د خوراک وختونه په چاغښت کې څه رول لري؟

خوراک

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, لینډا ګیدیس
    • دنده, د ساینسي چارو خبریاله او لیکواله
  • د خپرېدو وخت

د انسانانو بدني ساعت، میټابولزم یا کیمیايي سیسټم او هاضمه له یوې پېچلې لارې فعالیت کوي، د دې یوه مانا دا ده، چې یوازې د خوړو څرنګوالی مهم نه دی، بلکې دا هم مهمه ده، چې څه وخت یې خورو.

ځوان هلکان چې پوهنتون پیل کړي، معمولاً یې د بدن وزن زیاتېږي. په امریکا کې دوی دې ته یو ځانګړی نوم لري او د ''تازه ځوان ۱۵ '' په توګه یې یادوي. هدف د دې ځوانانو هغه ۱۵ ایل بي اېس غوښې وي چې د دوی پر بدن د پوهنتون لومړي کال کې اضافه کېږي.

د دې یو لامل د کورنیو خوړو او فزیکي فعالیتونو د بدیل په توګه د بازار او له مخکې چمتو شوي خواړه یادولای شو. ساینسپوهان بیا یوه بل لامل ته هم اشاره کوي چې د شپې ناوخته خوراک، څښاک او بې ترتیبه خوب هم پکې شامل دي.

تر پېړیو پورې ویل کېدل چې د وزن زیاتوالی، د شکرې دویمه درجه ډول او د زړه ناروغۍ معمولاً د خوراک مقدار او د هغو کیلوریزو په سوځېدو پورې تړاو لري چې د ورځې اوږدو کې یې د فزیکي فعالیتونو یا ورزش له کبله تر منځ انډول رامنځته کېږي. خو اوس داسې شواهد په ډېرېدو دي، چې ښيي د خوړو وخت هم مهم دی.

یوازې دا مهمه نه ده چې څه خورو، بلکې دا هم مهمه ده، چې څه وخت یې خورو. دا فکر ډېر پخوانی دی چې انساني بدن د ورځې په بېلا بېلو وختونو کې خوړو ته بېلا، بېل غبرګون ښيي. د لرغونو زمانو چینايي روغتیاپالانو باور درلود چې د انسان په بدن کې انرژي د لمر له خوځښت سره موازي حرکت کوي.

په دې حساب د ګهیځ له ۷ تر نهو پورې داسې وخت بلل کېده، چې پرېمانه خواړه پکې خوړل کېدای شي، دا وخت به د معدې وخت بلل کېده، له نهو تر ۱۱ پورې وخت ته د زړه او ینې د وخت نوم ورکول کېده او له ۱۱ تر یوې پورې بیا د زړه وخت نومول شوی و. دوی داسې باور کاوه، چې د ماخوستن خواړه باید سپک وي او د پنځو او ۷ بجو تر منځ باید وخوړل شي، چې د دوی په باور دا وخت نو د پښتورګو د فعالیت وخت دی.

د نن سبا ساینسي معلومات که څه هم بېلا بېلې تشریح لري، خو معمولاً په دې هکله یوه خوله دي چې په دې پخوانۍ ځیرکتیا کې کافي رښتیني معلومات شامل دي. د هغو کسانو په هکله معلومات چې وزن کموي ښيي چې دوی په سباناري کې کافي خواړه خوري، د ورځې په اوږدو کې بیا کافي کلوریز سوځوي او هغه چې د شپې لخوا ډېر خواړه خوري، د بدن غبرګون یې د دوی برعکس دی.

له وختي پیل وروسته په رخصتیو کې ناوخته ویده کېدل زموږ بدني ساعت له ستړیو - ستونزو سره مخ کولای شي. تصویر الامې

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، له وختي پیل وروسته په رخصتیو کې ناوخته ویده کېدل زموږ بدني ساعت له ستړیو - ستونزو سره مخ کولای شي. تصویر الامې

د وزن کمولو په ډېری پلانونو کې د هغو کلوریز شمېر ته پام کېږي چې له خوړو ترلاسه کېږي، خو که د خوړو وخت ته هم پام وشي، ګټه به یې څه وي؟

پر هغو ښځو یوه پرهېزي څېړنه کې چې وزن یې زیات و، معلومه شوه چې د سباناري پر وخت ډېر خوراک کوونکو د هغو پرتله ډېر وزن بایلود چې د شپې لخوا یې ډېر خوراک کاوه او دا په داسې حال کې ده، چې په ټول کې د دوی د خوراک په مقدار کې هېڅ توپیر نه و.

