د طبیعي چاپېریال انځورونه څنګه زموږ لپاره د خوښۍ لامل کېږي؟

د عکس سرچینه، David Hockney/photo Richard Schmidt
- Author, لیک کات
- دنده, پاونډ
- د خپرېدو وخت
د بي بي سي کلتوري رپوټونو په دې لړۍ کې دې ته کتنه کېږي چې طبیعت څنګه د هنر پنځونکو پر ذهن اغېز کوي. کات پاونډ هغه هنري تابلو ګانو ته یوه لنډه کتنه کړې چې په ستونزمن حالت کې زموږ ذهنونو ته ارام او سکون بښي.
د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې چې نړۍ د کورونا وبا له ستونزمن وضعیته تېرېده او ځان یې ورسره عیاراوه، ډېوډ هوکنې د ژیړ رنګه نرګسو یو تصویر خپور کړ، چې سرلیک یې و، 'په یاد مو دي که نه، چې دوی پسرلی نه شي لغو کولای. '
د بې ثباتۍ او ویرې، ترهې په هغه چاپیریال کې له دې سره یو څه هیلې راوټوکېدې، او موږ ته یې یو ډول ډاډ راکړ، چې طبیعت د بیا راژوندي کېدو له وړتیا سره اوس هم موږ هیله من کولای شي.
هوکنې له اوږدې مودې راهیسې له دواړو، جمالیاتي او معالجوي پلوه له طبیعته پریمانه الهام اخیستی. دی وايي، 'زموږ د شخصیت تشه یوازې طبیعت ته د کتلو له لارې ډکېږي. ' او دا داسې یو نظر دی، چې له تېر یوه کال راهیسې موږ ډېر د خپل ذهني کیفیت کابو لړ کې شریکوو.
پایله یې هم څرګنده ده، او هغه داسې چې په طبیعي چاپېریال کې یوازې ۲۰ دقیقې ګرځېدل د اضطراب او ذهني نارامۍ کیفیت کمولای شي.
ان د طبیعت یوه انځور ته کتل هم تر یوه حده پورې اغېز لري، ځکه نو د حیرانۍ خبره نه ده، چې د هوسټن ښکلو هنرونو په اکاډیمۍ کې د هوکنې - وان ګوګ د طبیعت انځورونو خوند ته خلک ورمات وو او د هوکنې پسرلي راتګ نومي اثر ته د لندن په شاهي اکاډیمۍ کې سخت انتظار کېده.
په مارچ میاشت کې چې ټکساس ایالت تازه له بې موسمه سختې یخنۍ راوتلی و، د هوسټن نندارتون منتظمې ان دوماس د بي بي سي کلتوري څانګې سره خبرو کې وویل: ''خلک رښتیا له دې نندارتون سره مینه ښيي. د کووېډ له کبله دلته وضعیت ښه نه و، بیا پکې دا یخني راغله، چې د ژوند چارې یې نژدې په ټپه ودرولې، خو کله چې خلک په دې ګالریو کې ګرځي، څېرې یې وغوړیږي. ''

د عکس سرچینه، Credit: Vincent van Gogh Foundation
دا نندارتون د امسټرډام وان ګوګ موزیم د ۲۰۱۹ کال یوه نندارتون تازه بڼه وه، چې له طبیعت سره د دواړو هنرمنانو مینه او دغه راز پر هوکنې د وان ګوګ اغېز پکې وینو.
طبیعت ته د دواړو هنرمندانو غبرګون د صحنې له یوه بدلونه الهام اخلي. کله چې وان ګوګ د فرانسې سویل ته ولاړ داسې تصویرونه یې وکښل، چې ژوند پکې لیدل کېږي، د لمر په شغلو کې نغښتې کروندې پکې وینو، خو په لاس اینجلس کې یارکشائر ته له کلونو وروسته د هوکنې ستنېدل د ده لپاره له ځايي منظرو د الهام اخیستو یوه نوې وسیله شوه، چې د ده په اثارو کې یې انعکاس وینو.
له سوسن ډکې کروندې، ۱۸۸۸ هوسټن نندراتو له طبیعت سره د دواړو هنرمندانو مینه ښيي او دغه راز پر هوکنې د وان ګوګ اغېز پکې څرګندېږي.
هوکنې وايي:
''ځمکې ته مې چې کله هم کتلي، تل راته ښایستوکې ښکاره شوې. او دا هغه څه دي چې زه یې له وینسټ وان ګوګ سره مشترک لرم. موږ دواړو خاورې ته، وطن ته له کتو رښتیا ډېر خوند اخیستی.
ښايي د دوی دواړو د کار موضوع ډېر مهال له یو بل سره ورته والی موندلی. دوماس په دې هکله وايي:
''موږ د وان ګوګ یو ښایسته تصویر لرو، چې ونې پکې وینو، بلکې د دوو ونو بیخونه دي، چې د پسرلي موسم راښيي او دا داسې دي لکه دی همالته نژدې پروت دی، پر وړاندې یې په پراخه ساحه کې سارايي ګلان غوړیدلي دي. ''
دوماس زیاتوي هوکنې په خپل اثر ختیځ یارکشائر ولډګېټ ته د پسرلي راتګ کې کټ مټ کار کړی.

