تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فن خا ته 'ورته' سړي پنځه زره یورو جایزه واخیسته
د انګلستان سوېل په یوه لیرې سیمه کې یوه هنرمند ته له دې کبله د مشهور هالنډي نقاش ونسان فن خا جایزه ورکړله شوه، چې څېره یې هغه ته ډېره ورته ده.
دانیل بیکر را داګلاس کوپلنډ یو کاناډایی هنرمند او لیکوال دی، چې د ۳۷ هېوادونو د ۱۲۵۰ کسانو په منځ کې غوره شوی دی.
۳۵ کلن بیکر ته پنځه زره یورو جایزه ورکړل شوې او ترڅنګ یې د وان ګوګ په اندازه یوه مجسمه د کاناډا په تاکساني کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
د وان ګوګ د ژوند عجیبه کیسه د ګڼو هنرمندانو د هنر په مسلک کې انځور شوې ده. په پام کې ده چې د ښاغلي بیکر د برونزو مجسمه د ۲۰۱۷ کال اپریل میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.
"زه ونسان یم" سیالي د کوپلنډ د تصور پنځونه ده چې پربنسټ یې" X نسل" ناول ولیکل شو.
د فن خا پر ژوند ګڼ فلمونه جوړ شوي چې په مهمو کې یې داګلاس د وان ګوګ په رول کې لوبېدلی دی.
دغه هالنډی نقاش په ۱۸۵۳ کال دې نړۍ ته راغلی، چې له رواني ناروغیو کړېدلی چې همدا رنځ یې پخپلو هنري اثارو او نقاشیو کې په ډاګه کړی دی.
د ۱۸۹۰ کال د جولای پر ۲۷مه، ونسان وان ګوګ د فرانسې په شمال "اور سور واز" کلیواله سیمه کې د غنمو کروندو کې پر خپلې سینې مرمۍ وویشتلې او ځان یې له رنځه خلاص کړ.
له ځانوژنې اتلس میاشتې وړاندې، نوموړي د سلمانۍ په چړې خپل کیڼ غوږ غوڅ کړی و.