پنځه فلمونه چې د ټکنالوژۍ اصلي بڼه یې ناسمه ښودلې

مونږ او تاسې خپل تیلیفونونه د اوونۍ اووه ورځې لاس کې ګرد ګرځو. د دې ترڅنګ په هر ښوونځي، کار ځای او کور کې کمپیوټرونه تر سترګو کېږي او کار ترې اخیستل کېږي.
اوس به تاسې هم دا وايئ چې دې کې څه دي؟ ۲۱ پېړۍ ده او ډېر خلک په ټکنالوژۍ پوهېږي او ګټه ترې اخلي.
خو هالیووډ کې دا ټکنالوژۍ له ريښتونې بڼې ور هاخوا ناسمه یا په نابشپړه ډول په فلمونو کې ښودل کېږي.
دلته پر ۵ هغو فلمونو غږېږو کې چې ټکنالوژي په کې په ناسمه بڼه ښودل شوې ده.
سوردفش Swordfish) ۲۰۰۱)

فلمونو کې هک کول یوه په زړه پورې او له هیجانه ډکه چاره ښودل کېږي.
یوه ښه بېلګه یې سوردفش فلم دی او په هغهکې د ښه هکر یا سپینه خولۍ والا هیګ جیکمین (Hugh Jackman) رول دی چې هڅه کوي یوه ترهګره ډله هک کړي.
دا صحنه داسې ښودل کېږي چې نوموړی هک کوونکی یوازې ۶۰ ثانیې لري چې باید خپله چاره ترسره کړي او دا له حقیقته لرې خبره ده.
په خواشینۍ سره باید ووایو چې ریښتینې ژوند کې هک کول داسې دي چې یو څوک په کمپیوټر کې د کوډو نه ختمېدونکي کرښې ټایپ کوي او یا هم کمپیوټر خپلې خوښې ته پرېښودلی شي تر څو هر هغه څه ته لاره ومومي چې هکر یې غواړي.
له همدې کبله دا سخته وي چې یو ښه فلم ترې جوړ شي نو ځکه د سوردفش په څېر فلمونو کې د چټکې کمپیوټري لیکنې یا ټایپینګ، لنډ مهاله ټایمرونه او د فایل سیسټمونه په داسی شکل فلم کې ښيي چې د ویډیو ګیمونو په څیر وي.
جورسک پارک ۱۹۹۳ (Jurassic Park)

شاید موږ ټولو هغه فلمونه لیدلي وي چې هکر په ډېره مینه سره کار کوي چې یوې شبکې ته لاسرسی ومومي خو په پای کې له یوه ناکام 'اکسس ډینایډ' سکرین سره مخامخ شي او دا د ناکامۍ پیغام هم په لویو ټکو سور رنګ سره په سکرین ورښکاره شي.
خو د چټک ټایپنګ کولو وروسته ناڅاپه بریالی شي او په سکرین د 'اکسس ګرانټډ' له پیغام سره مخامخ شي چې د دا ډول فلمونو ښه بېلګه د 1993 جوراسیک پارک فلم یو له دی.
تاسو وروستی ځل کله دا ډول پیغام ولید؟ هېڅکله نه، تاسو کله پاسورډ یا پټ نوم هېر کړی؟ د دې هېرې پر وړاندې د کمپیوټر ځواب یا غبرګون ډېر دوستانه او ساده وي دا ډول سور رنګه لوی ټکي په کې نه وي.
بلیډ رنر (۱۹۸۲) Blade Runner

د ټیکنالوژۍ په اړه بې پروايي یا معمولي تېروتنې له ۱۹۸۲ کاله پیل شوې او لومړنی فلم یې هم بلیډ رنر و خو اوس په ناڅاپي ډول دا بې پروايي یا ټیکنالوژي له اصلي بڼې په توپیر سره ښودل بیخي ډېر شوي.
اصلي کرکټر په کښی یوه تیاره او ضعیف عکس ته ګوري چې ډېر صاف نه لیدل کېږي، ډیری وختونه دا انځور د شکمن کس یا د نه لوستلو وړ متن وي.
خو کله چې د فلم کرکټر د انځور صافولو هڅه پیل کړي یو دم شفاف او پاک انځور ترې جوړ شي.
په واقعیت کې، ډیجیټل عکسونه د رنګونو له کوچنیو نقطو څخه جوړ شوي چې د پکسل په نوم یادیږي او د ټیټ ریزولوشن انځورونه د لوړ ریزولوشن په پرتله خورا لږ پکسلونه لري.
که عکس ټیټ ریزولوشن وي نو د "پکسل اضافه کولو" کومه لاره شتون نلري. په ځانګړي ډول چې له اوله د کیمرې لخوا له لوړ پکسل سره نه وي اخیستل شوی.
ريښتوني ژوند کې د عکس اخیستنې سافټویرونو په وروستيو کلونو کې په پراخه کچه وده وکړه خو له دې سره که د انځور زوم کولو او لوړولو ته څېر شو لا هم امکان نه لري لکه څنګه چې بلیډ رنر او نورو فلمونو کې ښيي یو انځور دې له خراب کیفیت څخه یو دم ښه کیفیت ته واوړي. اوس هم خیره انځورونه خیر یا تیت وي.
اندیپندنس ډی Independence Day ) 1996)

په فلمونو کې یو له کلاسیک ټیکنالوژي فلمونو څخه د ۱۹۹۶ کال د بهرني بهرنیو مخلوقاتو (ایلینس) د یرغل فلم اندیپندنس دی.
جیف ګولډ بلم (Jeff Goldblum ) د یوه تکړه ساینس پوه رول لوبوي چې یوازې په څو ساعتونو کې د یوه وژونکي کمپیوټري ویروس کود لیکي، چه په ريښتوني ژوند کې خورا ناممکن کار دی، مخکې لدې چې دا د دښمن ځای ته ور واستوي. یرغلګر له منځه لاړ شي او ځمکه وژغورلی شي.
خو ستونزه دا ده چه د کمپیوټر ویروسونه د ځانګړي سیسټمونو لپاره لیکل شوي، نو د وینډوز ویروسونه د وینډوز کارولو ماشینونو لپاره لیکل شوي، ویروسونه چې په مک کمپیوټراغیزه کوي په ځانګړي ډول د دوی لپاره لیکل شوي او داسې نور.
دې فلم کې جیف ګلوډبلم د ایلینس کمپیوټري سیسټمونو په اړه ښه او دقیق پوهه نه درلوده او له همدې کبله په ريښتوني ژوند کې ناممکنه ده چې یوه نامعلوم سیستم ته دننه شې او په بشپړ ډول اجنبي کمپیوټري سیسټم ور خرابه کړې.
د سټینلي کوبریک ۲۰۰۱:
سپیس اوډیسي د ۱۹۶۸ کال فلم، د ریډلي سکاټ (ایلین) د ۱۹۷۹ کال فلم او د سټیون سپیلبرګ جوراسیک پارک د ۹۹۳ کال فلم ټول ډیر روښانه کمپیوټري مانیټرونه لری.
تاسو کولی شئ خپله یې درک کړئ چې ولې د فلم ډایرکتران دا خوښوي.
خو په واقعي ژوند کې د دومره روښانه سکرین کارول خورا ستونزمن کار دی سترګې پرېښوي او دویم دا چې د هر لیدونکي لپاره د ښه لید او لوستلو وړ نه وي.





















