د خواله رسنیو له لارې د هنر زده کړه

د ویډیو تشریح، د خواله رسنیو له لارې د هنر زده کړه
د خپرېدو وخت

کورونا وېروس د نړۍ په لروبرو کې میلیاردونه خلک په کور کړل. هغه چې انټرنټ ته لاسرسی لري او موبایل ټیلیفون ورسره شته، ټکنالوژي یې د ژوند مهمه برخه وګرځېده. څوک پرې پر دوستانو حال ساتي، نورو پرې کارو بارونو ته مخه، او چا بیا زده کړې او انلاین روزنې پيل کړې. د افغانستان په کندهار کې، د ښکلو هنرونو د ټولنې مشر امان الله درخشان هم یو له دغو کسانو دی. دی پر وټساپ ګروپ څه باندې دوو سوو کندهاریانو ته خطاطي ور زده کوي.