تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مشورتي لویې جرګې پای؛ د سولې وړاندیزونه
د افغانستان پنځه ورځنۍ مشورتي لویې جرګې په اړه، چې نن پای ته رسېږي، تازه معلومات دلته لوستلی، کتلی او اورېدلی شئ. په دې جرګه کې څه باندې درې زره کسانو ګډون کړی چې له طالبانو سره د خبرو لپاره حکومت ته سلامشورې وړاندې کړي. د پرېکړه لیک تر اعلان وروسته ولسمشر د ۱۷۵ طالب بندیانو خوشي کولو او د دوه اړخیز اوربند اعلان وکړ.
ژوندی پوښښ
کومو سیاستوالو ګډون نه دی کړی؟
پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرایه مشر عبدالله عبدالله، محمد یونس قانوني، محمد محقق، عبدالکریم خلیلي، عطام محمد نور، حنیف اتمر، احمد ولي مسعود، فوزیه کوفي او ځینې نورو مشرانو دې جرګه کې ګډون نه دی کړی.
دا کسان وايي، دا جرګه د سولې هڅو سره ټکر کې ده او د ټاکنو درشل کې دا ډول هڅې ټاکنیز کمپاین بولي.
شاه حسین مرتضوي: تېرو څلورو ورځو کې یوازې یو غږ له جرګې اورېدل شوی: سوله، سوله، سوله
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي خپله فیسبوکپاڼه کې لیکي:
ویل یې کمپاین ته راغلی، ویل یې له یو کس د ملاتړ لپاره راغلی، ویې ویل، تورنه یې ولګول او ...
نوموړی زیاتوي، خو څلورو ورځو کې له جرګې یوازې دا غږ اورېدل شوی، سوله، سوله، سوله.
وروستی, د جرګې پرېکړه لیک:
سوله د هر افغان د زړه غوښتنه او حیاتي اړتیا ده، جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. له طالبانو غواړو چې د جګړې ختمېدو لپاره د ملت استازو ته غوږ ونیسي، له تاوتریخوالي لاس واخلي.
طالبان او حکومت دواړه باید د افغانانو غږ ته لبیک ووايي، د روژې مبارکې په راتلو سره، د جګړې دواړې غاړې منفي تبلیغات پای ته ورسوي او بېړنی او دایمي اوربند اعلان او تطبیق شي.
اساسي قانون باید وساتل شي، خو د اړتیا په وخت کې تعدیلېدای شي.
سیاسي ګوندونه دې د سولې بهیر کې پوره ونډه واخلي او ټول ښکېل اړخونه د یو بل له بندیانو سره سم چلند وکړي او د بندیانو د تبادلې او خلاصون لپاره فضا رامنځ ته کړي.
سیاف له اشرف غني وغوښتل چې د لویې جرګې مشوره ومني
سیاف افغان ولسمشر ته وینا کې وویل چې دې جرګه پرېکړه کړې سوله راشي او اوس ستاسو وار دی چې د جرګې پرېکړې ومنئ.
سیاف: د مشورتي لویې جرګې لاسته راونه دا ده چې باید یوه خبره وشي
د سولې مشورتي جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف دا هم وویل، چې د مشورتي لویې جرګې یوه لویه لاسته راوړنه دا ده چې ټول وايي، یوه خاوره یو ملت او یو هېواد دی او د ټول ملت په استازۍ باید یوه خبره وشي
نوموړي د حامد کرزي او عبدالله عبدالله یادونه وکړه او ویې ویل ټول له زړه نه سوله غواړي.
دغو او ځینې نورو چارواکو لویه جرګه کې ګډون نه دی کړی.
وروستی, روژه کې طالب زندانیان خوشي کېږي
د افغانستان ملي رادیو تلوېزون وايي، افغان حکومت په پام کې لري چې د روژې مبارکه میاشت کې د وسلوالو طالبانو یو شمېر بندیان خوشي کړي.
وروستی, سیاف د جرګې د ګډونوالو مننه وکړه چې نظم یې مراعت کړ
د مشورتي لویې جرګې مشر عبد رب الرسول سیاف جرګې ته وینا کې وویل، چې خلکو فکر کاوه نتیجه پایلې ته ونه رسېږي او نظم پکې رعایت نه شي، او د ځینې کسانو په غوښتنه ګډه وډه شي، خو ولیدل شوه چې دا جرګه او خلک یې د خدای د رضا او د سولې په خاطر سره یو ځای شوي.
د مشورتي لویې جرګې تالار ته ولسمشر محمد اشرف غني او نور جګپوړي افغان چارواکي ورغلي دي.
تېره ورځ (پنجشنبه) مشورتي لویه جرګه کې کمېټو عمومي غونډې ته خپل رپوټونه وړاندې کړل