي اعلان شوي اوربند وروسته به غزې ته د مرستو لېږد زيات شي. اوس مهال شاخوا ۴۰ لارۍ مرسته غزې ته لېږل کېږي.

    اوس مهال سلګونه لارۍ مصر کې غزې ته د ننوتلو اجازې ته ولاړې دي.

  15. په غزه کې جګړه او مرګژوبله په شمېرو کې.

  16. د ملکي دفاع اداره وايي په غزه کې د اوربند له اعلان راهيسې له ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي

    غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع اداره وايي د اوربند له اعلان راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

    د یادې ادارې ویاند محمود باسل وايي، د ۲۷ ماشومانو او ۳۱ښځو په ګډون ټول ۱۰۱ تنه وژل شوي او له ۲۶۴ زیات ټپیان دي.

    نوموړی وايي، تېره شپه د غزې په شمال د الجرن سیمې په یوه کور د اسرائيلو بريد له کبله نهه کسان وژل شوي او پنځه نور پرون په مرکزي غزه کې پر يوه کور د بريد په پايله کې وژل شوي دي.

    د فلسطین د خبري اژانس وفا په وینا، د جمعې په سهار د غزې په څو سیمو کې هوايي بريدونه شوي دي.

  17. د نتنیاهو دفتر وايي، د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو هوکړه اوس منل شوې ده

    د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر وايي، ''د یرغمل کسانو خوشي کولو پر یوه هوکړه'' اوس توافق شوی دی.

    نتنیاهو له دې مخکې د کابینې په غونډه کې د رایې اخیستنه ځنډولې وه او پر حماس یې تور پورې کړ، چې د ده په خبره غواړي په وروستیو شېبو کې په هوکړه کې بدلون راولي.

    د جمعې پر ورځ بیا د نتنیاهو دفتر وویل، منځګړو هغه ته ویلي، چې مذاکراتي ډله هوکړې ته رسېدلې ده.

    نوموړي وروسته د سیاسي امنیت کابینې ته د جمعې پر ورځ د غونډې کولو امر کړی او د ده د فتر مسوولینو په وینا حکومت به هوکړه تائید کړي.

    د بنیامن نتنیاهو دفتر وايي، د یرغمل کسانو کورنیو ته په دې هکله معلومات ورکول شوي دي.

    د اسرائیلي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې د اسرائیل، حماس، امریکا متحدو ایالتونو او قطر استازو رسماً په دوحه کې هوکړه لاسلیک کړې ده.

    قطري او امریکايي مرکچیانو لومړی ځل پر چهارشنبه د اوربند هوکړه اعلان کړه.

    د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ویلي و، د اسرائیل کابینې له تائید وروسته به د اوربند هوکړه د یکشنبې پر ورځ عملا پیل شي.

    د اسرائیل لومړي وزیر هغه مهال ویلي و، د هوکړې وروستیو جزیاتو پر نهايي کولو کار روان دی، خو نوموړي د دې هوکړې ''ملاتړ'' له کبله د بایډن مننه کړې وه.

    د پنجشنبې پر ورځ بیا نوموړي د هوکړې تائید وځنډاوه او پر حماس یې تور پورې کړ، چې ''په وروستۍ شېبه کې امتیازات غواړي.''

    حماس ویلي، دوی هوکړې ته ژمن دي، خو بي بي سي فکر کوي، چې دوی غوښتل د خپلو ځینو غړو نومونه په هغه لیست کې شامل کړي، چې د هوکړې له مخې به خوشي کېږي.

    که څه هم اسرائیلي استازو له څو میاشتې خبرو وروسته پر هوکړه توافق وکړ، خو د امنیتي کابینې او اسرائیلي حکومت له تائید پرته نه شي عملي کېدای.

    د اسرائیل امنیتي کابینه او بیا حکومت به د دې هوکړې بیا تائید لپاره غونډې کوي.

