تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د افغانستان کرېکټ بورډ: د اسټرالیا لغوه شویو لوبو په اړه کرېکټ نړیوالې شورا سره خبرې کوو

د نوبل سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي په ګډون ۹۰۹ شخصیتونو، افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, طالبان:‌ د ښځینه‌وو دوکانونه او سینګارتونونه مو "نه" دي تړلي

    د طالبانو امر بالمعروف وزارت وايي، د ځینو رسنیو هغه ادعاوې بې‌بنسټه دي چې ګواکې بلخ کې د طالبانو ولایتي ریاست د ښځینه‌وو دوکانونه او بغلان کې سینګارتونونه تړلي دي.

    د امر بالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر پر ټویټر لیکلي، هڅه کوي د ښځینه‌وو دوکاندارانو لپاره ځانګړی ځای وټاکي، خو تر ټاکل کېدو پورې به دوی په خپلو ځایونو کې فعالیت کوي.

    په وروستیو کې پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو لګولو له کبله نیوکې په ډېرېدو دي چې ګواکې له هر ډول ټولنیزو فعالیتونو او کارونو یې راګرځولې دي.

    څه موده وړاندې طالبانو د پوهنتون پر ښځینه محصلانو تر دویم امر پورې د پوهنتونونو د بندولو امر کړی و او په تعقیب یې بیا په کورنیو او بهرنیو نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې لا تر اوسه نړیوال غبرګونونه پرې ښودل کېږي.

  2. وروستی, جرمني د افغانستانه ګاونډیو هېوادونو کې ۵۰۰۰ افغان ښځو ته بورسیې ورکوي

    د جرمني (المان) د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت ویلي، دغه هېواد هغو ۵۰۰۰ افغان ښځو ته – چې د طالبانو له وېرې بنګله‌دېش، قیرغیزستان او پاکستان ته تللي دي، د تعلیم برخه کې دغو هېوادونو کې دوی د تحصیل زمینه برابروي.

    دا پروګرام شاوخوا اوه میلیونه یورو لګښت لري چې د جرمني حکومت یې ورکوي.

    د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت پر خپله وېبپاڼه یوه خبر کې ویلي، د طالبانو سیاست نه یوازې ښځې سپکوي، بلکې د افغانستان د پراختیا لپاره هم زیانرسوونکی دی:

    "له زدکړې ددغه هېواد د نیمايي وګړو محرومول دا هېواد له فرصتونو بې برخې کوي. له لوستو ښځو پرته له لوږې او بې‌وزلۍ د وتلو هېڅ لاره نه شته".

    د جرمني د پروګرام له مخې، بنګله‌دېش کې د لیسانس بورسیې د چیټګنګ ښار د ښځو اسیايي پوهنتون ته ورکوي. په قیرغیزستان کې د بیشکیک ښار د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون ښځینه محصلانو سره د دو کلونو لپاره مالي ملاتړ کېږي او پاکستان کې د څلورو کلونو لېسانس او دوه کاله ماسټرۍ لپاره معمولاً له افغان کډوالو ښځو سره د بورسیو مرسته کېږي.

    دا بورسیې به د جرمني د حکومت د همکارو سازمانونو – لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ښځو لپاره د اسیايي پوهنتون او د مرکزي اسیا امریکايي پوهنتون له لوري ورکول کېږي.

  3. وروستی, "ترکیه راتلونکو څو ورځو کې پنځه زره افغان کډوال له دغه هېواده وباسي"

    دترکيې د کډوالو چارو اداره وايي، د روانې میلادي میاشتې په لومړيو پنځو ورځو کې يې ۴۷۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي.

    اناتولي خبري اژانس د دې ادارې د چارواکو له قوله لیکلي چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه کې ټولټال دوه زره "ناقانونه کډوال" نیولي او د دوی له ډلې یې زر تنه خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې افغانان هم پکې وو.

    د دغه اژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې څو راتلونکو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال هم له ترکيې وایستل شي.

    د یادولو ده چې وړمه ورځ هم د ترکيې د کډوالو چارو ادارې ویلي وو، تېر ۲۰۲۲ کال کې يې له خپل هېواده تر ۱۲۴ زرو ډېر ناقانونه کډوال ايستلي دي. رسنیو د هغوی له ډلې يې هم تر ۶۸ زرو زیات افغانان او ۱۲ زره نور یې پاکستاني وګړي ښودلي وو.

    په ترکيه کې له کډوالو سره د ترکي پوله ساتو له لوري د ناوړه چلند ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي او ویل کېږي چې دغه هېواد پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړي دي.

    که څه هم له پخوا راهیسې د اروپا په تکل وتونکي افغانان د ترکيې لار د خپل سفر لپاره کاروي خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر دې لاره د تلونکو کډوالو شمېر خورا ډېر شوی دی.

