تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال

نن (د اګسټ ۱۵مه/زمري ۲۴مه) پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو. د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه طالبان کابل ښار ته ننوتل او ماښام یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خپل حضور اعلان کړ.

ژوندی پوښښ

  1. , "د اګسټ ۱۵مه ما ته توره ورځ ده"

    افغان خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله امنه وردګ - چې تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بهر ته تللې وايي، د اګسټ ۱۵ مه د ځینو لپاره "سپینه" او د دې په ګډون ځینو ته بیا "توره ورځ" ده.

  2. ملا حسن اخند: له نړیوالو سره خپلې اړیکې پیاوړې کول غواړو

    د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند پر طالبانو غږ کړی چې خپل کارونه لکه څنګه چې ورته سپارل شوي، پر مخ بوځي او نړیوال باید له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.

    د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر د ښاغلي احسن اخند له قوله ویلي چې نوموړی له افغانستان سره د نورو هېوادونو د مثبتو او نېکو سیاسي او سوداګریزو اړیکو غوښتونکی دی.

    د طالبانو لومړي وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې تر اوسه د دوی مشر ملا هبت الله اخنزاده د طالبانو د واکمنۍ د یو کال پوره کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

  3. وروستی, متقي: څوک چې اوسنی نظام تخریبوي، لوی مجرم دی

    افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هغه څوک چې اوسني نظام (د طالبانو حکومت) ته په سپکه ګوري او تخریبوي یې، هغه لوی مجرم دی.

    امیر خان متقي د دوشنبې پر ورځ (د اګست پنځلسمه) کابل کې هغې غونډې ته وینا کوله چې پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ د یو کال پوره په مناسبت د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې جوړه شوې وه.

    ښاغلي متقي وویل، افغانانو په تېرو څلوېښتو کالو کې د اسلامي نظام لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړې دي او باید چې د دې بریا پر ورځ تېرې قربانۍ هېرې نشي.

    نوموړي ادعا وکړه چې اوسنی نظام پر ښه لور روان دی، اقتصاد پیاوړی کېږي، نړۍ سره اړیکې لا ټینګېږي او افغانستان د نړیوالو د سیاسي لوبو او جګړو ډګر نه دی.

    د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د هغو ښوونځیو او پوهنتونونو یادونه وکړه چې دا مهال پرانیستي دي، خو هېره دې نه وي چې دې ډلې واک ته له رسېدو راهیسې د نجونو پر مخ د ثانوي ښوونځیو دروازې تړلې دي.

  4. "طالبان د امریکا مخکېني سفارت ته نژدې جشن لمانځي"

    د فرانسې خبري اژانس کابل کې د امریکا مخکېني سفارت ته څېرمه د طالبانو د یو کال واکمنۍ په تړاو د طالبانو د جشن له ځینو انځورونو سره لیکلي، چې د دوشنبې په ورځ طالبان د امریکا پخواني سفارت ته نژدې داسې مهال دا ورځ لمانځي،‌ چې هېواد کې تېر یو کال ډېر ناورینونه راغلل او د ښځو د حقونو سرغړونې وشوې.

  5. مفتي ذاکري: طالبان تر هر بل وخت اوس ډېر مسؤل دي

    د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون کې د طالبانو د واکمنۍ د یو کال پوره کېدو په پار د طالب چارواکو ویناوې پیل شوې.

    مفتي محمود ذاکري د راغونډو شویو طالب مشرانو غونډې ته وویل، دا وطن به د بهرنیو له مرستو هم مخته ځي او د ژوند څرخ به پکې اوړي.

    نوموړي وویل، طالب مشران اوس تر هر بل وخت باید د مسؤلیت ډېر احساس وکړي "دوی د دې وطن د ټولو وګړو او ان د دې وطن د خرو، بوټو او او اهل ذمه او کافرانو هم مسؤل دي".

  6. طالبان د ۲۰۲۲ د اګسټ پر ۱۵مه- کابل

  7. کابل ته د خبري پوښښ لپاره ځینو ورغلو بهرنیو خبریالانو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي. د ترکیې رادیو ټلوېزیون خبریال علي مصطفی دا وېډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې یوولس میاشتې وروسته بېرته کابل ته تللی او هلته یې وضعیت ډېر بدل شوی لیدلی دی.

  8. د طالبانو د واکمنۍ يو کال- ځانګړې پاڼه, د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ د ۲۰۲۲ د اګسټ تر ۱۵

    د طالبانو د واکمنۍ يو کال پوره کېدو په اړه د بېلابېلو رپوټونو لپاره زموږ ځانګړې پاڼه کتلی شئ.