    دوو سخت دریځو ښي اړخو وزیرانو ایتمار بین ګویر او بیزالیل سموتریچ، چې له دې هوکړې سره مخالفت کوي ویلي، دوی به د احتجاج په توګه استعفا وکړي.

    خو دوی اشارتاً ویلي، د حکومت له منځه وړلو لپاره به اوس د اوربند لومړي پړاو بشپړېدو، یرغمل کسانو خوشي کېدو او د جګړې بیا پیل تر مهاله به له اپوزېسیون سره ملګري نه شي

  18. وروستی, اسرائیل د غزې اوربند د تائید په تړاو غونډه ځنډولې

    د فرانسې خبري اژانس په ګډون یو شمېر سرچینې وايي، له حماس سره د اوربند هوکړې لپاره د اسرائیلي کابینې رایې ورکولو بهیر د جمعې ورځې تر غونډې پورې ځنډول شوی دی.

    په پام کې وه، چې د اسرائیل کابینه پرون (پنجشنبه) پر دې موضوع د بحث او رایې ورکولو لپاره غونډه وکړي، خو له هغه وروسته چې اسرائیلي لومړي وزیر پر حماس تور پورې کړ، چې په وروستۍ شېبه کې غواړي هوکړه کې ''بدلون'' راشي، دا غونډه وځنډول شوه.

    د اسرائیل لومړي وزیر دفتر وايي، تر څو چې منځګړي اسرائیل ته و نه وايي، چې حماس د اوربند ټول شرایط منلي دي، د اسرائیل کابینه به د هوکړې تائید لپاره غونډه نه کوي.

    څو ساعته مخکې د حماس یوه ویندوی له بي بي سي سره خبرو کې د اسرائیلي لومړي وزیر د دې ادعا په هکله خبرو کې وویل، دوی د هوکړې ټولو شرایطو ته ژمن دي.

    له دې مخکې د سیاسي او نړیوالو اړیکو لپاره د حماس مشر باسم نعیم له بي بي سي سره خبرو کې وویل: ''موږ په بشپړه توګه دې توافق ته ژمن یو... دا د ۲۰۲۴ کال د مې میاشتې توافق دی، چې موږ منلی او تائید کړی مو دی، خو هغه مهال د نتنیاهو او د ده د کابینې له لوري رد شو.''

    نوموړي د اوربند هوکړې په لاسلیک کې ځنډ رامنځته کېدل د اسرائیل لومړي وزیر سیاسي ستونزه بولي او په خبره یې ''نتنیاهو غواړي مثبت وضعیت ګډوډ کړي.''

    په ورته مهال امریکايي چارواکي هیله من دي، چې د یکشنبې پر ورځ به اوربند پلی شي.

  19. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ کار کې وینا کې له اعتراض سره مخ شو

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د خپلې کاري دورې وروستۍ وینا کې د یوه سړي له سخت اعتراض سره مخ شو.

    یوه سړی چې د خبري ناستې خونه کې د مېزونو تر شا ناست و، د مخې ښې وینا پر مهال یې انټوني بلنکن ته ورغږ کړ" له تاسو پاتې میراث نسل وژنه ده، څه حس لري؟" هغه وویل غزه کې پر درې سوه خبریالانو ستاسو بمونو وورېده.

    وروسته معترض کس د امنیتي کسانو له لوري له خونې ویستل شو.

  20. حماس وايي د اوربند هوکړې ته ژمن دي

    د حماس یوه ویاند باسم نعیم ویلي د اوربند په تړاو شوې هوکړې ته ژمن دي او داسې څه یې نه دي کړي چې د دوی د دریځ بدلون وښيي.

    وړاندې د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي و، حماس په وروستیو شېبو کې بدلون کړی او په تاوتریخوالي سره غواړي ځان بریالی وښيي.

    له تېرې ورځې راهیسې اسرائیلو پر غزه تازه هوايي ګزارونه کې د رپوټونو له مخې لسګونه کسان وژلي.

    تمه ده له یکشنبې به د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه پلې شي.