د اوږد او صحمتند ژوند راز؛ ''لږ وخورئ''

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو ساینسي څېړونو په ډاګه کړې ده چې په ورځنیو خوړو کې د تل لپاره د کالریو کمول ستاسو پر ژوند ژورې اغیزې لرلی شي.
په یو رستورانت کې یو سړی او ښځه سره په لومړي ځل ګوري. په پیل کې دواړه یو څه وارخطا وو خو وروسته هر څه سم شول. سړی ۳۳ کلن دی او په ټول عمر کې یې واده نه دی کړی خو دا خبره ناستې ښځې ته نه کوي ځکه غواړي چې واده وکړي، بچیان او کورنۍ ولري.
ښځه ورته وايي چې ۵۲ کلنه ده، واده یې کړی خو اوس طلاق شوې او د ماشومانو عمرونه یې له شلو کالو پورته دي. خو سړی حیران پاتې دی چې څنګه دا ښځه له خپل عمر نه ډېره ځوانه ښکاري.
دا د جولیا میټسن خوب دی چې لېدلی یې دی. هغه په امریکا کې د عمر په ملي انسټیټوټ کې کار کوي. جولیا د هغه وخت تصور کوي چې عمر ورسره د هرکال په تېریدو لوړېږي خو بیولوژیکي عمر یو بل وخت ټاکل کېدای شي، په دې مانا چې زاړه کسان زاړه ښکاره نه شي.
که څه هم دا خبره له حقیقه یو څه لېري برېښي، په ټولنه کې دې هدف ته د رسېدو لپاره وار دمخه ډېر پرمختګ شوی دی.
موږ باید د هغوی منندویو اووسو چې دا پرمختګونه یې کړي او د صحتمنده ژوند کولو لاره یې په ډاګه کړې ده.
په ۲۰۱۴ کال کې څېړنه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۱۴ کال کې په امریکا کې یوې څیړنې په ډاګه کړه چې یوازې ۱۶ سلنه هغو کسانو ترمنځ چې عمرونه یې له ۵۰ تر ۶۴ کلونو وو اوږد مهاله ناورغۍ کمې شوې وې. له ۲۰۱۴ کال نه درې لسیزې پخوا دا کچه ۲۳ سلنه وه. په بله وینا اوس انسانان د درې لسیزو پخوا پرتله ډېر ژوند کوي.
که د جان ایف کېنډي خبره چې په ۱۹۶۱ کال کې یې د سپینې ماڼۍ په لومړني کنفرانس کې کړې وه بیا یاده کړو چې ویلي یې و ''د دې پرځای چې کلونه پر ژوند زیات شي، په حقیقت کې ژوند پر کلونو اضافه کېدای شي. ''
چې داسې ده موږ څه کولای شي چې خپل عمر پرې اوږد او د ژوند معیار ښه کړو؟
په ټولې نړۍ کې څیړونکې په دې هکله بېلا بېل نظرونه لري، خو میټسن او د هغې همکاران دا پوښتنه په یوې خبرې خوابوي او هغه دا چې، ''د خوړولو بڼه بدله کړئ. ''
دوی ګومان کوي چې د عمر د اوږدېدو لپاره باید چې لږ خواړه وخوړل شي، یا په بله اصطلاح د هغو کالریو کچه کمه کړای شي چې موږ یې د خوړو په خوړلو اخلو.
داسې غذايي رژیم چې په ترڅ کې یې کالرۍ په تدریجي ډول د تل لپاره کمېږي نسبت هغه ته ګټور دی چې په ترڅ کې یې موږ کله کله د غوړو خوړو له خوړولو ډډه یا پرهیز کوو.
له ۱۹۳۰ کال راهیسې دا ثابته شوې چې که د چینجیو، مچانو، موږکانو او بیزوګانو د ورځنیو خوړو کچه ۳۰ سلنه کمه کړای شي نو عمر یې اوږدېږي یا په بله اصطلاح ډېر ژوند کوي. همدا فورمول د انسانانو لپاره هم کار ورکوي خو بیا هم خبره د کالریو د کچې ده چې انسانان یې هره ورځ خوري.
