ذبیح الله مجاهد: ټاکنې د خلکو د تېر ایستلو پروسه ده، مونږ پرې باور نه لرو
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په ټاکنو باور نه لري او افغانستان کې د ټاکنو برخه کې تېرو تجربو ته په کتو د دغې پروسې منلو ته چمتو نه دي.
نوموړي دا خبرې نن سه شنبه د طالبانو د واکمنۍ د دویم کال پوره کېدو پر ورځ بي بي سي پښتو وېپاڼې سره خبرو کې کړي.
نوموړي ویلي، حکومت ته یې اوس مهال افغانستان کې ثبات او امنیت لومړیتوب دی خو"کله چې یو باثباته حالت رامنځته شو بیا که خلکو ځان ته هره لاره ټاکله هغسې دې وکړي."
هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د لویې جګړې ختمېدل او د یوه واحد مرکزي حکومت رامنځته کېدل د طالبانو درې لویې لاسته راوړنې یادې کړي دي.
د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو د ګنو بندیزونو له امله په کور دننه او نړیواله کچه نیوکې زیاتې شوي.
ښاغلي مجاهد د بي بي سي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امکان شته چې راتلونکي کې د اوسني حکومت په چوکاټ کې ښځه وزیره وي، وویل:"افغانستان اروپا نه ده، دلته دین او شریعت شته. که اسلامي احکام چاته اجازه ورکړي موږ یې مخه نه نیسو خو که اسلامي احکام اجازه ور نه کړي مونږ اسلامي احکام نه شو ترک کولی."
ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې دا خبره هم په بشپړ ډول رد کړه چې پخوانیو سیاسونو ته به حکومت کې برخه ورکړي او یا به په افغانستان کې ګوندونو او خوځښتونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.
د نوموړي په ټکو:"تېرې تجربې باید تکرار نه کړو، موږ اجازه نه ورکوو چې افغانستان بیا په ډلو وویشل شي."
نوموړي همدا راز ولس سره پر مشوره او د شته نظام په تړاو د هغوی پر رضایت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې "قوانینو، ولسي حضور او شوراګانو برخه کې ستونزې شته، ځکه خو حکومت سرپرست دی خو د دغو ستونزو پر حل کار روان دی."
ښاغلي مجاهد بیا هم له شپږم پورته ټولګیو نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د پیلېدو کره نېټه په ډاګه نه کړه او زیاته یې کړه چې اړوند ارګانونه به یې ځواب ورکوونکي وي، خو په وینا یې پر حل یې کار روان دی.
پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیاځلي واکمنېدو دوه کاله پوره شول خو لا یې هم هغه شرطونه نه دي پوره کړي چې د رسمیت پېژندنې لپاره نړیوالې ټولنې ورته ایښې و.
په دغو شرطونو کې د ښځو د کار او زدکړو حقونه هم شامل دي چې افغانستان کې ترې ښځې او نجونې محرومې کړل شوي دي.