د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال افغان مېرمنو ته د ښځو نړیوالې ورځې مبارکې ورکړه

په ټوله نړۍ کۍ نن (مارچ اتمه) د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې هلته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ښځې له زده کړو بې برخې کړې او پر مېرمنو یې د کار او عام ژوند په برخه کې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

ژوندی پوښښ

  1. طالبانو حکومت لوړپوړي مشر مولوي عبدالکبیر افغان مېرمنو ته د ښځو ورځې مبارکي ورکړه

    مولوي عبدالکبیر وایي د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي د افغانستان ټولو مؤمنو ، پتمنو او دردېدلو مېرمنو ته وايي.

    د نوموړي په وینا د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ مسلمانو او په ځانګړي ډول افغان مېرمنو اغېزناک رول لوبولی.

    ښاغلی کبیر وایي "د اسلام مبارک دین، نارینه او ښځینه ته په یوه سترګه ګوري، دواړه د ټولنې دوه وزرونه بولي. د مېرمنو عزت او درناوی کوي او ټول د مېرمنو احترام او له دوی سره عدالت او ښو اړیکو ته را بولي"

    د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال وایي د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړی دی.

    نوموړی زیاتوي چې حکومت یې نجونو ته د زدکړو د شرايطو او ښځو ته په ټولنه کې د کار او سوداګرۍ لپاره د ډاډمن او خوندي چاپیریال د برابرولو هڅې کوي.

    خو دغه طالب مشر زیاتوي چې ښځو ته به ټول حقونه د اسلام او افغاني کلتور په رڼا کې ورکول کېږي.

  2. وروستی, کابل او اسلام اباد کې د ښځو لاریونونه

    کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون ته راوتلې وې

    ویډیو کې لیدل کېږي چې د لاریون یوه ګډونواله پکې په لوړ غږ اعلامیه لولي او وايي "د دې وخت رارسېدلی چې ملګري ملتونه د خلکو د برخلیک په اړه قاطع او جدي پرېکړه وکړي."

    ورته مهال ملګري ملتونه وايي، د طالبانو د حکومت پر مهال افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو ډېر ځپونکی هېواد دی.

    رپوټونه شته چې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې هغو مېشتو افغانو ښځو هم د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت لاریون کړی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دغه هېواده وتلې او هلته کډوالې شوې دي.

    د ویډیو تشریح، نړۍ دې له افغان ښځو سره د روان وضعیت په اړه نوره خپله "شرموونکې چوپتیا" ماته کړي
  3. وروستی, لندن کې د افغان ښځو په ملاتړ غونډه

    لندن

    د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې نن له افغان ښځو سره د پيوستون او له هغوی د ملاتړ په موخه غونډه وشوه.

    د دغه پروګرام د جوړوونکو په وینا، د بریتانیا پارلمان د ځينو غړو په ګډون شاوخوا سلو کسانو ګډون پکې کړی و.

    نندارتون

    "د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنې" له لوري دلندن په "رویال البرت هال" کې جوړې شوې دې غونډې کې د عکسونو نندارتون هم و.

    ګڼو ښځو د افغانستان دودیز کالي اغوستي وو، همدا راز موسیقي پکې وغږول شوه او یو شمېر هندي ښځو نڅا هم وکړه.

    موسیقي

    په دې پروګرام کې د "افغانستان د ښځو خوځښت" په نوم هنري ډلې د مېرمنو لپاره ځانګړې ترانه "سرود سحر" هم وړاندې کړه.

    سندره
  4. وروستی, محمد اشرف غني: "دا مهال له افغان ښځو سیاسي استفاده کېږي"

    غني

    د عکس سرچینه، ARG

    د افغانستان پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې له افغان میرمنو سره خواخوږي شریکه کړې او د دوی پر وړاندې اوسنۍ تګلارې یې له دیني اړخه ننګولې دي.

    ښاغلي غني نن د مارچ اتمې په مناسبت په یوه وینا کې ویلي "له بده مرغه نن له افغان ښځو د سیاسي ابزار په توګه استفاده کېږي."

