د ځان تېر ایستلو چلونه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال
- د خپرېدو وخت
زموږ یو ګاونډی زلمی په کانکور کې انجنیري ته کامیاب شو. څو میاشتې پس چې د اوړي په رخصتیو کې له کابله راغی، ورپام مې شول چې سګریټ څکوي.
ما ورته وویل، ستا خو دا عادت نه و! ده راته کړه: درسونه سخته وو، په داسې شي به خوشحالېدم چې شېبه نیمه خو د کتاب نه ویلو پلمه په لاس راکړي او دغه پلمه د کوټې ملګري راجوړه کړه، هغه سګریټ څکول، ما هم شروع ورباندې وکړه چې له درسه د پټېدلو شېبې ولرم.
کار کول سخته وي نو بنیادم په پلمو پسې ګرځي چې د نن کار سبا ته پرېږدي او سبا یو ځل بیا ځان تېر باسي.
د صحت له اصولو غاړه غړول زموږ د ځان تېرایستلو یوه بله ساحه ده. تاسې به د سګریټو ځینې څکوونکي لیدلي وي چې وايي به په دې روژه کې یې پرېږدم او په روژه کې به وایي، ان شاالله وروسته له اختره.
د سګریټو یو عملي شاید ادعا وکړي چې په سګریټو کې صحت ته تاوان نشته. ده به د ځان تېر ایستلو لپاره مثالونه هم پیدا کړي وي. مثلا د یوه بوډا مثال به راوړي چې ټول عمر یې سګریټ څکولي دي او اوس چې اته اتیا کلن دی، هیڅ ناروغي نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی شاید مبالغه ونکړي او دغسې بوډا به په رشتیا روغ رمټ وي، مګر ده د ځان تېر ایستلو لپاره یوازې د هغه چا مثال حافظې ته سپارلی دی چې د ده د خوښې نظریې ته پکار راځي.
فرانسیس بېکن چې د بشر د فکر د طرز په تېروتنو یې ډ ېر غور کړی دی، وایي، موږ ډېر ځله هغه څه ته حقیقت وایو چې زموږ په طبعه برابر وي.
بېکن چې د شپاړلسمې پېړۍ په دویمه او د اولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې ژوند کاوه، ویلي وو چې انسانان اول یو څه مني او بیا د هغه څه لپاره چې منلي يې دي او په طبعه یې برابر دي، دلیلونه پیدا کوي او دا د حقیقت موندلو لار نه ده.
د علم او تمدن د تاریخ پوهان فرانسیس بېکن ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د ده فکرونه د نوي علم او تمدن په ایجاد کې او د وروستیو پېړیو په حیرانوونکې ترقي کې خورا اغېزمن بولي.
بېکن دا هم ویلي وو چې کومه خبره دې ذهن په خوشحالۍ سره مني، د هغې په حقیقت کې دوه ځله شک وکړه.
بېکن ټینګار کوي چې دا زموږ لویه ذهني خطا ده چې په یوه موضوع کې صرف هغه مثالونه یادوو چې زموږ د نظر پخلی ورباندې کېږي خو ګڼ نور مثالونه چې د نظر خلاف مو دي، له پامه غورځوو او سترګې ورباندې پټوو.

د عکس سرچینه، Getty Images
که د بېکن د خبرو په رڼا کې خپلې ټولنې ته وګورو، ډېر څه ته به مو پام شي. هغوی چې په تاریخ کې یوازې د خپل نظر د تایید په مثالونو پسې ګرځي، له تاریخه زده کړه نه کوي بلکې ځان تېرباسي.
زموږ په ټولنه کې د مطالعې داسې شوقیان کم نه دي چې که یې څوک ښه اېسي د هغه په اړه ټولې مثبتې لیکنې رشتیا او ټولې منفي لیکنې دروغ ګڼي. دغسې ذهنیت مو په ناپوهي کې ایسار ساتي. خوشحال فرمایي:
پیر،استاد، مرشد به واړه درته شا کا
که په جهل مرکب کې مستقیم یې
زما په خیال بې معلوماتو کس نه بلکې هغه کس په جهل مرکب مبتلا کېږي چې یو اړخیز معلومات ورسره وي او بسنه ورباندې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له استبداد سره ګوزاره کول د انسان د ځان تېر ایستلو یوه بله مهمه ساحه ده. مظلوم به له ظالمه کرکه کوي مګر وېره هم ورنه لري او دا وېره ممکن د دې سبب شي چې د ظالم تعریفونه شروع کړي خو د ظالم خوشامندې یې وجدان نه مني.
نو د دې لپاره چې د وجدان له عذابه ځان وژغوري، د ظالم د ستاینې لپاره دلایل مومي او له ځان سره وایي: انسان باید واقعبینه واوسي، یو اړخیز قضاوت ښه نه دی، داسې هم نه ده لکه دا ځینې خلک چې وایي، پخوانو متل کړی دی چې یو کلی په نامه لري یو خوی تر نورو ښه لري...
په شلمه پېړۍ کې د هیتلر او ستالین حکومتونه د استبداد اعلی مثالونه وو. د هیتلر د بندیخانو په اړه مې په یوه څېړنه کې لوستي وو چې بندیانو به اول له خپلو خونکارو ساتونکو کرکه کوله خو د وخت په تېرېدو سره به په روحي لحاظ دومره مات شول چې ساتونکو ته د دروغو احترام به یې د زړه د تل په درناوي بدل شو.
د څېړونکو په نظر د دې شي یوه لویه وجه د ژوندي پاتې کېدلو ژوره ارزو وه.
شدیده ارزو په انسان لوبې کولی شي. متل دی وایي چې د غرض څښتن مجنون وي. عاشق چې د معشوقې په دیدار پسې ورک لېونی دی، د هغې د دروغو وعده هم رشتیا ګڼي. حمزه شینواری څه ښه فرمایي:
کومه وعده دې ما دروغ ګڼلې
کومه وعده دې په رشتیا کړې ده

د عکس سرچینه، Getty Images
حکایت دی چې د عربو له مشهور طماع او وږسترګي چا وپوښتل چې د خپل حرص ډېره جالبه کیسه دې کومه ده؟ هغه ورته وویل، په ماشومتوب کې مې له همزولو سره لوبې کولې. د لوبو په منځ کې مې په دروغو ورته وویل چې په بر کلي کې خیرات دی.
هلکانو ورمنډه کړه او ما چې دوی ته وکتل په زړه کې راتېره شوه چې هسې نه په رشتیا خیرات وي، نو ما هم پایڅې را بروهلې او دومره چټکه منډه مې واخیسته چې تر نورو هلکانو مخکې ور رسېدلی وم.
له لویه سره په ځان تېرایستلو کې تاوان کوو خو کله کله شاید په رښتیا ورته اړتیا ولرو.
مرګ یو تریخ حقیقت دی او د دغه ترخه حقیقت د اسانه کولو لپاره مو ډېر چلونه جوړ کړي دي چې یو پکې دا دی چې مرګ تقریبا داسې حادثه ګڼو لکه موږ ته چې نه بلکې بل ته ورپېښېږي.
دغسې تصور د مرګ د وېرې درد کم کړی دی. دا یې د ګټې اړخ لري خو تاوان هم لري چې هغه بیا بېل بحث غواړي.



















