د یوه افغان کور کې کوچنی موزیم

د ویډیو تشریح، کور کې کوچنی موزیم
د خپرېدو وخت

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې یوه سړي پخپل شخصي لګښت په تېرو دېرشو کلونو کې ګڼ نوي او لرغوني زینتي توکي راغونډ کړي او پخپل کور کې یې یو کوچنی شخصي موزیم ترې جوړ کړی.

حشمت الله سروري وايي، نژدې زر توکي لري چې تر اوسه یې له رسنیو سره په اړه نه دی غږېدلی او لومړی ځل دی چې له بي بي سي سره د خپل موزیم په اړه غږېدو ته چمتو شوی دی.

محمد قاضي زاده ورغلی او د دغه کوچني موزیم په اړه یې دا رپوټ چمتو کړی.