    په دې پاڼه کې بي بي سي د طالبانو د واکمنۍ تېر يوه کال بېلابېلو برخو ته کتنه کړې ده.

  9. د طالبانو د حکومت مخالفې د مقاومت جبهې ځینو خواخوږو لیکلي چې پلویانو یې د اروپا په ځینو ښارونو کې واک ته د طالبانو د رسېدو د یو کال پوره کېدو په مناسبت مظاهرې کړې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دا ډله (طالبان) دې په رسمیت نه پېژني.

    دوی د ځینو مظاهرو عکسونه هم خپاره کړي، خو مالومه نه ده چې دا عکسونه د تېرو مظاهرو دي او که نوي.‌

  10. د افغانستان مخکېني پارلمان کې د سیکانو غړې انارکلي هنریار پر ټویټر د هند د خپلواکۍ او اګسټ ۱۵مې سره لیکلي چې (دوه دوست هېوادونه د لمانځلو دوه بېل ډولونه)

    وړاندې یې په بل ټویټ کې د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره لیکلي: ((زما گران وطن افغانستان))

  11. د نجونو د ښوونځیو تړل

    د طالبانو پر حکومت په کور دننه او بهر یوه جدي نیوکه دا هم ده چې واک له له رسېدو راهیسې یې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو ښوونځیو او لیسو راګرځولې او ګڼې هغه مېرمنې یې په کور کېنولې چې لوړې زدکړې لري او د مخکیني حکومت ادارو کې یې کار کاوه.‌

    طالبان بیا وايي د امریکا بندیزونو او بهر د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ کنګلېدو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دوی هڅې اغېزمنې کړې دي.

    دوی دا هم وايي چې د نجونو پر مخ د ټولو ښوونځیو د دروازو د پرانیستلو په طرحه کار کوي،‌ خو مالومه نه ده چې دا طرحه به کله بشپړه شي.

  12. محمد اشرف غني له کابله تر وتلو څو ساعته وروسته پر خپله شخصي فېسبوک پاڼه ولیکل، په کابل ښار کې د وینې تویېدنې د مخنیوي لپاره یې پرېکړه وکړه چې ارګ پرېږدي او له هېواده ووځي.

    طالبانو کابل ته تر ننوتلو مخکې ورځو کې د افغانستان نور ولایتونه هم ژر یو پر بل پسې لاندې کړي وو.

    دوی د کابل له نیولو وروسته خپل سرپرست حکومت جوړ او پوره یو کال وروسته نن دوشنبه د دغه حکومت د واکمنېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت عمومي رخصت اعلان کړی دی.

    خو د طالبانو حکومت دا یو کال داسې حال کې پوره کېږي، چې تراوسه د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

    په دې موده کې که څه هم افغانستان کې جنګ جګړه درېدلې او امنیتي پېښې پام وړ کمې شوې، خو د بې کارۍ، بې وزلۍ او اقتصادي کړکېچ کچه له ورځ بلې ته په لوړېدو ده.

  13. امرالله صالح: د اګسټ ۱۵مه "توره ورځ ده"

    د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح نن د اګسټ ۱۵مه کابل ته د طالبانو د ننوتلو د یو کال پوره کېدو په تړاو پر ټویټر لیکلي: "د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه د پاکستان له ملاتړ برخمنې طالب ملېشې چې د افغانستان له کلتور او تاریخ سره پردي دي، پر پلازمېنه برید وکړ.‌ د دوحې تړون دسیسې د دوی راستنېدو ته لاره هواره کړه. افغانان د اګسټ ۱۵مه د تورې ورځې په توګه لمانځي او د خپل هویت او ازادۍ بېرته اخیستو په لټه کې دي."

  14. نن (زمری ۲۴مه) ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوې

    طالبانو نن (دوشنبه، اګسټ ۱۵مه/زمری ۲۴مه) په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، دا رخصتي یې تېر کال پر همدې ورځ د کابل د نیولو په مناسبت اعلان کړې ده.

    دوی دې رخصتۍ ته د "امریکايي اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د بریا لوموړۍ کلیزې" نوم ورکړی.

  15. نن دوشنبه (د اګست ۱۵مه / د زمري ۲۴مه) پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو یو کال پوره شو.

    طالبان تېر کال پر همدې ورځ (د اګسټ ۱۵مه) له جګړې او مقاومت پرته داسې مهال پلازمېنې کابل ته ننوتل او ماښام مهال ولسمشرۍ ماڼۍ کې راڅرګند شول، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پاشل شوي او د مخکیني جمهوري دولت مشران څو ساعته وړاندې له ارګه وتلي وو.