تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني مشورتي لویه جرګه کې: د ۴۰۰ بندیانو خوشي کولو حکم لاسلیکوم
د افغان حکومت له زندانونو د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په اړه، چې حکومت یې پر نه خوشي کولو ټینګار کاوه، ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې هغه پرېکړه ومنله چې دا بندیان دې خوشي شي. نوموړي وویل، هغه حکم به لاسلیک کړي چې په ټول ژوند یې نه دی امضا کړی (د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو حکم).
ژوندی پوښښ
د جرګې ګډونوالو دوه پوښتنو ته ځوابونه ورکړي
په لومړۍ پوښتنه کې ویل شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د زمري په شلمه (راتلونکې دوشنبه) پیلېږي، خو په دې شرط چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانیان خوشي شي.
د دې پوښتنې ځواب په توګه ګډونوالو ته دوه غوراوي ورکړی شوي دي: لومړی غوراوی دا دی چې د نړیوالو ضمانتونو په بدل کې دې دا زندانیان خوشي شي او مخاخ مذاکرات دې پیل شي.
خو دویم غوراوی تر ډېره یو ډول خبرداری دی. په دې کې د جرګې ګډونوالو ته ویل شوي چې که چېرې دا پاتې طالب زندانیان خوشي نه شي نو افغانستان کې به جګړه، تاوتریخوالی او اوسنی وضعیت دوام وکړي.
په دویمه پوښتنه کې راغلي، که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیلېږي، نو د جرګې ګډونوال د حکومت مرکچي ډلې ته څه مشوره ورکوي او له دې مذاکراتو څه تمه لري.
وروستی, د جرګې یو منشي د جرګې پرېکړه لیک اعلانوي, کاري کمېټو له حکومت، طالبانو اسلامي هېوادونو سپارښتنې وړاندې کوي:
- د جرګې غړي د تلپاتې سولې رسېدو لپاره د سولې بهیر هرکلی او ملاتړ کوي.
- جرګه د سولې او مذاکراتو پروړاندې د شته خنډونو د وینې تویېدو مخنیوي لپاره د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خوشي کېدو نظر تاییدوي.
- که بندیانو کې بهرنیان وي، خپلو اړوندو هېوادونو ته دې د ضمانت ترلاسه کولو سره وسپارل شي.
- باید ډاډ ترلاسه شي چې د بندیانو تر خوشي کېدو وروسته مستقیم مذاکرات پیل شي.
- جرګه د سم لاسي اوربند غوښتونکې ده او له نړیوالې ټولنې او امریکا غواړي چې له افغانستان سره په کړیو ژمنو عمل وکړي.
- ملت او دولت ته دې ډاډ ورکړل شي چې خوشي شوي بندیان دې جګړې ته نه ستنېږي.
- جرګه له طالبانو هم غواړي چې د دولت ټول ملکي او پوځي بندیان ژر خوشي کړي.
- مذاکرات دې په یوه درېیمګړي هېواد کې پیل شي.
- د اسلامي هېوادونو او اسلامي همکاریو سازمان او ګاونډیانو هیله لري چې له افغانانو سره د سولې ټینګښت کې مرسته وکړي.
د جرګې د کمېټو پرېکړه
تېره ورځ د جرګې ګډونوالو خپله پرېکړه په ۲۲ مادو کې اعلان کړه، چې ځینې مادې یې دا دي:
- تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید ۴۰۰ طالب بندیان خوشي شي، له قید او شرط پرته اوربند پیل او دواړه غاړې ورته ژمنې پاتې شي.
- د سولې خبرې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ افغانستان کې پیل شي
- د افغانستان مسله کې ښکېل هېوادونه د طالبانو له ملاتړلاس واخلي
- نړیوال باید د بندیانو ضمانت وکړي چې بیا به جګړې ته نه ستنېږي
- نړیوال د افغان تلپاتې سولې ملاتړ وکړي
- د امنیتي ځواکونو بندیان راخوشي شي
- د رسنیو ازادي وساتله شي
وروستی, اشرف غني جرګې ته ورسېد
یادې جرګې ته ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت نور جګپوړي چارواکي ورغلي دي.
د سولې مشورتي جرګې په وروستۍ ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه د جرګې د مشورو او غوښتنو په تړاو پرېکړه لیک اعلانېږي.