دا نظر چې خواړه د انسانانو پر روغتیا اغیزه لري له ډېر پخوا راهیسې شته خو لرغوني یونان کې هیپوګرایټس چې یو له لومړنیو روغتیا پوهانو نه و ادعا کوله چې ناورغۍ په طبعي ډول پېښېږي په داسې حال کې چې هغه مهال هم ځیني عوامل ناروغیو تړلي وو لکه دا چې چاغ یونانیان به د هغو پرتله چې وزن به یې لږ و ژر مړه کېدل.
د الویس کورنارو تجربه

د عکس سرچینه، Getty Images
د وخت له تېريدو سره بېلا بېلې نظریې مخې ته راغلې دي ان تر دې چې د ۱۵مې پیړۍ په پای کې یوه سړي چې الویس کورنارو نومېده او د ایټالیا له وینس ښار سره نژدي په یوه کوچني کلي کې اوسېده پر ځان یوه تجربه وکړه.
هغه فکر کاوه چې آیا د خوړو د کمولو تجربه به یې ګټوره تمامه شي او کنه زیان به وروسوي؟ د دې لپاره چې پوه شي ۴۰ کلن کورنارو د ورځې یوازې ۳۵۰ ګرامه خواړه خوړول چې د وروستیو اټکلونو له مخې د ورځې ۱۰۰۰ کالرۍ کېدې.
کورنارو به ډوډۍ، هګۍ، ښوروا، د خوسي، وزې، غوا، زرګو او چرګانو غوښه خوړله، او له نژدي مارکیټ نه به یې کبان هم اخیستل. هغه به دا ټول خوراکي توکي خوړل خو په لږه اندازه.
هغه په داسې کولو سره ادعا کوله چې له ښې روغتیا برخمن دی او په دې توګه یې ۴۰ کاله ژوند ته دوام ورکړ.
هغه خپل د زوکړې نېټه بدله کړې وه او ویل یې چې ۹۸ کلنۍ ته رسېدلې خو ویل کېږي چې هغه په ۸۴ کلنۍ کې مړ شو.
د هغه دا تجربه په ۱۶مه پیړۍ کې پام وړ لاسته راوړنه ګنل کېده، دا هغه مهال و چې ۵۰ او ۶۰ کلن کسان به زاړه بلل کېدل.
په ۱۵۹۱ کال کې د کورنارو لمسي د هغه له مړینې وروسته '' د ارامه ژوند خبرې '' تر عنوان لاندې درې ټوکه کتابونه خپاره کړل. دا کتابونه غذايي رژیم ته د هڅونې په اړه وو.
کورنارو ادعا کوله چې که د ده د غذايي رژیم لاره غوره کړای شي نو خلک کولای شي چې د عمر په وروستیو کلونو کې هم د خپلو مازغونو نه په بشپړه توګه کار واخلي یعني مازغه به یې سم کار کوي او کولای به شي چې خپله پوهه تر نورو ورسوي یا انتقال کړي.
هغه دغه راز ویل چې د ده به څېر غذايي رژیم ''د ځوانۍ نه بلکې زوړ عمر ښکلی کوي. ''
کورنارو یو زړه پورې شخص و خو د ساینس هېڅ یوې څانګې هم د هغه موندونو ته پام نه دی کړی.
ان که هغه رښتیا هم ویلي وي چې نیژدي نیمايي پیړۍ ناروغ شوی نه و چې دا ناشونی خبره بریښي د هغه تجربه فردي وه او د ټولو انسانانو استازیتوب نه شي کولای.
پر موږکانو څېړنه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۳۵ کال کې یوې څیړنې چې پر موږکانو وشوه په ډاګه کړه چې له ۳۰ نه تر ۵۰ هغو موږکانو ژوند اوږد شوی و چې لږ خواړه ورکول کېدل او دغه راز عمر ډېریدو سره تړلو پیچلتیاوو او ناروغیو نه، نه مړه کېدل. خو دا خبره هم په باید روښانه وي چې هغه طریقه چې د موږکانو یا هم نورو حیواناتو لپاره چې په لابراتوار کې پرې څېړنې کېږي کار کوي ښايي د انسانانو لپاره کار ونکړي.
پر انسانانو داسې څیړنې لږې شوې چې د ځوانۍ له عمر نه تر مړینې پورې موده یې په کې رانغاړل شوې وي.