د شورې پوهنتون جوناتن جانسټن چې د خوارک او بدني ساعت تر منځ د تړاو په هکله څېړنه کوي، په دې هکله وايي: ''خلک ځینې مهال ګومان کوي چې د خوب پر مهال زموږ بدن له یوه مخه فعالیت پرېږدي، خو دا رښتینی فکر نه دی.نور نو بیا څه روان وي؟ ځینې لومړنۍ څېړنې ښيي چې د هغه خوراک جذب لپاره زیاته انرژي پکارېږي، چې د ګهیځ لخوا وخوړل شي. دا څېړنې ښيي چې په دې توګه د هغه خوراک هضمولو لپاره چې د ورځې په اوږدو کې وروسته خوړل کېږي د ګهیځني خوراک لپاره زیاتې کلوریز سوځي، خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې په ټول کې دا توپیر د بدن پر وزن څومره اغېز کوي.

یوه احتمالي وجه دا هم کېدای شي چې د شپې ناوخته خوراک سره زموږ د بدن اړوند غړي د وازدې یا غوړو د سونګ لپاره لږ وخت مومي، ځکه وازده یوازې په هغه صورت کې سوځي چې د بدن نظام پوه شي چې نور خواړه نه ورځي.

د کالفورنیا لاجولاسالک انسټیټیوټ کې د بیالوژۍ ماهر سچن پانډا وايي، د امریکا په شمال کې خلک د برېښنا رڼا له اختراع سره د ۱۵ ساعتونو په اوږدو کې خوراک کوي. دی وايي مخکې به له لمر خاته سره خلک راویښ شول، او له لمر لویده څو ساعته وروسته به خوب ته لاړل او د لمر په رڼا کې به یې خواړه وخوړل، خو ''له کله چې موږ برېښنا ته لاسرسی موندلی، موږ تر ډېرو ویښ پاتې کېږو او په نامناسب وخت کې خواړه خورو. ''

د کلوریز اخیستل او د اخیستو وخت یې دواړه د وزن په ډېروالي کې رول لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کلوریز اخیستل او د اخیستو وخت یې دواړه د وزن په ډېروالي کې رول لري.

د ده خپله څېړنه ښيي چې د شمالي امریکا خلک اوس پنځلس ساعتونو دورانیه کې خوراک کوي او دوې په دریېمه برخه کلوریز د ماښام له شپږو بجو وروسته اخلي چې دا د پخوانو د ژوند له اندازه خورا مختلف انداز دی.

اوس نو د هغو ځوانانو په هکله غور وکړئ چې د شپې تر خاوخته پورې خوراک کوي. پانډا وايي: ''معمولاً د پوهنځي یو محصل له نیمې شپې مخکې نه ویده کېږي او دوی همداسې تر نیمې شپې پورې خوراک کوي. ''

بیا داسې هم کېږي چې دا محصلین په بل ګهیځ وختي له خوبه راکېني چې پوهنځي ته لاړ شي، بیا سباناری هم کوي او په دې توګه نو د یوه او بل خوراک تر منځ وخت نور هم کم شي. د دوی د خوب وخت هم کم شي او د بې خوبۍ له کبله یې د وزن زیاتېدو احتمال هم زیات شي. له ناکافي خوب سره د پرېکړې کولو او پر ځان د کنټرول وړتیا هم ګډه وډه شي او دا اصلاً د خوراک په انتخاب کې هم رول لري، چې د 'لوږې هرمونز ' هم ګډوډوي.

دا اوس څرګنده ده، چې زموږ د شپې او ورځې ریتم زموږ د هاضمې له نظام سره تړاو لري او همدا نوی فکر د بدن او خوب، کار او هاضمې تر منځ تعلق هم روښانه کوي. زموږ د بدن په هره ژوڼکه کې یو ډول مولیکولر ساعت شته، چې نژدې د هر یوه فزیالوژیک بهیر او چلن چې په دې کې د هارمون استخراج، عصبي ریښو فعالیت او د وینې فشار هم شامل دي، مهالوېش حسابوي. ''

اوږده سفرونه زموږ د خوراک او خوب وخت ګډوډوي او که پرلپسې دوام کوي، په اوږده مهال کې یې پر روغتیا اغېز شونی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوږده سفرونه زموږ د خوراک او خوب وخت ګډوډوي او که پرلپسې دوام کوي، په اوږده مهال کې یې پر روغتیا اغېز شونی دی.

