د پرینکا او نېک واده؛ یوه ورځ عیسوي او بله ورځ هندي دود سره

د خپرېدو وخت

د بالیووډ د هنرمنې پرینکا چوپړا او د امریکايي سندرغاړي نېک جونز د هند د راجستان ایالت په جودپور ښار کې واده روان دی. د شنبې په ورځ د دوی واده د عیسايي دود سره سم وشو او د یکشنبې په ورځ له هندو دود سره سم دا خوشالي جوړه شوې وه.

پرینکا اور نک

د عکس سرچینه، RAINDROP MEDIA

د عکس تشریح، د شنبې په ورځ د پرنیکا او نېک جونز د نکریزو رسم له ساز سرود سره وشو. د سپټمبر په اوله او دویمه یې د هندو او عیسايي دود سره د راجستان په جودپور کې واده درلود.
پرینکا اور نک کی شادی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د واده په شپه جودپور کې اورلوبې.
پرینکا اور نک کی شادی

د عکس سرچینه، RAINDROP MEDIA

د عکس تشریح، له دې مخکې د دواړو خپلوانو یوه مېلمستیا هم جوړه کړې وه چې ښه مستي پکې روانه وه.
پرینکا اور نک کی شادی

د عکس سرچینه، RAINDROP MEDIA

د عکس تشریح، د پرینکا د مېړه نېک پوره نوم نیکولس جیري جونز دی. امریکا کې سندرغاړی، لیکوال، هنرمن او پروډیوسر دی. اووه کلنۍ کې یې هنر ته مخه کړې ده.
پرینکا اور نک کی شادی

د عکس سرچینه، RAINDROP MEDIA

د عکس تشریح، د پرینکا چوپړه ترلې پري نیتي چوپړه هم واده کې د ګډون لپاره جودپور ته تللې ده. دلته د واده لپاره یو هوټل د پنځو ورځو لپاره کرایه شوی دی.
پرینکا اور نک جونز

د عکس سرچینه، RAINDROP MEDIA

د عکس تشریح، پرینکا او نېک جونز مۍ میاشت کې مینه پیل کړه او له هغه وروسته یې څو مناسبتونو کې سره ولیدل.