    د نوموړي په وینا، بهرنیان ټوله ورځ په دې غږېږي چې ښځو ته دې هغه حقونه ورکړل شي چې اسلام کې خوندي دي خو له بلې خوا نور په دې سرزوري کوي چې دا ستاسې کار نه دی.

    هغه وویل، "هو دا د دوی کار نه دی خو د افغان ښځو وضعیت ته رسیدا د ټولو افغانانو کار دی او په وینا یې "له بده مرغه د دې لپاره چې نن د ښځو موضوع سیاسي شوې اصلي موضوع پاتې ده."

    محمد اشرف غني په دې مناسبت له خپل فېسبوک پاڼې په پښتو او دري ژبه شاوخوا نیم ساعت غږیزه وینا خپره کړې.

    د دې خبر بشپړ بڼه:

  5. وروستی, حامد کرزی: د ښځو کار او زدکړې مهمه اړتیا ده، زمینه ورته برابره کړئ

    کرزی

    د عکس سرچینه، AFP

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په څو پرله پسې ټوېټونو کې د افغان نجونو او ښځو لپاره د کار او زدکړو غوښتنه تکرار کړې ده.

    ښاغلي کرزي ویلي، "یو ځل بیا په سرپرست حکومت غږ کوم چې د یوه اباد، پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي او افغان ښځو ته د تعلیم او کار زمینه برابره کړي".

    ښاغلي کرزي همداراز لیکلي؛ د افغانستان نیمايي وګړي ښځې دي او دا د یوه هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري او په وینا یې، د ښځو زدکړې او کار نه یوازې د دوی حق دی بلکې یوه مهمه اړتیا هم ده.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. وروستی, د المان بهرنیو چارو وزیره؛ افغان مېرمنې په ټولنه کې د "عظمت" او ارزښتناکې ونډې ترلاسه کولو ظرفیت لري

    د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بېربوک وايي، د افغانستان مېرمنې د دې وړتیا لري چې په ټولنه کې ارزښتناکه ونډه او "عظمت" یا لويي ترلاسه کړي.

    د ښځو نړیوالې ټولنې په مناسبت د افغانستان لپاره د المان سفارت ټوېټرپاڼې د اغلې بېربوک یوه وینا خپره کړې. که څه هم دا پکې د افغانستان ځانګړې یادونه نه کوي خو وايي، "تر هغه سوله او امنیت د اوږدې مودې لپاره نه شي ترلاسه کېدلی چې د نړۍ یوه لویه برخه له محرومیت سره مخ وي او عدالت نه وي‌ بریالی شوی. که ښځې خوندي نه وي نو هېڅوک خوندي نه دي، خو که ښځې خوندي وي نو موږ تاسې ټول خوندي یو"

    المان هېواد همدا راز ویلي، په تکل دی چې د جنسيتي برابري لپاره خپله مبارزه او هڅې ګړندۍ کړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  7. وروستی, عبدالله عبدالله: ښځو ته د زدکړو زمینه برابره کړئ

    عبدالله عبدالله

    د عکس سرچینه، AFGHANCE

    د پخلاینې عالي شورا مخکېني مشر عبدالله عبدالله د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت غوښتي چې ښځو ته دې د زدکړو زمینه برابره کړای شي.

    ښاغلي‌ عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تحصیل او کار د ښځو مسلم، اسلامي او انساني حق دی او باید ورکړل شي.

    د نوموړي په باور له زدکړو او کار د ښځو ګرځول دوی له بنسټیزو حقونو محروموي او په وینا یې، افغانان هیله لري چې د ښځو کار او زدکړو ته زمینه برابره شي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  8. وروستی, کابل کې اعتراض کوونکې ښځې؛ نړۍ دې له افغان ښځو سره د روان وضعیت په اړه نوره خپله "شرموونکې چوپتیا" ماته کړي

    لاریون

    د عکس سرچینه، Laila

    د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت "د افغانستان د خودوجوشه ښځو د خوځښتونو ایتلاف" په نوم

    یوې ټولنې له نړیوالو غوښتي چې په دغه هېواد کې له مېرمنو سره د روان وضعیت په اړه دې نور غلي نه پاتې کېږي او په ټکو یې، دا "شرموونکې چوپتیا" دې ماته کړي.

