تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د ولسمشر د لوړې مراسم، شېبه په شېبه

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو ته تیاری بشپړ شوی او د ځینو هېوادونو د استازو په ګډون به په دې مراسمو کې شاوخوا څلور زره کسان ګډون وکړي. د عبدالله عبدالله ډله وايي، دوی هم د لوړې مراسمو ته چمتووالی نیولی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ولسمشر غني لوړه وکړه

    محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

  2. ولسمشر غني د راتلونکي حکومت د جوړولو په موخه لوړه وکړه

    ولسمشر غني د راتلونکي حکومت د جوړولو په موخه لوړه وکړه.

  3. د عبدالله د لوړې مراسم هم پیل شول

    د عبدالله عبدالله د لوړې مراسم هم سپیدار ماڼۍ کې پیل شول.

  4. د ولسمشرغني د لوړې مراسم پیل شول

    د ولسمشرغني د لوړې مراسم د قران کریم په تلاوت پیل شو له دعا وروسته د افغانستان د ملي سرود ته په احترام ټول ګډون وال ودرېدل.

  5. ارګ کې د ولسمشرۍ لوړې ته چمتووالي

  6. عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو منځ کې

    عبدالله عبدالله چې وايي، ټاکنې یې ګټلې او د ده په وینا د لوړې مراسم به جوړوي، د خپلو پلویانو منځ کې ښکاره شو.

    د نوموړي یوه ملاتړي فضل احمد معنوي ویلي و چې ارګ د لوړې مراسم پیل کړي، دوی به هم ورته ګام پورته کړي.

  7. مرتضوي: تر څو شېبو د لوړې مراسم پیلېږي

  8. محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه روان شو.

    محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه روان شو.

  9. په سپېدار کې هم د لوړې مراسم روان دي

    ارګ ته نژدې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم د عبدالله عبدالله پلویانو هم، د دوی په وینا، د لوړې مراسمو ته تابیا نیولې ده.

    سپېدار ماڼۍ کې د خلکو ګڼه ګوڼه ده

  10. د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي دا انځور خپور کړی چې وايي خلیلزاد هم د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته ارګ ته تللی.

    په انځور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یماموتو، په افغانستان کې د ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د ځینو عربي هېوادونو استازي ښکاري.

  11. د لوړې مراسمو ته د پاکستان سفیر هم راغی

    په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصراللهد افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ارګ ته راغی.

  12. د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په ارګ کې

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو هم ارګ ته لاړ.

    پر نوموړي سربېره، د اروپايي ټولنې، امریکا او نورو هېوادونو استازي هم د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې ګډون لپاره ارګ ته تللي دي.

    ټاکلې وه دا مراسم سهار پیل شي، خو تر څو ګړیو ځنډ وروسته اټکل دا دی چې له دریو بجو وروسته پیل شي.

  13. کابل کې د پاکستان سفیر هم ارګ ته ورسېد

    په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد خان هم ارګ ته رسېدلی او د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې به ګډون کوي

  14. وروستی, خلیلزاد د اشرف غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه راغی

    د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ارګ ته رسېدلی او ټاکل شوې ده د محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

    له ده سره افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم شته

  15. حکمتیار: د لوړې په دواړو مراسمو کې ګډون نه کوم

    د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د ولسمشرغني او عبدالله عبدالله د لوړو په مراسمو کې ګډون نه کوي.

  16. مرتضوي: د لوړې مراسم په درې بجو ترسره کیږي

    د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سلاکار شاه حسین مرتضوي په خپل ټویټر پاڼې لیکلي:"د افغان ولسمشر لپاره د لوړې مراسم په درې بجو د ماسپښین ترسره کیږي."