د عکس سرچینه، Credit: David Hockney/photo Richard Schmidt
ان دوماس زیاتوي: ''خلک موږ ته لیکي او د دې نندارتون له کبله مننه کوي. بې شکه هغه انځور چې شنېلی پکې وینو، څانګې له پاڼو سره نغښتې او پېچلې دي، د نندارتون برالا ښکلا ده. ''
یوه بله منظره ده، چې هوکنې په همدې صحنه کې ثبت کړې - څلور موسمونه- ولډګېټ ځنګلونه (۲۰۱۱ پسرلی، ۲۰۱۰ دوبی، ۲۰۱۰ منی او ۲۰۱۰ ژمی).
دوماس په دې هکله وايي: ''دا په څلورو برخو وېشلی دی، چې نهه خورا ظریفې خوځنده پردې لري، دا د ځنګله هماغه یوه برخه ښيي چې څلور موسمونه پرې تېرېږي. دا د ډېرو لپاره خورا جذاب دی. ''
د کورونا مخنیوي قرنطین له کبله د شاهي اکاډیمۍ نندارتون درې ځله وځنډېد او له هغه وروسته د دې نندارتونو منتظمې ایدیت دیوانسې لپاره راتلونکي ته له خوشبیني او هیلې پرته بله چاره نه وه پاتې. هوکنې هغه مهال د فرانسې په نورمانډې کې و او هیله یې د تل په څېر همالته د پسرلي ثبتول و.
له هغه ځایه یې اثار یوې ځانګړې ډلې ته استول چې دیوانسې یې یوه غړې ده او ځان بختور ګڼي.
دا وايي: ''دوی له بصري پلوه خوندور دي، داسې چې موډ بدلوي، دا ډېره جالبه ده، چې د طبعې بدلون تر بریده جذابیت لري. ''
ایدیټ دیوانسې په دې هکله وايي: ''همدا د ژوند دائره ده، دا راپه زړه کوي چې له موږ زیات ځواکمن قوت شته. ''
دا ټولې لړۍ ته ډېره هیله منه ده، چې پر زیاتو نندارچیانو به لا ډېر اغېز ولري.

د عکس سرچینه، Credit: David Hockney
دا وايي، دا به موږ ټولو ته له دې کبله هم یوه مانا ولري، چې ټوله نړۍ له یو ډول حالته تېره شوه. د دوماس په څېر دیوانسې هم د هوکنې ژورې مشاهدې خبره کوي. د نندارتون په هکله د خبرو پر مهال انسان د هنرمن په خوښي برالا پوهېږي چې د لومړني شنېلې په هکله یې څرګندوي. دی د بېلا بېلو ګل بوټو په هکله غږیږي، چې کوم یو به لومړی غوټۍ وسپړي.
دغه نګه خوښي په هغو ټولو کې محسوسیږي چې د 'ایپډانځور ' سبک ته ګوري چې ده دا وروستۍ څه باندې یوه لسیزه کې خپل کړی دی او بیا په ځانګړې توګه چې دی اوس د شمالي انګلستان یوه ریاضي پوه په مرسته فعال شوی اپلکشن هم لري.
دیوانسې هیله منه ده، چې دا نندارتون به یو ځل بیا هغو کسانو ته له طبیعت سره اشنايي او بلدتیا ور په برخه کړي، چې مخکې یې ورسره لږ وه او یا د خپل شاوخوا طبیعت تکرار پېژندنه غواړي. دا وايي: ''د ډېوډ د کار یو کمال دا دی چې هغه مشاهده راپه زړه کوي چې موږ هېره کړې ده. ''
یو څه چې د ډېوېډ له کاره یې زده کوو، مشاهده ده، داسې مشاهده چې اوس له موږ ورکه ده، د بېلګې په توګه نن سبا موږ خورا ډېر بصري محرکات لرو او همدا ده، چې ټول کال مو بېلا بېلو الیکترونیکي پردو ته په کتلو تېر شي، خو دا مناسب منظر نه دی، غوره مشاهده دا ده، چې بهر ته ووځو او طبیعت ته وګورو.
د خلاقیت په برخه کې د الهام اخیستو لپاره او دغه راز د خپل طبیعت ښه کېدو لپاره د دې ټول مشاهدې ګټه هغه دا چې د ډیزاینره، انځورګره او د طبیعت مینه واله ایما میشل یې بیانوي.
اغلې میشل تر کلونو پورې په ژور خفګان اخته وه او دا په خپله درملنه کې د ذهني روغتیا لپاره د طبیعي منظرو په منځ کې غرقېدل ګټور بولي. دا وايي، زموږ ذهنونه د ونو، بوټو، پاڼو یا ان شنیلي غبرګون کې د مزاج یوه ځانګړې بڼه غوره کوي.
نوموړې د بي بي سي له کلتوري څانګې سره مرکه کې زیاتوي: ''زه چې د یوې ساینسپوه په توګه مې روزنه شوې وه، تل د دې موضوع په هکله حساسه وم، چې طبیعت زموږ له ذهن سره څه کوي؟... ان د ورځې یوازې لس دقیقې د شنو ونو او بوټو په منځ کې تګ یو خورا پاموړ بدلون رامنځته کوي. ''