دا ان د بدن مدافعت نظام ژوڼکو، خوب ته د شدیدې اړتیا، خبرداري یا خواشینۍ حساب کتاب هم ساتي. دا ژوڼکې هممهاله کار کوي. دوی د سترګو تر شا د یوې کوچنۍ عصبي ریښو ټوټې له لارې چې د اېس سي این په مخفف نوم یادېږي د ورځې رڼا اشارې ترلاسه کوي.

د 'شپې او ورځې ' دې لړۍ اصلي ټکی دا دی چې زموږ په ورځني چاپېریال کې د ډوډۍ رارسېدو په څېر معمول پېښو ته مو ذهناً چمتو کوي.

هغه هارمون انسولین چې له خوړو ګلوکوز اخلي، زموږ د بدن ژوڼکو ته یې داخلوي او بیا د انرژۍ په توګه کارول کېږي، د شپې پرتله یې ګهیځ مهال زیات فعال وي. کله چې د شپې لخوا خوراک کوو، دا ګلوکوز په وینه کې تر ډېره وخته پاتې کېږي، او له همدې کبله په اوږده مهال کې د شکرې 'دویمه درجه ' ناروغې احتمال ورسره زیاتېږي او دا ځکه چې ترخی یا لوزالمعده کافي اندازه انسولین نه تولیدوي. له همدې کبله د سترګو او پښو نریو رګونو په ګډون ځینې نورو بدن غړو ته هم د زیان رسېدو احتمال زیاتېږي. په خورا ناوړه صورت کې دا د سترګو ړوندوالي یا بدن غړو پرې کېدو لامل کېدای شي.

په بریتانیا کې د یوې سروې له مخې چې په اویا کلونو کې یې د نژدې پنځه زره کسانو د خوراک په هکله معلومات راټول کړي، ماهرین وايي، په هغو کسانو کې د میټابولیک سینډروم په نامه د روغتیايي ستونزو کچه زیاته وه، چې که څه هم د کلوریز اخیستو مقدار یې کم وو، خو د خوراک وختونه یې ګډوډ و.

دې کې د لوړ فشار، په وینه کې د خوږې زیاتوالی، د ملا او ګېډې شاوخوا وازدې زیاتوالي، په وینه کې د غوړو او کولیسټرول زیاتوالی شامل دي، چې بیا دا ټول حالتونه په ټول کې د زړه ناروغیو او یا هم شکرې ناروغۍ لامل کېدای شي.

سهار مهال له خوراک ډېرې اخیستل شوې کلوریز ښايي ځکه ډېره ګټه وکړي چې د هضم نظام خورا فعال وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سهار مهال له خوراک ډېرې اخیستل شوې کلوریز ښايي ځکه ډېره ګټه وکړي چې د هضم نظام خورا فعال وي.

نو د دې حالت مخنیوي لپاره باید څه وشي؟ په لومړي قدم کې تر اوږده مهاله د خوب پر مهال وږي پاتې کېدل مناسب اقدام دی او په دویم قدم کې زموږ د بدني ساعت مهالوېش باید په یوه انډول برابر وي. کله چې ګهیځ د خونې پردې لېرې کوو او د لمر رڼا وینو، دې سره مو په ذهن کې د مرکزي ساعت وختونه برابرېږي، کله چې سملاسي سبا ناری کوو، د ینې او هاضمې نظام ساعتونه پوهېږي چې دا نو سهار دی او په سباناري کې د مناسبو خوراک کول د ټولو بدني ساعتونو انډول ساتلو کې مهم رول لري.

په یوه تازه څېړنه کې چې ۱۸ روغ رمټ او ۱۸ په شکرې ناروغۍ اخته کسان پکې شامل وو، معلومه شوه، چې د سباناري نه کولو له کبله د دوی ټولو هاضمې نظام ګډوډ پاتې شو او کله یې چې یې بیا وروسته خواړه وخوړل په وینه کې یې د ګلوکوز مقدرا ناڅاپه زیات شو.

