تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې کار موندل؛ څو ګټورې سپارښتنې
- Author, عاصم مایار
- دنده, د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد
- د خپرېدو وخت
افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د دندو له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د پوهنتون تکړه فارغین وزګار دي، او یا هم شفاف سیستم نشته او داسې نورې ګیلې لري.
دا ښکاره ده چې اوس تر بل هر وخت، په افغانستان کې دندې او کاري فرصتونه لږ دي او د ترلاسه کولو لپاره سیالي هم سخته شوی.
د همدې لپاره ځینې اړین ټکي شته چې ځوانان او په ځانګړې توګه د پوهنتون محصلین یې باید په پام کې ونیسي. ښایي همدې ټکو ته پام کولو سره دوی ژر یوه غوره او مناسبه دنده ترلاسه کړي.
اصلي ستونزې څه دي؟
د اوسنیو ځوانانو یا د دندې په لټه کې کسانو یوه مهمه ستونزه دا ده چې د کار له مارکېټ او نویو لارو چارو سره بلد نه دي.
دوی باید په یوه مهم ټکي پوه شي، او هغه دا چې د دندې موندلو لپاره یوازې د پوهنتون اسناد او لوړې نمرې معیار نه دی.
دنده یوازې د هغو فورمولونو تطبیق او حل نه ده چې تاسې یې په ټولګي کې زده کوئ، بلکې اوسنۍ نړۍ کې دندې ګنو نورو مهارتونو ته هم اړټیا لري.
دا مهارتونه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او انټرنټ له اساسي زدکړې نیولې بیا د هر مسلک تر تخصصي پرګرامونو، عصري ماشین الاتو کارول، پلان جوړونې، لیکوالۍ او په ځینو مواردو کې د پروپوزل لیکلو پورې رسيږي.
بله جدي ستونزه دا ده چې د افغانستان د پوهنتونونو د زده کړو سیسټم، د اوسني کاري چاپېریال غوښتنې نشي پوره کولای.
له همدې امله ځوانان اړ دي د پوهنتون د زدکړو تر څنګ، نور مهارتونه په شخصي ډول زده کړي.
د بېلګې په توګه د انجنیرۍ محصلین دېر ځلې تخصصي پروګرامونو او د نویو وسایلو کارول په شخصي مرکزونو کې زده کوي.
د نورو څانګو د محصلینو لپاره هم د مهارتونو ګڼ شمېر مرکزونو په کابل ښار کې جوړ شوي.
هر څومره چې د یو کس دا مهارتونه ډېر وي، د یوې دندې لپاره د د ټاکل کېدو چانس یې لوړ دی.
کوم شیان د دندې موندلو کې مرسته کولی شي؟
اوس په ادارو کې د لنډې مودې لپاره داوطلبي کار کول هم رواج شوی، چې ځوانان د ادارې له چارو سره بلدتیا ومومي او اړوند مهارتونه یې زده کړي.
وروسته له هغې چې کوم بست اعلانېږي نو دوی ژر ورته غوښتنلیک ورکوي. د غوره کس ټاکو پر وخت د پېژندګلوۍ، افتخاري کار او اړونده ادارې سره د کاري تجربې له امله همدې کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د پوهنتون له تکړه محصلینو سره تل دا فکر وي چې خپله تخنیکي پوهه به د چا تر لارښوونې لاندې پلې کړي.
په افغانستان کې، او په ځانګړې توګه په شخصي سکتور کې د ډېرو شرکتونو مشران لوړې زده کړې نلري.
دا مشران یا څښتنان په خپلو شرکتونو او کاروبار کې د پوهنتون له فارغینو په اسانۍ او د لږ معاش بدل کې کار اخلي.
خو که څوک، غیر له تخنیکي پوهې په نورو برخو کې، مالي او پلان جوړونې برخو سره بلدتیا ولري، کولای شي د یو ټیم په جوړولو سره خپله یو کوچنی شرکت جوړ او بیا وده ورکړي.
وروستی ډول کار، ډېر ځلې د پوهنتون تنبل محصلین په ښه توګه ترسره کوي او همدا لامل کېږي چې ځینې وخت خپل تکړه ټولګيوال یا ملګري ترلاس لاندې په دندو ګوماري.
له همدې امله په پرمختللو هېوادونو کې، پوهنتونونه د تخنیکي پوهې سربېره، محصل داسې تیاروي چې د کاري چاپېریال په هره برخه پوه وي.
همدا لامل دی چې په غربي نړۍ کې د پوهنتون محصلین بې له کومې تجربې د غټو شرکتونو بنسټ اېښودونکي شوي دي.
زما په نظر، تکړه کس هغه دی چې ځان د وخت له شرایطو سره برابر کړي.
اړیکې ټینګول، له فرصتونو خبرېدل، د دندو موندلو لارو چارو سره بشپړه بلدتیا، په لیکلې یا شفاهي بڼه د ښو خبرو ظرفیت، په ټیم کې د کار، بحث، استدلال، تحلیل، مشرۍ، ستونزې حلولو، د چارو ویش او تنظیم مهارتونه؛ علاقه مندي، تر فشار لاندې کار کول، پر ځان باور لرل او د خپل مسلک پوهه درلودل د نن ورځې غوښتنه ده.
کومه بل حل لاره یا فرصت هم شته؟
که چېرې پورتنۍ ورټیاوې لرئ او بیا هم په هېواد کې د کار موندلو ستونزه لرئ نو غوره ده د کار نړیوال مارکیټ ته مخه کړی.
مطلب مې په نورو هېوادونو کې د دندو موندل دي، ځکه ګڼ شمېر نړیوال شرکتونه خپلې اړټیاوې له بهرنیو کارکوونکو پوره کوي.
د اسیایي هېوادونو ډېر وګړي دا کار کوي او له دې لارې په عربي، اروپایي، ختیځ او لودیځو هېوادونو کې دندې مومي.
د کار نړیوال مارکېټ سیسټم کې روڼتیا شته، خو رقابت په کې تر کورني ماحول لوړ دی، ځکه د نورو هېوادونو وګړي هم دا هڅه کوي چې هلته دندې ترلاسه کړي.
د دې کار لپاره باید تاسې د نړیوالو دندو د اعلاناتو له انټرنټی پاڼو د ځان لپاره مناسبې دندې لټول پیل کړئ.
بیا د شرایطو په پوره کولو او غوښتنلیک لېږلو سره د شرکتونو له لوري ځواب ته په تمه شيء.
که چېرې تاسو وړاندې پړاو ته بریالي شوی نو د سکایپ له لارې به انټرویو درسره کېږي او د منل کېدو په صورت کې بیا د وېزې بلنلیک در استول کېږي.
له دې وروسته به تاسې د اړوند هېواد قونسلګرۍ یا سفارت کې وېزې ته غوښتنلیک ورکوئ.
د وېزې ترلاسه کولو وروسته به تاسې هغه هېواد ته د دندې لپاره ځئ، او ممکنه ده چې ستاسې د ژوند لوری ورسره په بشپړ ډول بدل شي.