راشد خان که کرېس ګېل ته پاکستان کې پام ډېر دی؟

    • Author, عبدالرشید شکور
    • دنده, بي بي سي کراچۍ
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان سوپرلیګ مینوالو سره پوښتنه دا ده چې د کورونا له امله به د پنځم پړاو په څېر شپږم پړاو کې هم لوبغالي ته په تګ بندیز وي او د خپلې خوښې لوبغاړي به وویني که نه.

د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر احسان ماني وايي، له حکومت سره په دې تړاو خبرې کوي.

د پاکستان کرېکټ سوپرلیګ کې ځینې بهرني لوبغاړي پخوا هم دغه هېواد کې لوبېدلي، خو نور داسې هم شته چې اول ځل پاکستان ته ځي او د کرېکټ مینوالو لېوالتیا ور سره شته.

په دوی کې تر ټولو ډېر د پام وړ نوم د ویسټ انډیز کرېس ګېل دی چې د کوټه ګلایډيټرز سره لوبېږي.

دی مخکې هم د پاکستان غوره لیګ کې له اسلام اباد یونایټېډ، کراچۍ کنګز، کوټه ګلایډیټرز او لاهور قلندرز سره پاتې شوی دی، چې دا ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې شوې دي.

خو نوموړي له ټولو ډلو سره لوبېدو کې هغه پام وړ بریا نه ده ښودلې چې دی پرې مشهور دی او دا پته له دې هم لګي چې څوارلسو سیالیو کې یې یوازې پنځوسیزه کړې ده.

خو دی شل اوره لوبو کې تر ټولو بریالی توپوهونکی دی، چې له څلور سوو ډېرو سیالیو کې یې برخه اخیستې او ۲۲ سلیزو سره یې له دریو زرو ډېرې منډې جوړې کړې دي.

ده شل اوره لوبو کې له زرو ډېرې شپږیزې کړې دي.

پر کرېس ګېل سربېره افغان راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمان او قیس احمد هم اول ځل د پاکستان سوپرلیګ کې بولېږي.

راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې سره پلاټونیم ډلبندۍ یا کټه ګورۍ کې دی او له دې مخکې کوټه ګلایډیټرز دوه ځلې اخیستی، خو لوبېدلی نه دی او دا ځل لوبېږي.

راشد خان به دا ځل هم د پاکستان سوپرلیګ کې پوره نه وي، ځکه فرورۍ او مارچ کې افغانستان له زیمبابوې سره لوبېږي، خو که د کورونا له امله دا ټېسټ او شل اوره لوبې وځنډېدې بیا به راشد ټول لیګ کې له لاهور قلندرز سره وي.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې سپینر مجیب الرحمان هم شل اوره لوبو کې د مهم رول له امله د خبرونو سرټکی دی.

هغه تېر کال د کارابین بیګ باش او د هند ای پي اېل کې ګډون کړی او شل اوره لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.

درې غوره لوبغاړي له یوې ډلې سره

د تېر کال د شل اوره لوبو درې کامیاب بالران حارث رووف، راشد خان او شاهین شاه اپریدی دا ځل لاهور قلندرز سره دي.

حارث رووف تېر کال شل اوره لوبو کې ۵۷ ویکټو اخیستو سره سرټکی و.

افغان سپینر راشد خان ۵۶ ویکټو سره دویم بمر او شاهین شاه اپریدي هم په دغه مهال ۵۲ ویکټې اخیستې دي.

څومره ګرانبیه لوبغاړي؟

د پاکستان سوپر لیګ کې د هند د پریمیر لیګ په څېر لوبغاړي لیلام نه شول، بلکې هره کټه ګورۍ کې لوبغاړو ته پیسې وټاکل شوې.

دا ځل پاکستان سوپرلیګ کې مجموعي پیسې هم کمې او د یو اعشاریه یو میلیون په ځای نهه لکه پنځوس زره ډالر وو.

پلاټونیم ډلبندۍ کې شاملو دریو لوبغاړو کې دوه په یو لک اویا زره ډالر او دریم هم یو لک دېرش زره ډالر و.

الماس کټه ګورۍ کې درې لوبغاړو کې یو پنځوس زره ډالر او پاتې دوه شپېته شپېته زره ډالر او د سرو کټه ګورۍ کې درې لوبغاړو کې یو په پنځوس زره ډالر او پاتې دوه په څلوېښت څلوېښت زره ډالر واخیستل شول.