د عکس سرچینه، Credit: Emma Mitchell
میشل د همدې ګرځېدو پر مهال بېلا بېل طبیعي څیزونه راټولوي او بیا یې له تصویرونو سره د ۱۹ پېړۍ بوټو پېژندنې په کتاب کې حوالې ګوري. د دې تصویرونو پنځونه که یو لور خپله د میشل لپاره ګټوره ده، نو بل پلو په علمي او معلوماتي سکتور کې هم د هغو کسانو د ذهنې روغتیا لپاره ګټور ثابتېږي، چې پر خواله رسنیو ټویټر او انسټاګرام له دې سره ملګري دي.
دا وايي: ''د ګلبوټو، ونو او ان مني په موسم کې د پاڼو رنګونو ته د خلکو غبرګون مثبت وي. ''
په ټکساس کې د ګډونوالو غبرګون ښيي چې د طبیعت تصویرونو ته د ټولو غبرګون یو ډول نه وي.
میشل وايي : ''که نندارتون ته یا یې کومې ځانګړې برخې ته د ډېرو خلکو غبرګون مثبت وي، پر همدې څېړنه کېدای شي. کله چې موږ پر یوه ایپډ د طبیعت نظاره کوو، که څه هم کله نه کله یې رنګونه د تمې خلاف او وسیع وي، خو بیا هم ورسره د خلکو د ذهنونو کیمیاوي ماهیت بدلېدای شي. ''
د شاهي اکاډیمۍ د نندارتون هدف همدا ښکاري، خو میشل وايي، موږ ټول هله له طبیعته خوند اخیستلای شو، چې د هوکنې او وان ګوګ له پنځونو خوند واخلو، د دې خپل کتاب همدا څه راباندې ویني او په وینا یې خپله باید ونو، بوټو ته ووځو او د سر په سترګو یې ووینو.
دا زیاتوي: ''وګورئ! ښايي داسې څه ووینئ چې ښایسته وي، یوه پاڼه، دوې کور ته راوړئ، د بېلګې په توګه د یوه ګل پاڼه یا ډنډر، ویې ساتئ یا ترې تصویر واخلئ، که امکان ولري، بله ورځ هم همداسې وکړئ، زېرمه به شي، او که همداسې عادت شئ، ذهني روغتیا ته مو ډېره ګټه کوي. ''
که غواړئ د همدې مطلب په هکله راسره نظر شریک کړئ، د بي بي سي کلتور پر فېسبوکپاڼه یې راسره شریکولای شئ یا هم د بي بي سي کلتور ټویټر پاڼې له لارې پیغام راته استولای شئ.
که دا مطلب مو خوښ شوی وي، د بي بي سي اونیزو فیچرونو لپاره بي بي سي ټکی کام پاڼه کې ګډون کولای شئ او هره جمعه به مو برېښنالیک ته د بي بي سي کلتوري څانګې، ژوند - کار او سفر په هکله معلوماتي مطالب استول کېږي.



