معمولاً سپارښتنه کېږي چې تشه معده باید خوب ته لاړ شو، چې ماهرین یې د ډېری بالغو کسانو لپاره دورانیه له اووه تر اته ساعتونو پورې بولي. باید داسې هم نه وي، چې د وختونو وېش مو په بې خوبۍ یا کم خوبي تمام شي.

په دې لړ کې د رڼا رول هم مهم بلل کېږي، د بېلګې په توګه ماهرین وايي، که له ماښامه وروسته له تېزې رڼا ځان وژغورو او په سهار کې بیا د ورځې رڼا ووینو، بدني ساعت مو ورسره د خوب او خوراک وختونو ته ځان عیاروي. ځینې ماهرین خو ان تر دوولس، څوارلس او شپاړلس ساعتونو پورې له خوړو د سخت پرهېز مشوره ورکوي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وخت ناوخته خوراک د شکرې په څېر ناروغیو لامل کېدای شي.

پانډا او همکارانو یې په دې لړ کې پر موږکانو یوه څېړنه کړې. دوی موږکان په دوو ډلو ووېشل یوې ډلې ته یې شپه او ورځ د غوړ خوراک زمینه برابره کړه او بلې ډلې ته یې یوازې د ورځې لخوا ۱۲ ساعته د خوراک اجازه ورکوله.

دوی وايي، پایله یې ۲۰۱۲ کال خپره شوه چې ښيي، که څه هم د خوراک مقدار یو شان و، خو هغه موږکان چې یوازې د ورځې لخوا یې خوراک کاوه، له هغو ناروغیو خوندي پاتې شول، چې هر وخت خوراک کوونکې ډله پرې اخته شوه. په دې کې د چاغښت، شکرې، زړه ناروغۍ او ینې خرابۍ ناروغۍ شاملې وي، جالبه دا ده چې کله همدې ناروغې ډلې ته پرټاکلي وخت د خورا زمینه برابره شوه، دوی هم بېرته روغ شول.

پانډا په دې هکله وايي:

''زموږ په ګډون د ځمکې پر مخ ټول ژوندي ژوي د ۲۴ ساعتونو په موده کې د رڼا او تیارې او خوراک او لوږې تر منځ یو خورا پیاوړی تناسب لري او د بیارغاونې امکان یې په داسې حالت کې نه شي کېدای چې پرلپسې ګډوډي پکې روانه وي. '' دی وايي، دا داسې ده لکه یو څوک د روانو ګاډو په منځ کې د لویې لارې ترمیم چارې پیل کړي.

د ورځې په اوږدو کې د هاضمې نظام کرار- کرار سوکه کېږي، ځکه نو د شپې ناوخته خورا د هغو لپاره مضر کېدای شي، چې نه غواړي وزن یې زیات شي.

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، د ورځې په اوږدو کې د هاضمې نظام کرار- کرار سوکه کېږي، ځکه نو د شپې ناوخته خورا د هغو لپاره مضر کېدای شي، چې نه غواړي وزن یې زیات شي.

د انسانانو لپاره په ټاکلي وخت د خورا په هکله تجربې نوې دي، خو کومې تجربې چې شوې دي، لږ تر لږه په ځانګړو کسانو یا د کسانو په ډلو کې یې پایلې یې مثبتې دي. د بېلګې په توګه د هغو اتو نارینه وو په هکله یوه څېړنه چې شکره یې په وینه کې زیاتېدونکې وه، یوې تجربې کې ثابته شوه چې د انسولین تولید یې زیات او د وینې فشار یې ان تر لس - یولس درجو پورې ټیټ شو.

د دوی دا وضعیت د ۱۲ ساعتونو دورانیه کې د خوراک پر ځای یوازې د سهار له اتو د ماسپښین تر دریو بجو پورې د خوراک کولو له کبله بدل شو. تر اوسه په پرېکنده توګه نه شي ویل کېدای چې دا زموږ ټولو لپاره په څه مانا ده، خو هغه متل چې وايي، سباناری د پاچا په څېر، غرمنۍ د شهزاده په څېر او ماښامنۍ د یوه فقیر په څېر وخوره، له دې مخکې هېڅکله دومره رښتینې خبره نه ښکاریده.

لینډا ګیډیس د ساینس څانګې خبریاله او د لمر تعقیب: د لمر رڼا او دا څنګه زموږ پر بدن او ذهن اغېز کوي، په نامه اثر لیکواله ده، چې ویلکم کلیکسون خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی.