تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د سند له زندانونو "۳۰۳" تنه نور افغان بنديان خوشي شوي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدرسې او له شپږم ټولګي د لاندې ټولګي د نجونو زدکوونکو پرمخ د سیمه ییزو چارواکو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته بشپړ پرانیستل شي او له لومړي تر شپږم ټولګي زدکوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زدکړې کولی شي.

ژوندی پوښښ

وروستی, پولیټیکو: امریکا د ښځو له حقونو د سرغړونې په تړاو پر طالبانو د نويو محدودیتونو فکر کوي

د پولیټیکو خپرونې د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې د سرچینو په حواله، راپور ورکړی، واشنګټن داسې ارزونه کوي چې څنګه په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو نويو محدودیتونو ته ځواب ووایي، داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوسنۍ محدودې ښکیلتیا د پای ته رسېدو شونتیا هم شته.

دې خپرونې د امریکا د یوه اوسني او یوه پخواني چارواکي چې له طالبانو سره د خبرو په تړاو مخینه لري، راپور ورکړی چې د جوبایډن د ادارې د چارواکو تر منځ د طالبانو پر ضد بحثونه روان دي.

په دغو بحثونو کې نوي اقتصادي بندیزونه،‌ پر طالب مشرانو د سفر بندیزونه‌ او د ځینو بشري مرستو د محدودولو غوراوي شامل دي.

د سرچینو په وینا په دې برخه کې د افغانستان په چارو کې د امریکا د دوو ځانګړو استازو ترمنځ د نظر اختلاف شته، په ځانګړې توګه د ښځو چارو، نجونو او بشري حقونو پر موضوعانو.

د بشري حقونو، افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ریناامیري د طالبانو پر وړاندې د امریکا د سخت دریځ غوښتونکې ده. که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویاند له طالبانو سره د چلند په برخه کې د دغو دوو استازو اختلاف بې ارزښته بللی او وايي دوی دواړه ورته نظر لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پولیټیکو ته ویلي "موږ پوهېدو چې دغه پېښه ( د ښځو حقونو محدودیتونه) رامنځ ته کېږي.، خو موږ اندېښمن وو او نه مو شو کولای مخه یې ونیسو."

ویل کېږي د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د ښځو حقونو موضوع ته لېوالتیا نه ښيي، خو د امریکا د امنیت شورا ویاند ادرین واتسون دا خبر ردوي او وايي "د طالبانو له خوا د محدونکو فرمانونو له اعلان سره، ولسمشر خپل ټیم ​​ته امر کړی چې ژر تر ژره زموږ د مرستو پایلې وڅیړي او له خپلو شریکانو سره په همغږۍ دې طالبانو ته څرګنده کړي چې یوازې دوی به له نړۍ ګوښي شي او دوی به مشروعیت ترلاسه نه کړي."

دغه چارواکی او کتونکي وايي، د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره د امریکا د تعامل امکان ناشونی دی او د طالبانو "پیاوړی مرکزي جوړښت" د دې ډلې تر منځ د درز او تفرقې مخنیوی ستونزمنوي.