میټسن وايي: ''فکر نه کوم چې د عمر اوږدولو په اړه د څیړنې پروګرام دې داسې څه وي چې لګښت دې پرې وشي. ان که تاسو داسې یوه څیړنه د انسانانو د عمر په ۴۰ یا ۵۰ کلنۍ پیل کړئ بیا هم تاسو د څیړنې لپاره ۴۰ یا ۵۰ کلونو ته اړتیا لرئ. ''
هغه زیاتوي چې د دې ترڅنګ د سپورت کولو، سګرېټ څکلو، د ناروغیو درملنې او رواني روغتیا په اړه چې د څیړنې پر پایلو اغیز نه لري ډاډ ترلاسه کول هم د انسانانو په څېر پیچلو موجوداتو په هکله دغسې اوږدمهاله څېړنه ناشونې کوي.
پر بیزوګانو څېړنه

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۱۹۸۰ لسیزه کې د امریکا د عمر په ملي انستیتوت او ویسکانسن پوهنتون کې پر بیزوګانو دوه خپلواکې اوږد مهاله څیړنې د کالریو د کمولو په اړه وشوې. نه یوازې د انسانانو او بیزوګانو ۹۳ سلنه ډي این ای سره ورتوالي لري بلکې عمر یې هم په ورته ډول لوړېږي.
د بیزوګانو د عمر په اوسط کې چې ۱۵ کاله بلل شوی د بیزوګانو د ملا کړوپېدل پیلېږي، پوستکې او د بدن غړي یې نرم او ګونځې کېږي او ویښتان یې له نصواري نه خړ رنګ ته اوړي.
دغه راز بیزوګان له انسانانو سره نور ورتوالي هم لري لکه دا چې ټک هماغسې چې انسانان د عمر له ډېریدو سره په سرطان، شکرې او زړه ناروغۍ اخته کېدای شي بیزوګان هم اخته کېدای شي.
په وایسکانسن پوهنتون کې کارپوه روزلین انډرسن وايي: ''بیزوګان تر ټولو ښه مخلوق دی چې څیړنه پرې وشي. ''
نوموړې زیاتوي چې د بیزوګانو کنترول اسانه دی او یوازې پر هغو خوړو هم ساتل کېدای شي چې د بیزوګانو لپاره په ځانګړي ډول جوړ شوي دي.
په همدې ډول ۷۶ بیزوګان د وایسکانسن په پوهنتون کې او ۱۲۱ د امریکا د عمر په ملي انستیتوت کې د هغوی پر عمر، وزن او اشتها د څیړنې لپاره ساتل شوي دي.
ټولو بیزوګانو ته د ودې لپاره اړین مینرالونه په مساوي ډول ورکول کېږي یوازې ۳۰ سلنې ته یې له نورو نه ۳۰ سلنه کم کالرۍ (خواړه) ورکول کېږي. هغو ته چې لږې کالرۍ ورکول کېږي وږي او خوار ځواکه نه دي.
د بیلګې په توګه ۴۳ کلن بیزو چې د شرمان نوم پرې ایښودل شوی د امریکا د عمر په ملي انستیتوت کې ساتل شوې.
میټسن وايي شرمان (بیزو) له ۱۹۸۷ کال راهیسې دوی ساتلې او له نورو بیزوګانو نه ۳۰ سلنه کمې کالرۍ ورکوي خو هېڅکله یې داسې نښې نښانې نه دي ښوولي چې هغه دې بې وخته وږې وي.
شرمان د خپلې بڼې په بیزوګانو کې تر ټولو د ډېر عمر لرونکې بیزو ده او په اوسط ډول یې له هغو بیزوګانو نه عمر ۲۰ کاله ډېر دی چې په بند کې ساتل کېږي. د کمو کالریو خوړولو شرمان د هغو ناروغیو پر وړاندې خوندې کړې چې د عمر له ډېرېدو سره پیدا کېږي. بله خبره دا چې دا بیزو داسې نه ښکاري چې د ۴۳ کالو دې وي یعني د خپل عمر په تناسب ځوانه ښکاري.
د هغو نورو بیزوګانو حالت هم د شرمان په څېر دی چې د څیړنې لپاره ساتل شوي او لږې کالرۍ ورکول کېږي.
