مشهوره سندرغاړې اریانا سعید په کورونا ناروغۍ اخته شوې

د عکس سرچینه، ARYANA SAYEED FACEBOOK
پېژندل شوې سندرغاړې آریانا سعید په اېنستاګرام کې پر خپلې پاڼې خبر ورکړی چې په کورونا ویروس اخته شوې.
د آریانا سعید کوژدن حسیب ساعد چې د دې د پاڼې اډمن دی لیکلي چې کوژدنه یې آریانا سعید په کوویډ ۱۹ اخته شوې. آغلې سعید په افغانستان او بهر کې ګڼ مینه وال لري.
دا خپل ډېری فعالیتونه له افغانستانه د باندې ترسره کوي او کله کله افغانستان ته هم سفر کوي چې په ټلویزیوني خپرونو کې برخه واخلي او یا دا چې خپلې سندرې ثبتې کړي.

د عکس سرچینه، Aryanasayeedofficial/instagram
آغلې سعید ډېره موده د خصوصي ټلویزیون طلوع له خوا ترسره کېدونکې د "افغان ستوري "سندریزې خپرونه کې د ژوري هیئت یا داور په توګه برخه اخیسته.
دا د سندرو بللو ترڅنګ د ښځو د حقونو په برخه کې هم فعالیت کوي چې څو سندرې یې هم په همدې اړه دي.
پر کال ۲۰۱۸ یې د انسان دوستانه فعالیتونه له امله د اتلانتیک شورا د "آزادۍ " جایزه هم ترلاسه کړې. امریکایی بنسټ دا جایزه هغو خلکو او سازمانونو ته ډالۍ کوي چې په نړۍ کې له آزادۍ د دفاع او پیاوړي کولو په برخه کې کار کوي.
درې کاله وړاندې د افغانستان اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د "د افغانستان د ښځې غږ "لقب ورکړ.















