د يوه "پښتون انګرېز" د ژوند کيسه
جان بټ (John Butt) انګرېز دی. خو شاوخوا پنځوس کاله مخکي په ځوانۍ کي مسلمان شو، پښتو ژبه يې زده کړه او اوس ځان يو کلک پښتون ګڼي.
جان بټ په ۱۹۶۹ ميلادي کال کي د يوه سيلاني په توګه افغانستان او بيا پاکستان ته ولاړ. د پښتنو رواج او ژوند ژواک يې خوښ شو خو ډيرې ستونزې يې هم وليدې.
تر مسلمانېدو وروسته يې نوم جان محمد شو، او ديني زدکړې يې هم وکړې. ده خپل هېواد انګلستان پرېښودی او په پښتونخوا او افغانستان کې يې اوسېدل پیل کړل.
نوموړي د هندوستان د ديوبند له نامتو ديني مدرسې څخه هم فارغه شوی او ډېر کلونه يې د بي بي سي په ګډون په نورو ادارو کي د خبريال په توګه هم کار کړی دی.
جان محمد بټ اوس سپين ږيری دی او په دا وروستو کي يې د خپل ژوند په اړه په انګرېزي ژبه يو کتاب ليکلي
چي “A Talib's Tale: The Life and Times of a Pashtoon Englishman” يعني، “د يوه طالب کيسه: د یوه پښتون انګریز ژوند او وختونه” نومېږي.
ډاکټر داود اعظمي، څه موده مخکي له جان بټ سره د ده د ژوند، فکر او کاري فعاليتونو په اړه يوه مرکه کړې وه چي دلته يې درته خپر وو.