هنري شېبې: د امازون ځنګله د انځورونو نندارتون

د ویډیو تشریح، هنري شېبې: د امازون ځنګله د انځورونو نندارتون
د خپرېدو وخت

برازيلي انځور اخيستونکي سېباسټياو سالګاډو يې د هېواد حکومت پر دې پړ ګڼلی، چې د اصلي اوسېدونکو له سيمو یې د ساتنې تدبيرونه لرې کړي، او امازون سيمه کې يې د تاوتريخوالي جرمونو مخنيوي کې د پوره کار نه کولو داسې حالت ټوکولی، چې په وينا يې دا تېره نژدې موده هلته يو خبريال او د اصلي اوسېدونکو يو کارپوه ووژل شول.

د ده دې خبرو په اړه د برازيل حکومت لا څه نه دي ويلي. ۷۸ کلن انځوراخيستونکی سالګاډو د امازونيا په نامه خپل نوي نندادرتون پرانيستې لپاره ريو ډې جېنېرو کې و.