میټسن وايي: ''د هغو بیزوګانو ترمنځ چې د نورو پرتله ۳۰ سلنه لږې کالرۍ ورکوو د سرطان او شکرې ناروغۍ د پېښېدو پېښې هم لږې دي. ''
په ۲۰۰۹ کال کې د ویسکانسن پوهنتون هم ورته یوه پایله خپره کړه.
هغه بیزوګان چې لږ خواړه خوري یا په بله اصطلاح ۳۰ سلنه لږې کالرۍ اخلي د نورو پرتله نه یوازې ځوان ښکاري بلکې ویښتان یې هم ډېر وي، پوستکی او اندامونه یې نه کونځې کېږي او رنګ یې هم د خړ پر ځای نصواري پاتې کېږي او د نورو پرتله ۵۰ سلنه کم په ناروغیو اخته کېږي.
په تېرو ۲۰ کالو کې یوازې ۱۳ سلنه هغه بیزوګان چې د څېړنو لپاره ساتل شوي وو له عمر ډېریدو سره تړلو ناروغیو نه مړه شوي او د هغو له ډلې چې ډېر خواړه یې خوړل ۳۷ سلنه یې له عمر ډېرېدو سره تړولو ناروغیو نه مړه شوي دي.
په دې هکله په ۲۰۱۴ کال کې د ویسکانسن پوهنتون د یوې څیړنې پایله هم ورته وه.
د زړښت درملنه

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهه روزلین انډرسن وايي د څیړنو پایلې ښيي چې عمر پخپله د کلېنیکي مداخلې او روغتیايي درملنې لپاره مناسب هدف دی.
نوموړې زیاتوي چې که زړښت ځنډول کېدای شي نو د عمر له ډېرېدو سره تړلې ناروغۍ هم ورسره ورو کېدای شي. آغلې انډرسن وايي: ''که په یو وخت کې د یو چا د یوې ناورغۍ درملنه وشي عمر یې نه شي ډېرولی ځکه کېدای شي چې هغه کس له بلې ناروغۍ نه ومري. که تاسو د ټولو سرطانونو درملنه وکړئ، د زړه له ناروغیو، حافظې د زوال او شکرې ناروغۍ نه مو نه خوندي کوي خو که تاسو د زړښت علاج وکړئ نو په یو ځل به مو د ډېرو ناروغیو مخه نیولي وي. ''
د لږو کالریو خوړولو بې له شکه چې له بیزوګانو سره مرسته کړې خو د انسانانو لپاره د لږو کالریو خوړول ستونزمنه چاره ده او هغه ځکه چې اوس هغو خوړو ته لاسرسی د بل هر وخت پرتله اسان شوی چې ډېر کالرۍ لري او د ډیلورو او اوبر اېټ په څېر کمپنۍ دغسې خواړه ستاسو کورونو ته دروړي، تاسو اړ نه یاست چې بهر ته یا رستورانت ته پسې لاړ شئ.
روزلین انډرسن وايي: '' دا هر څه یو جنتیکي لامل هم لري، د ځینو لپاره د خپل وزن کم ساتل ستونزمن وي خو د ځینو نورو لپاره نه وي، موږ ټول پوهېږو چې ځیني کسان که بشپړ کیک هم وخوري وزن یې نه ډېرېږي خو ځیني داسې وي چې د کیک له څنګ نه هم تېر شي وزن یې ډېرېږي. ''
چې داسې ده نو تر ټولو ښه دا ده چې هر څوک خپل ځان ته په کتو دا پرېکړه وکړي چې څه او څومره وخوري.
چاغښت او غذايي رژیم

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په باسټن کې د ټوفټس پوهنتون د غذايي رژیم د برخې ساینسپوهه سوسن رابټس وايي په خپله کورنۍ کې د چاغښت جینتکي مخینه لري ځکه نو خپل وزن کنترولوي او ټینګار کوي چې دا کار ستونزمن نه دی چې تاسو لږ خواړه وخورئ.
هغه وايي که دا کار ناشونی وای نو هغې به هم د خپلې کورنۍ د نورو غړو په څېر ډېر خواړه خوړل.
