د زرګونو کلونو پخوانۍ کیسه

د عکس سرچینه، ALI AHMED
- Author, هیله پسرلی
- دنده, لیکواله
- د خپرېدو وخت
د بشریت په تاریخ کې یوه ډېره مهمه پېښه زراعتي انقلاب دی. کابو لس زره کاله پخوا انسانانو د معیشت لپاره زراعت ته مخه کړه.
تر زراعتي انقلاب مخکې به انسان د پایښت لپاره، ښکار کاوه او د خوراک وړ وحشي بوټې به یې راټولول.
د زراعتي ژوند د پیل د اجتماعي نتایجو په اړه یوه مطرح تیوري دا ده چې له زراعتي کېدو سره جنسیتي نابرابري ډېره شوه، په ټولنو کې د ښځو رول محدود شو او تاوتریخوالي لمن وغوړېده.
د دې تیوري د مکتب پلویان استدلال کوي چې، د ښکار د زمانې ښځو او نارینه وو دواړو د ژوند چارې پر مخ بېولې.
که به نارینه ښکار ته تللي وو، ښځې به د بوټو په راټولولو بوختې وې. د ښځو کار اهمیت درلود او لا مهمه دا چې د خپلو را ټولو کړیو بوټو یا ښکار کړیو ژویو اختیار ورسره و.
د هغې زمانې د انسانانو ژوند کوچیانی و، خلک به معمولا په حرکت کې ول. کوچیاني ژوند د ښکار د زمانې ټولنې کوچینۍ ساتلې او فرار یې اسانه کړی و.
مثلا، که به له یوې ښځې سره تاوتریخوالی وشو نو دا ممکنه وه چې د ټولنې له وړې کړۍ وتښي. څېړنې ښيي چې د ښکار د زمانې له نجونو سره دا اختیار هم و چې له واده وروسته له میندو سره واوسي او په دې ډول د خپلې مور او کورنۍ حمایت ورسره ادامه ومومي.
د زراعتي ژوند پیل کېدو سره کروندګرو ټولنو کوچیانی ژوند پرېښود او په مشخصو سیمو کې میشت شول.
د ځمکې مالکیت اهمیت پیدا کړ. د ځمکو پالل چې فزیکي قدرت یې غوښت د نارینوو په کار بدل شو.
نارینوو د دې لپاره چې خپله ځمکه وپالي او له تعرضه یې وساتي ترجیح ورکړه چې له نورو نارینه خپلوانو لکه ورور او کاکا سره نږدې ژوند وکړي او د دې لپاره چې ځمکې مالوم جانشین ولري د زوی زیږېدلو اهمیت وموند.
له زراعتي انقلاب سره د ښځو کار بې اهمیته او رول یې په ټولنه کې محدود شو. له بلې خوا زراعت له هوا سره ډېر تړلی و، چې هوا به ښه وه، حاصل به پریمان و خو چې د هوا خونده به نه وه، حاصل به کم و یا به بېخي نه و.
انسان د دې لپاره چې په بدې هوا کې له لوږې هلاک نه شي د زراعتي توکو ذخیرې جوړې کړې.
ښځې به معمولا په کورونو کې پاتې کیدلې چې ذخیري وساتي او ماشومان وپالي. د ماشومانو زیږېدل تر پخوا ډېر شول او ورو ورو ښځې د ټولنې په دویمه درجه وګړو بدلې شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدارنګه، په کورونو کې د ښځو له محدودیدو سره د نارینه وو قدرت په کورونو کې هم ډېر شو، ځکه وروسته له واده به ښځه د مېړه کره لېږدېده او په دې ډول به له هغه ګروپه چې دا پکې لویه شوې وه، لرې کیدله خو میړه به له واده وروسته هم په خپل کور کې پاتې کیده، په هغه کور کې چې تعلقات یې لرل او حمایت یې کېده.
په دې ډول د نرواکۍ سیوری پر ځمکه ورو ورو خپور شو.
زمانې بدلېدلې، تمدن مخ په بره روان و او تجربو ښودله چې د ټولنې ګټه به دې کې ده چې دواړه جنسونه یې په جوړولو کې برخه واخلي.
د ولسونو تېروتنو او پرمختګونو دواړو ثابته کړه چې په اوسنۍ زمانه کې په ټولنه کې د ښځو له فعاله برخې پرته د انسان نیکمرغي او سوکالي که ناممکنه نه وي، نو بعیده خو خامخا ده.
دغه راز د نوي عصر په حساب، دا ناممکنه ده چې ښځې دې له زدکړو او په ټولنه کې له فعال حضور پرته خپلو انساني حقونو ته ورسېږي او اجتماعی حیثیت دې ومومي.
که د افغانو ښځو د نن سبا حالاتو ته دقت وکړو، داسې ښکاري لکه د زراعتي انقلاب زمانې ته چې ستانه شوي یو.

د عکس سرچینه، Getty Images
مشهوره جمله ده وايي، هغه ولسونه چې تاریخ نه لولي تاریخ به تجربه کوي. د حیرانۍ ځای دی چې افغانې مېرمنې د هغو انسانانو زمانې ته ستنې شوې دي چې نه یې دین پیژانده او نه ساینس.
میاشتې کېږي چې د نجونو متوسطې او لیسې تړلې دي. که دا ښوونځي همداسې تړلې وي افغانې ښځې به په کور او ټولنه کې د ظلم په وړاندې بې وسه او بې پناه پاته شي.
چې تعلیم او تخصص نه وي، ابرومند کار او په ټولنه کې حضور نشته، چې په ټولنه کې حضور نه وي، د خپل ژوند واک نشته، چې واک نه وي بیا خو غلامي ده او په غلامي کې عزت له کومه شي؟
د ښوونځیو په بندېدو سره ښځې د کورونو په دېوالونو کې محدودې کېږي او په هغو ټولنو کې چې لوږه ډېره او د سواد کچه ټیټه وي، کورونه معمولا د خشونت په مرکزونو بدلېږي.
دا فاجعه ده چې د نجونو ښوونځي تړلې دي خو تر دې لویه فاجعه به دا وي چې د نجونو د ښوونځیو بندېدا په عادي خبرې بدله شي.
ډېر افغانان ممکن ووايي چې په دې پوهېږو چې د هوسا ژوند او د وطن د پرمختګ لپاره د ښځو تعلیم لازم دی خو څه وکړو ښوونځي بند دي او زموږ له وسه هېڅ هم نه کېږي.
مور تریزا به ویل "زه په یوازې سر دنیا نه شم بدلولی خو کولی شم یو ګاټی په اوبو کې وغورځوم چې موجونه جوړ کړي".
مطلب کله ناکله مو ممکن ډېر څه په وس کې نه وي خو څه مو چې په وس کې دي باید ویې نه سپموو.
د نجونو د ښوونځیو مسله باید تر هغو یاده شي چې ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
دغه راز هېڅ مثبت کار کوچنی نه دی. ترور مې راته کیسه کوله؛ لسیزې پخوا د ظاهر شاه په وخت کې چې باچا خان، کندوز ته او زموږ کلي ته راغلی و، ترور ته مې یې ویلي ول چې د کلي نالوسته ښځې راټولې کړه او سواد ورزده کړه.
فکر کوم موږ هر یو باید له ځانه وپوښتو چې په دې تیارو کې د نجونو د زدکړې او انسانیت ډېوه څنګه روښانه ساتلی شو.



















