تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له کنګل جوړ معبدونه او پلونه
د چین هاربین نړیوال ۳۷م نندارتون پرانیستل شوی چې تر ډېره پر کنګل توږل شوې مجسمې لري.
د هاربین دا نندارتون د چین په شمال ختیځ هیلونګجیانګ کې جوړ شوی چې پخپل ډول کې تر ټولو لوی کنګلي نندارتون دی.
نندارتون کې له کنګل لویې مجسمې جوړې شوې، چې د هاکي او فوټبال لوبې هم پکې کېدای شي.
د کورونا وبا له کبله چین ته د سفر محدودیتونو په لړ کې اټکل دی چې چین کې په کور د ننه سیاحت ډېر شي.
دا نندارتون لومړی ځل په ۱۹۶۳ کال پیل شو، خو د چین د کتلوري کودتا پرمهال درول شوی و، په ۱۹۸۵ کال یوځل بیا پیل شو.
په تېره ډیسمبر میاشت کې، پر کنګل د توږلو ۳۰۰ کارکوونکو، چې ډېری یې خټګر او کرونګر وو، نندارتون ته لویې کنګلي ودانۍ جوړې کړې.
د کنګلي ښار جوړولو لپاره، لسګونه زره کنګلي ټوټې کارول شوې او له سونګهوا کنګلي سینده راوړل شوې دي.
دا کنګلي ټوټې په لویو لاریو کې راوړل شوې او هلته ترې ودانۍ، عبادتځي، پلونه او خوړنځي جوړ شوي دي.
د کنګل یوه کارګر وانګ کیوشنګ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ولې د سیند کنګل ته اړ شول: "مصنوعي کنګل دومره پیړوالی نه لري او د باد په مقابل کې هومره قوي هم نه دی".
کارګر ربړي موزې لري چې تر ګونډو پورې لوړې دي، پیړ لاسماغوګان یې اچولي او د غوږونو لپاره یې غوږۍ اغوستې دي چې تړم یې وساتي.
شانګ وي رویټرز ته ویلي: "هر ګهیځ شپږ بجې د کنګل ماتولو او توږلو لپاره راځو".
"ځینې وخت اضافي کار ته اړ کېږو، ان د ماخوستن تر ۸ یا ۹ بجو پورې یا ان تر نیمې شپې".
کنګل ټوټې د دېوالونو جوړولو کې هم کارول کېږي.
بیا کارګر د خپلې خوښې ټوټې جوړوي، اره کوي یې.
د کار پرمهال، کارګر غرمنۍ هم همالته خوري.
کنګلي ودانیو کې د شپې بېلابېل رنګونه له لیرې ښکاري.
د هاربین کنګلي نندارتون به د ۲۰۲۱ د فبرورۍ تر ۲۵مې دوام لري.