آغلې رابټس نه یوازې په خپلې کورنۍ کې د چاغښت د ستونزې له امله لږ خواړه خوري بلکې د لږو خوړو پر ګټو پوهه شوې ځکه نو لږ خواړه خوري او له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د لږ خوړو په اړه د څیړنې مخکښه ساینسپوه ده.
په دوو کلونو کې ۲۱۸ تنه نارینه او ښځینه چې روغتیا یې ښه وه او عمرونه یې ۲۱ نه تر ۵۰ کلونو پورې وو په دوو ډلو وېشل شول. په یوه ډله کې کسانو ته اجازه وه چې په عادي ډول خواړه وخوري او په بله ډله کې کسانو د لومړۍ ډلې پرتله ۲۵ سلنه کم خواړه خوړل، په هر شپږو میاشتو کې د دواړو ډلو معینات کېدل. خو هغسې چې په بیزوګانو کې معلومه شوې وه په انسانانو کې معلومه نه شوه چې لږ خواړه د عمر له ډېرېدو سره تړلې ناورغۍ او زړښت ځنډوي او علت یې دا و چې د دوو کالو موده کافي نه ده چې د عمر له ډېرېدو سره تړلې ناورغۍ څرګندې شي، بیا نو د څیړنې پایلې د زړه، سرطان او شکرې ناروغۍ د وختي نښو نښانو لپاره وکارول شوې.
د دې دوه کلنې څیړنې پایلې په ۲۰۱۵ کال کې خپرې شوې، د هغو کسانو په وینه کې چې لږ خواړه یې خوړل ښه کلسترول د بدو کلسترولو پرتله ډېر شوي وو، د انسولینو پر وړاندې د مقاومت کچه چې د شکرې باوري نښه ګنل کېږي ۲۵ سلنه لږه شوې وه او په هغو کسانو کې چې عادي خواړه یې خوړل د انسولینو پر وړاندې د مقاومت کچه ۴۰ سلنه وه. دغه راز د هغو کسانو د ویني فشار چې لږ خواړه یې خوړلي وو هم ټیټ و.
دې څېړنه کې دا هم په ډاګه شوه چې د وزن کمول هم ګڼې روغتیايي ګټې لري ځکه چې په دوه کلنې څېړنې کې یو شمېر داسې کسان هم وو چې وزونه یې له حده ډېر وو.
ساینسپوهه سوسن رابټس وايي: ''له دې څیړنې نه دا یو شی په روښانه توګه په ډاګه شو چې د ډېرې مودې لپاره له حده ډېر وزن لرل یا په بله اصطلاح چاغښت تاسو ته زیان لري. یو لړ هغه ناورغۍ چې مخکې ګومان کېده چې د عمر له ډېرېدو سره پیدا کېږي اوس په چاغو کسانو کې چې عمرونه یې لږ هم وي پیدا کېږي. ''
د غذايي رژیم بدلول

په داسې حال کې چې یو شمېر کارپوهان سپارښتنه کوي چې د خپل غذايي رژیم له بدلولو دمخه باید له ډاکټر سره مشوره وشي آغلې رابټس وايي: ''د خپلې روغتیا ښه ساتلو لپاره د لږو خوړو خوړل تر ټولو غوره لار ده، داسې هېڅ دلېل نه شته چې ووایو د لږو خوړو یا په بله وینا د لږو کالریو خوړل ګټور نه دي، بلکې داسې کول د درملو پرځای چې جانبي اوږدمهال اغیزې لرلی شي ښه دي. د هغو کسانو چې موږ پرې څېړنه وکړه او لږ خواړه مو ورکول طبعیت، عمومي او جنسي روغتیا ښه وه او د ولږې احساس یې نه کاوه. ''
آغلې رابټس زیاتوي: '' سره له دې چې دا د خپلې بڼې لومړنۍ دوه کلنه څېړنه وه چې داسې هیله بښوونکې پایلې یې لرلې فکر نه کوم چې خلک دې ووايي: ښه ده، موږ به نورو خلکو ته هم د لږو خوړو د خوړولو سپارښتنه وکړو، خو د دې څېړنې خوښي بښوونکې برخه دا ده چې فکر کوم له لږو خوړو سره د ناروغیو ځنډول هغه څه دي چې خلک هڅوي ځکه هېڅوک نه غواړي چې ناروغ ژوند وکړي. ''



