    دې خوځښت نن په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې پر ښځو د طالبانو له لوري لګول شوي‌ بندیزونه وغندل او له نړیوالو یې وغوښتل چې د دوی په ملاتړ غږ اوچت کړي.

    دوی وايي، دا دویم ځل دی چې د مارچ اتمه یا د ښځو نړیواله ورځ‌ داسې مهال پر افغان ښځو راځي چې له دوی "د طالبانو نا مشروع حکومت" د ژوند ټول بنسټيز حقونه تروړلي دي او دوی یې په مقابل کې تش لاس مبارزه کوي.

    دغه خوځښت همدا راز په پرېکړه لیک کې لیکلي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه "جدي پرېکړه وکړي"، نړیواله ټولنه طالبانو ته له څلوېښت میلیونه ډالرو "باج ورکولو" سره د افغانستان د خلکو او مېرمنو په حق کې "جفا" ونه کړي.

    د یادولو ده چې د طالبانو حکومت د دغو پیسو په اړه وايي چې نیغ په نیغه دوی ته نه ورکول کېږي بلکې د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په لاس په افغانستان کې مصرفېږي.

    "د افغانستان د خودوجوشه ښځو د خوځښتونو ایتلاف" په نوم د لاریون په ترڅ کې راټولو شویو ښځو همدا راز ویلي چې دوی یوازې د زدکړو نه بلکې له نارینه و سره یو شان سیاسي مشارکت او د "عادلانه ټاکنو له لارې غوره شوی حاکمیت او عدالت غواړي".

    دوی د افغانستان له ټولو خلکو غوښتي چې "د کورونو له زندانه" دې د دوی ملاتړ ته ورووځي او دا ځل دې د دوی په ټکو، "پرته له غربي او شرقي نسخې" په خپله د دغه هېواد برخلیک وټاکي.

    د یادولو ده چې د کابل په ګډون له ځينو نورو ولایتونو کې هم د ورته اعتراضونو خبرونه ورکړل شوي دي.

    دغه لاریون کوونکې ښځې داسې مهال نړیواله ټولنه د طالبانو پر ضد په "چوپتیا" تورنوي چې بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو روان چلند غندلی او تر اوس هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت له همدې کبله په رسمیت نه دی پېژندلی.

  9. وروستی, د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنه؛ په رسنیو کې د ښځو ونډه د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه کمه شوې

    ښځې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان د خپلواکو خبریالانو په نوم ټولنه وايي چې د تېر کال پرتله د دغه هېواد په رسنیو کې د ښځو ونډه ۱۷ سلنه کمه شوې ده. اقتصادي ستونزې او پر مېرمنو د طالبانو حکومت له لوري لګول شوي بندیزونو د دې لاملونه بلل شوي دي.

    د دې ټولنې مسولان د خپلې یوې څېړنې د پایلو پر بنسټ وايي چې د افغانستان د ۱۴ ولایتونو په رسنیو کې اوسمهال هېڅ ښځينه خبریاله او کارکوونکې نه شته.

    د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې له رسنیو سره د مالي‌ ستونزو د هواري او د ښځينه خبریالانو د ګمارلو په برخه کې د افغان رسنیو او رسنوالو لاسنيوی وکړي.

    د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د رسنیو تر څنګ یې د عام ژوند، زدکړو او کار په برخه کې بېلابېل محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

    نړیواله ټولنه طالبان د ښځو او انساني‌ حقونو پر تروړلو تورنوي خو طالبان وايي چې دوی ښځو ته له "اسلامي احکامو" او "شریعت" سره سم حقونه ورکوي.

  10. د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د ښځو حقونو لپاره به له مبارزې لاس پر سر نه شو

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان او ټوله نړۍ کې به د ښځو حقونو لپاره له روانې مبارزې لاس پر سر نه شي. نوموړی زیاتوي ملګري ملتونه به په بحراني وضعیت کې له ښځو سره عملي ملاتړ او پاملرنې ته دوام ورکړي. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''زموږ په ټولو بشري او پرمختیايي کارونو کې جنسیتي مساوات مرکزیت لري.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  11. روزا اوتونبایوا: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو حقونو برخه کې د نړۍ تر ټولو زیات ځپونکی هېواد دی

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: ''د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو حقونو برخه کې د نړۍ تر ټولو زیات ځپونکی هېواد دی.''