  4. حامد کزري له ملګرو ملتونو افغان ځوانانو ته د زدکړو فرصتونه غوښتي‌

    د افغانستان مخکېني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ د زدکړو په برخه د ملګرو ملتونو له ځانګړي‌ استازي‌ غوښتنه کړې چې افغان ځوانانو ته د زدکړو فرصتونه برابر کړي.‌

    ښاغلي‌ کرزي دغه غوښتنه د بریتانیا له پخواني لومړي‌ وزیر او د زدکړو برخه کې د ملګرو ملتونو له استازي‌ ګورډن براون سره په وېډیویې خبرو کې کړې ده.‌

    د افغانستان مخکېني‌ ولسمشر پر ټوېټر یوه پیغام کې لیکلي‌ چې داړو لوریو په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو ټینګار کړی دی.‌

    اوس نژدې درې اوونۍ کېږي چې طالبانو په افغانستان کې پوهنتوني نجونې له زدکړو منع کړې دي.‌ درانګه څه باندې ۴۸۰ ورځې وشوې چې د طالبانو د مشر په امر له شپږم ټولګي‌ پورته نجونې هم له ښوونځیو راګرځول شوې دي.‌

    ښاغلی براون که څه هم د دغو خبرو په اړه څه نه دي‌ ویلي‌ خو تېره اوونۍ د امریکا له سي این این شبکې سره په مرکه کې یې ویلي چې "پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل پر بشري حقونو ښکاره برید دی او نړۍ باید ټکان وخوري.‌"

    نوموړي‌ په دغه مرکه د مسلمانو هېوادونو له مشرانو غوښتنه کړې وه چې په دې برخه کې دې پر طالب مشرانو فشار راوړي‌ چې بشري‌ حقونو ته درناوی وکړي.‌

  5. وروستی, محمد بن سلمان پاکستان کې ۱۰ میلیارد ډالرو ته د سعودي پانګونې ډېرول څېړي

    د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، پاکستان کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې د سعودي د پانګونې رسولو چاره څېړي.

    د سعودي رسمي خبري اژانس (سعودي پرېس ایجنسي) ویلي، ولیعهد - چې په عین حال کې لومړی وزیر هم دی، په (سټېټ بېنک اف پاکستان) کې د سعودي دیپازیټ زیاتولو پر چارې غور کړی چې وايي تر پنځو میلیاردو ډالرو پورې رسولو په اړه یې بحث روان دی.‌

    دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ شوې دي.

    په ورته وخت کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سعودي عربستان العلا سیمې په ژمني کمپ‌ کې له محمد بن سلمان سره کتلي دي.

    دواړو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر سر خبرې کړې دي.

    د سعودي پرېس ایجنسۍ د رپوټ له مخې، ولیعهد بن سلمان دا ګامونه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او محمد بن سلمان ترمنځ د پرله پسې اړیکو تر نیولو وروسته اخیستل شوي دي.

    د یادونې ده چې سعودي عربستان د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر ۲۵مه پاکستان کې خپله پانګونه یو میلیارد ډالرو ته محدوده کړې وه، چې اوس دا لسو میلیاردو ډالرو ته د دې پانګونې د ډېرېدو بحثونه مطرح شوي دي.

    په ورته وخت کې، مخکې له پاکستان سره د تېر کال د وروستیو سېلابونو د راپورته شويو زيانونو او اغېزو په خاطر له اته نیم مېلیاردو ډالرو د ډېرو مرستو ژمنه شوې ده.

    د سوېس په جينېوا ښار کې په پاکستان کې د اقليمي اغیزونو په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي له دغه هېواد سره د سېلابونو له اغیزونو د راښه کېدو په خاطر د پراخو پانګونو غوښتنه وکړه.

    انتونیو ګوتېرېش یاد کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان د اقلیم اغېزو سخت ځپلی. هغه دغه راز له افغانستانه دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ هم په دغه هېواد کې د طبيعي ناورینونو پر اغېزو بله زیاتېدنه وبلله.

  6. وروستی, طالبانو له سعودي سره د ۲۰۲۳ کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړې

    د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت پلاوي سره یې د ۱۴۴۴ کال د حج مقدماتي ترتیباتو هوکړه لاسلیک کړې ده.

    ده وزارت وايي، په دې موخه د افغانستان د ارشاد او حج وزارت مالي او اداري مشر عبدالولي حقاني عربستان ته تللی او هلته یې له سعودي چارواکو سره د ۲۰۲۳ کال د حج د خدمتونو په کنفرانس او نندارتون کې ګډون کړی دی.

    طالبانو د دې هوکړې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

  7. وروستی, "طالب مشرتابه د ښځو د کاربندیز لیرې کولو پر دویم فرمان کار کوي"

    په افغانستان کې د مرستو رسونې یوه نړیواله مهمه اداره وايي، لږ تر دریو طالب وزیرانو ورته ویلي چې مشرتابه یې پر ښځو د کاربندیز بېرته لېرې کولو لپاره پر دویم فرمان کار کوي.

    د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ چې کابل ته په سفر تللی، بي بي سي پښتو ته په ځانګړې مرکه کې وویل، که طالبان پر ښځو د کار او پوهنتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیزونه لېرې نه کړي، پر افغانستان به "نړیوالې مرستې وچې شي".

    حفیظ الله معروف له ښاغلي ایګلنډ سره په همدې مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې له طالب مشرانو سره لیدنو کې داسې نښې ولیدل شوې چې د ښځو د کار بېرته پیلېدو لپاره به اجازه ورکړي؟

  8. وروستی, د سند له زندانونو "۳۰۳" تنه نور افغان بنديان خوشي شوي

    په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي نن دوشنبه (۹جنوري) د پاکستان سند ایالت د حيدراباد له زندانونو څخه ۳۰۳ تنه نور افغان زندانيان خوشي شوي دي.

    په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلر مولوي سيد عبدالجبار بي بي سي پښتو ته وويل، په دغو زندانيانو کې ۶۳ ښځې او ۷۱ تنه ماشومان دي چې اوس افغانستان ته لېږدول کېږي.

    څه موده وړاندې په خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

    د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېنشرۍ (يو اېن اېچ سي ار) پر خپله ټوېټر پاڼه پيغام کې ويلي وو، د پاکستان په سند کې د بندي افغانانو وضعيت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي.

    له هغه مهاله راهيسې سلګونه افغان بنديان د پاکستان له زندانونو خوشي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.