تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

مشورتي لویه جرګه؛ سیاف د جرګې مشر وټاکل شو

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پیل شوه. په دې جرګه کې د هېواد له لر و بره شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون کړی. د جرګې په اړه معلومات، انځورونه او وېډیوګانې شېبه په شېبه دلته لوستلی او کتلی شئ.

ژوندی پوښښ

  1. اشرف غني: د افغانستان له اساسي قانون نړۍ کې کوم بل قانون ډېر اسلامي دی

    اشرف غني خپله وینا کې دا هم وویل، چې اتلس کاله وړاندې دلته د اساسي قانون لپاره جرګه جوړه شوې وه.

    هغه د اساسي قانون د یوې کاپي پورته کولو سره وویل: ماته دې څوک ووايي، چې تر دې ډېر کوم بل قانون اسلامي دي.

    وسله وال طالبان د افغانستان اوسنی قانون سم نه بولي او بدلون یې غواړي.

  2. اشرف غني: د ټول افغان ملت سترګې جرګې ته دي

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني جرګې ته وینا کې وویل، چې د ټول افغان ملت سترګې د سولې مشورتي جرګې ته دي او هر افغان په تاسو باور کوي او زه هم په تاسو مطلق باور کوم.

  3. د لویې جرګې غړي څوک دي؟

    د سولې مشورتي لویه جرګه نن له ټول افغانستان څخه د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون پیل شوه.

    د دې جرګې ۳۰ سلنه یې ښځې دي. د دې جرګې ګډونوال به سولې ته د رسیدو څرنګوالي په اړه افغان حکومت ته مشورې ورکوي. ګډونوالد ملي شورا او ولایتي شورا غړي او د ولسوالیو استازي دي.

    همدارنګه وزیران، د سترې محکمې غړي، لوی څارنوال د رایې له حق پرته د ناظرینو په توګه پکې ګډون کولی شي. مدني فعالان، سیاسي او مذهبي څېرې هم د دې جرګې ګډونوال دي. د ملي یوالي حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله دا جرګه تحریم کړې ده. د ښاغلي عبدالله سر بیره، غلام فاروق نجرابي، حکیم تورسن، نورالحق علومي، احمد ولي مسعود، محمد حنیف اتمر، فرامرز تمنا، شیدا محمد ابدالي، محمد شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، عنایت الله حفیظ، محمد ابراهیم الکوزی و نورالرحمان لیوال له هغو ولسمشریزو نوماندانو دي چې له دې جرګې سره یې پریکون اعلان کړی.

  4. د سولې په اړه د مشورتي جرګې د ګډنوالو نظرونه

  5. سخت امنیتي تدبیرونه

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د لویې جرګې د امنیت لپاره یې ټول تیاری نیولی دی.

    د دې وزارت په خبره، د لویې جرګې شاوخوا سړکونه په ټېلرو سره تړل شوي دي.

    دا وزارت وايي، چې د ولسي افغانانو د ستونزو اواري لپاره یې امبولانسونه چمتو کړي او د خلکو د تګ راتګ لپاره یې هم بسونه په پام کې نیولي دي.

  6. ۲۸۰ خبریالان لویه جرګه رپوټوي

    د مشورتي لویې جرګې مسوولان وايي، چې نږدې ۲۸۰ خبریالان د دې جرګې د رپوټولو لپاره ثبت شوي دي.

    د افغانستان ملي تلوېزون او ځینې خصوصي تلوېزونونه هم دا جرګه ژوندۍ خپروي.

  7. د جرګې ۲۳۰۰ غړي, عمر داودزی: دا جرګه د افغانستان په تاریخ کې لویه جرګه ده.

    د سولې عالي شورا منشي او د ولسمشر سلاکار محمد عمر داودزی جرګې ته وینا کې وايي، دا جرګه د افغانستان په تاریخ کې لویه جرګه ده.

    د نوموړي په خبره، دې ناستې ته د افغانستان له مختلفو سیمو ۲۳۰۰ کسان بلل شوي دي.

  8. د اشرف غني حکومت کې لومړنۍ لویه جرګه, د اشرف غني حکومت کې لومړنۍ لویه جرګه

    دا لومړنۍ لویه جرګه ده چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت کې جوړېږي.

    وروستۍ لویه جرګه پر ۱۳۹۰ یا ۲۰۱۳ کال د حامد کرزي په واکمنۍ کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو پر سر جوړه شوې وه.