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په دې هکله یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو لګول شوي ''سخت محدودیتونه'' لېرې کړي.

    په اعلامیه کې زیاته شوې: ''په لوی لاس، میتودي بڼه او سیستماتیک ډول له ټولنیز روله د افغان ښځو او نجونو لېرې کول خواشینونکې چاره ده.''

    د یوناما اعلامیه کې راغلي په داسې حال کې چې ۲۰۲۳ کال کې ۱۱ اعشاریه شپږ میلیونه افغان ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري، طالبانو حکومت په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له لارې ''په کمساري توګه د نړیوالې مرستې هڅې ضعیفې کړې دي.''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  12. د افغان ښځو او نجونو په نامه د رینا امیري پرانیستی لیک

    د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې له افغان ښځو او نجونو سره خپله ''همغږي'' اعلان کړې. اغلې په یوه ټویټر پیغام کې چې د افغان ښځو او نجونو په نامه یې خپل پرانیستی مفصل لیک هم ورسره ضمیمه کړی ویلي، ''زه پر خپلو ژمنو ولاړه یم.‌''

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. موسیقي غږوونکې افغان نجونې؛ زهره ارکسټر مو ژوندی ساتلی خو پرتګال کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ یو

    د جمهوري نظام تر سقوط وروسته له افغانستانه پرتګال ته کډه شوې موسیقي غږوونکې نجونې وايي، زهره ارکسټر یې تر پاشل کېدو وروسته ژوندی ساتلی. خو په خپله د "جلاوطنۍ" د بېلابېلو ستونزو تر څنګ له بد اقتصادي حالت سره مخ شوې دي. زهره ارکسټر د افغانستان د موسیقي ملي انسټټيوټ تر چتر لاندې د موسیقۍ هغه ډله ده چې ټولې غړې یې ښځينه دي. دلته مو د ښځو نړیوالې ورځې؛ مارچ اتمې په مناسبت د دغه ارکسټر له ځينو غړو سره خواله کړې، چې په لاندیني لینک کې لوستل کېدای شي.

    موسیقي

    د عکس سرچینه، anim

  14. اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو او امربالمعروف پر وزيرانو بنديزونه ولګول

    اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او امربالمعروف او نهی عن المنکر پر وزیرانو بندیزونه لګولي دي.

    دغې ټولنې سه شنبه د افغانستان او روسیې په ګډون د شپږو هېوادونو پر چارواکو له ښځو سره د تاوتریخوالي او د هغوی له حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه ولګول.

    د اروپايي ټولنې د شورا پر پاڼه خپره شوې اعلامیه کاږي چې په دغو بندیزونو کې نهه اشخاص او درې رسمي ادارې شاملې دي چې پرې د ویزو د بندیز په ګډون په اروپایي ټولنه کې د هغوی هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي.

    په هغو کسانو کې چې دغه بندیزونه پرې لګول شوي په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر محمد خالد حنفي شامل دي. دغه دوه وزیران د طالبانو د حکومت د هغو بنسټونو په مشرۍ کې دي چې پر نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو کې رول لري.

    د طالبانو مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې دغه بنديزونه بې اساسه او بې ګټلې بللي دي.

    نوموړي ويلي، "په تماسونو، تفاهم او ډيالوګ ډېر څه کېدلی شي او بنديزونه حللاره نه ده."

    په دغه بندیز کې د شاملو کسانو هغه شتمنۍ چې په اروپايي ټولنه کې دي ضبطېږي او اروپايي ټولنې ته يې پر سفرونو هم بندیز دی.

    په بندیز کې شته کسان او ادارې به د اروپايي ټولنې له مستقیمو او غیرمستقیمو بسپنو اخیستو هم بې برخې وي.

    طالب وزیران

    د عکس سرچینه، social media