انګیلا مېرکل
جرمنۍ صدراعظمې چې برید یې سفارت ته نژدې شوی، وویل چې دا ډول بریدونه به یې د ترهګرۍ د ځپلو له پاره هوډ کمزوری نه کړي.
تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر ۴۶۰ ډېر ټپیان دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله. طالبانو ویلي برید دوی نه دی کړی.
جرمنۍ صدراعظمې چې برید یې سفارت ته نژدې شوی، وویل چې دا ډول بریدونه به یې د ترهګرۍ د ځپلو له پاره هوډ کمزوری نه کړي.
طالبانو چې د نویو عملیاتو پیل اعلان کړی، ویلي چې برید دوی نه دی کړی. مخکې په پلازمېنه کې څو بریدونه بلې حکومت ضد ډلې - اسلامي دولت یا داعش کړي وو.
د افغان ژورنالیستانو مرکز په وینا د کابل ننني برید کې د رسنیو دوو کارکوونکو له وژل کېدو سره دغه هېواد کې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۷۴ کسانو ته رسېدلی دی.
په ننۍ پېښه کې ۱۱ افغان خبریالان ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه کې د بي بي سي افغان کارکوونکي محمد نذیر وژل شوی او څلور نور خبریالان ټپیان شوي دي.
کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي او هدایت الله همیم چې د کابل نني برید کې له دوو نورو همکارانو سره یو ځای ټپيان شوي دي، پر خپلو فېسبوکپاڼو د وژل شوي همکار محمد نذیر په اړه خپل تاثرات لیکلي، هدایت الله همیم کاږي:
''د چاودنې شېبې د قيامت تر ورځې کمې نه وې، هرڅوک د ځان په غم کې و، له زړه مې وينې څاڅي چې له ځوانيمرګ شهيد ورور استاد نذير سره مې هېڅ ونه کړای شو ، مرګ په تانده ځوانۍ کې رانه واخيست.''
سید عبدالله نظامي لیکلي:
''زه مې خپل شهید همکار پسې زړه چاودی یم، چې ومې نه شو کولی تر روغتونه یې ورسوم. دخپل وجود دردونه مې هېر دي. نذیر جان مې د مرګونوسفرونو ملګری و او داځل مرګ هغه زما له سترګو مخامخ واخیست، جنت یې نصیب.''
د افغانستان پلازمېنې کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې نن د چاودنې له کبله نژدې ۸۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي. د افغان چارواکو په وینا چاودنه د اوبو ټانکر له لارې شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی دی. د افغان حکومت وسله والو مخالفو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دغه برید نه دی کړی. چاودنه کې د بي بي سي یو افغان کارکوونکی وژل شوی او یو څلور نور ټپیان شوي دي. افغان مشرتابه د هند او پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو مشرانو او د امنسټي انټرنېشنل په ګډون نړیوالو ادارو دغه برید سخت غندلی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي بي بي سي ته ویلي د کابل ننني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۲ ته رسېدلی دی. نوموړي دغه راز ویلي په دغه خونړي برید کې نژدې ۳۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
په کابل کې مېشتو د نړیوالو ځواکونو پرېکنده ماموریت هم په یوه خبر پاڼه کې نننۍ برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې.
پر فیسبوک مینه ویاړ لیکلي: د دوزخ منظره به هم له دې څخه وحشتناکه نه وي ځکه هلته ګنهکار معلوم شي او بيا دوزخ کې وسوځول شي خو دلته ګنهکار څه چې، ماشومان هم سوځول کېږي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل نننی برید په سختو ټکیو غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې. نوموړي دغه برید د سولې او ثبات د دښمنانو کار بللی دی.
د بي بي سي موټر چلونکی محمد نذیر په نننۍ چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. محمد نذیر نور همکاران دفتر ته رسول چې چاودنه وشوه. زموږ څلور نور ژونالیستان هم ژوبل شوي چې په روغتون کې د درملنې لاندې دي.
محمد نظر له ۴ کلونو را پدېخوا بي بي سي سره کار کاوه.
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې دوی هېڅ لاس نه لري، او بېګناه ولسي وګړو وژنه غندي.
د افغان ژونالیست فرید احمد دفتر
دا په کابل کې د وال سټریټ جورنل خبریالې جسیکا د خونې انخورونه دي. ویل کېږي چې چاودنه ډېره درنه وه او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی.