هنري شېبې؛ راشد احمد خان چې پښتو موسيقۍ کې يې د ډاکتر تر کچې زدکړې کړې
د خپرېدو وخت
راشد احمد خان يو ځوان مخور سندرغاړی دی، چې دې ورستيو کې يې د پېښور پوهنتون پښتو څانګه کې د پښتو موسيقۍ ډاکټرۍ تر کچې زده کړې بشپړې کړې دي.
دی وايي د پي اېچ ډي يا ډاکټرۍ کچې سندپاڼې ترلاسه کولو کې یې تر ټولو لويه ننګونه دا وه چې پښتو موسيقۍ څېړنيز کتابونه او توکي ډېر کم وو.
خو وايي څېړنيزه ليکنه يې، پښتو موسيقۍ کې د سندريزو مکتبونو څېړنيزه جايزې يا ارزونې تر سرليک لاندې وه، او د موادو راغونډولو لپاره يې بېلابېلو سيمو ته سفرونه کړي.