تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ذبیح الله مجاهد: ټاکنې د خلکو د تېر ایستلو پروسه ده، مونږ پرې باور نه لرو

نن سې شنبه د اګسټ ۱۵مه، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ۷۳۰ ورځې (دوه کاله) پوره کېږي. د طالبانو حکومت د اګسټ د ۱۵مې یا واک ته د دوی د بیا رسېدو ورځې په ویاړ تېره شپه ارګ کې یوه غونډه او مشاعره جوړه کړې وه. د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دلته د اګسټ ۱۵مه د "سترې فتحې، کامیابۍ او له افتخار ډکه ورځ" بللې ده‌.

ژوندی پوښښ

هدایت الله همیم

  1. د طالبانو دوه کاله واکمنۍ کې د نړیوالو مرستندویه ادارو فعالیت؛ "د مرستو دوام ته ژمن یو"

    د طالبانو د واکمنېدو له دویمې کلیزې سره هممهاله ځینو مرستندویه موسسو خپل دوه کلن کاري رپوټونه خپاره کړي.

    په دوی کې د سره صلیب کمیټې او ایمرجنسي روغتون ویلي چې د مخکیني حکومت له ړنګېدو سره سره د افغانانو ترڅنګ پاتې شوي او خپل کار ته یې ادامه ورکړې ده.

    ایمرجنسي روغتون لیکلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې په افغانستان کې د ۴۱ زره کسانو درملنه کړې.

    دغه روغتون زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې تر ۷۲۰ زرو ډېرو روغتیايي سلاکارانو ته روزنه ورکړې.

    هغه سلاکاران چې د زندانونو په ګډون د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ځي او خلک یې له روغتیايي چوپړونو برخمن کېږي.

    ګڼو مرستندویه بنسټونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبان له راګرځیدو سره افغانستان سره مخه ښه وکړه خو ځینې لا هم فعالیت کوي.

  2. د نجونو پر زدکړو بندیز افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو د جدي کمښت اندېښنه راټوکولې

    افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د نرسنګ او قابلګۍ برخو کې د نجونو روزنه روانه ده او د چارواکو په وینا د جذب بهیر یې پراخ شوی دی.

    خو روغتیايي کارپوهان وايي، چې قابلې او نرسانې د ښځینه ډاکترانو د کمښت تشه چې لا له وړاندې محسوسه ده، نشي ډکولی.

    دا اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، چې له پوهنتونونو د نجونو راګرځولو دوام به د ښځینه ډاکترانو د کمښت او ښځو ته د روغتیایې چوپړونو په برخه کې د ستونزو د پراخېدو لامل شي.

    د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ان واک ته د طالبانو تر رسېدو وړاندې هم د افغانستان په ډیرو برخو، په ځانګړې توګه کلیوالو سیمو کې ډیرې کمې مېرمني د درملني لپاره نارینه‌و روغتیاپالانو ته ورتللې.

    د افغانستان لوېدیځو ولایتونو کې د یو روغتیاپال د پوهې او تخصص تر مالومولو وړاندې د ناروغ یا هم د هغه کورنۍ د غړو لومړۍ پوښتنه دا وي چې ایا "ښځینه ډاکتر شته؟"