انځورونه: د تون غنخ آمون پاچا لوی زرین تابوت بیارغول

د خپرېدو وخت

د ځوان مړه شوي پاچا توت غنخ آمون بهرنی تابوت د مصر لوی موزیم کې ساتل شوی، چې اوس یې د ترمیم د پلان لپاره د تعقیم چاره پیل شوې ده او ښايي اته میاشتې وخت ونیسي.

تابوت

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د مصر د لرغونو اثارو وزیر خالد العناني وویل، د ځوان پاچا توت عنخ آمون د دغه زرین تابوت بیارغول به اته میاشتې وخت ونیسي. لومړی ځل دی چې د مصر الاقصر کې د پاچاهانو تپې له هدیرې راستل کېږي.
تابوت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په زرو دا سینګار شوی لرګین تابوت کې پاچا د اوزیر معبود په بڼه اېښودل شوی، تر لاسونو په زرو سینګار شوې جنډې تاو شوې، او پر سینه یې دوه ټوټې غوړل شوې دي. اصلي ډبرین تابوت یې مستطیل شکل لري چې له کوارتزیت ډبرې جوړ شوی دی.
تابوت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بهرنی زرین تابوت په ۱۹۲۲ د برتانوي لرغونپوه هوارډ کارټر له خوا کشف شو او د مصر د لرغونو اثارو وزیر خالد العناني وویل، درېیم تابوت ښه وضعیت کې نه دی، ځکه چې بیا نه دی ترمیم شوی.
تابوت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مصر لرغونو اثارو وزارت کارپوهانو وکړای شول چې د تابوت پوښونه سم وساتي. زرین لاستي د تابوت پورته کولو د اسانۍ لپاره ورته جوړ شوي. توت عنخ آمون د فرعونیانو تر ټولو مشهور پاچا و، ځکه چې د ده ډېرې خزانې هم کشف شوې او ډېر شتمن پاچا و. دی په ځوانۍ کې مړ شوی دی.
تابوت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، منځوی او داخلي تابوتونه یې هم رغول کږي. توت غنخ آمون د مصري پاچاهانو هدیره کې د پاچاهانو د قبرونو ۶۲ نمبر و، چې د ۱۹۲۲ کال په نومبر میاشت کې کشف شو.
مصر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د دغه ځوان پاچا قبر له څه باندې پنځو زرو ټوټو جوړ شوی، چې مجسمې، جنګي ټایرونه او د پاچا د کورنۍ تاویزونه هم پکې شته.
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوناهو د مقبرې ټول توکي په سم حالت کې وموندل. هلته هغه تېل، عطر او لوبتوکي هم ورسره خښ کړل شوي وو، چې پاچا به په کوچنیوالي کې کارول او لوبې به بې ورباندې کولې. همدارنګه ترڅنګ یې ارزښتناکه ګاڼه او له زرو جوړې مجسمې هم وې.
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مصر لوی موزیم کې یوه برخه د ډبریینو، لرګینو او معدني اثارو بیا رغولو ته ځانګړې شوې ده.
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مصر د لرغونو اثارو وزارت وايي، په لوی موزیم کې یې د بیارغونې کابو ۷۵ سلنه چارې ترسره کړې دي.
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا مهال د لوی موزیم پر داخلي او بهرنۍ ښکلا کار کېږي.
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اټکل دی چې د مصر دا لوی موزیم به تر ۲۰۲۰ کال پورې پرانستلو ته چمتو شي.