د تشناب نړیواله ورځ؛ نړۍ کې ۳٫۶ میلیارده وګړي خوندي تشنابونو ته لاسری نه لري

تشناب

د عکس سرچینه، Bashir Ahmed Sujan

د عکس تشریح، په داسې حال کې چې اقلیم ورځ تر بلې خرابیږي او د نړۍ نفوس زیاتیږي، د ځمکې لاندې اوبه د انسانانو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري. 
د خپرېدو وخت

نن د نومبر ۱۹مه د تشناب نړیواله ورځ ده، سږکال پر دې ورځ ملګرو ملتونو د ځمکې لاندې پر اوبو د بدرفتونو یا نامعیاري تشنابونو اغېز باندې تمرکز کړی.

دا سازمان وايي، د بدرفت او تشناب فاضلاتو له کبله د ځمکې لاندې اوبو سرچینې ککړتیا چې زموږ له سترګو پنا ده، تر ډېره په بې وځله او وروسته پاتې ټولنو کې زیاته ده. 

په داسې حال کې چې اقلیم ورځ تر بلې خرابیږي او د نړۍ نفوس زیاتیږي، د ځمکې لاندې اوبه د انسانانو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري. 

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې دېری ښارونو او کلیوالو سیمو کې یې معیاري تشنابونه او د بدرفت منظم سیستمونه نه شته چې له کبله یې د ځمکې لاندې اوبه ککړې کړي او د خلکو ورځنی ژوند یې له کړاو سره مخامخ کړی دی. 

تېرې دوه لسیزې د کابل په ګډون د افغانستان په ډېری  ښارونو کې د ابادۍ له اړخه ډېر کار وشو او ښارونه پراخ شوي دي، خو په دغه ښارونو او  کلیوالو سیمو کې لاهم  د سمو تشنابونو نشتوالي او ناپاکۍ د خلکو ورځنی ژوند سخت کړی. 

په افغانستان کې په تېرو دوو لیسیزو کې د بې شمېره جوړو شویو لویو ودانیو ډېری بدرفتونه یا سيپټیک ذخیرې په داسې نامعیاري ډول جوړې شوي چې د فاضله مواد ترې د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې ککړوي او بېلابېلې چاپېریالي ستونزې جوړوي. 

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، په نړیواله کچه ۳،۶ میلیارده وګړي خوندي یا معیاري تشنابونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړی وایي، په لویو ښارونو کې د معیاري کانالیزاسیون او تصفیې سیستمونو نشتوالی ددې لامل کیږي چې فاضله مواد ځمکې لاندې لار وکړي او د څښاک اوبه ککړې کړي. 

"له پلاني او غیرپلاني هستوګنیزو سیمو څخه د ټانکرونو په واسطه د بدرفت څاګانو د فاضله موادو پر وخت نه انتقالیږي، همداراز له بده مرغه موږ د دغه موادو د تصفيې لپاره معیاري تصفیه ځای نه لرو، په ځانګړې توګه د کابل کې.

څو کاله وړاندې په قلعه زمان خان سیمه کې د مکرویانونو لپاره یوه ذخیره جوړه شوې ده چې اوس ټول مواد هملته لېږدول کیږي، خو تصفیه کیږي نه او تر ډېره ټانکرونه د ترخیلو د جر کانال په څېر ځینو لویو ویالو او کانالونو کې خالي کوي.

دا د ځمکې د پاسه اوبو سره او په پای کې د کابل سیند ته ورګډیږي چې له دغه لارې د ځمکې د لاندې اوبو ککړتیا لامل کیږي." 

په افغانستان کې د منظم کانالیزایسون نشتوالي له کبله تېرې دوه لسیزې په ځانګړي ډول ګڼ میشتي ښار کابل کې د یو شمېر ودانیو جوړوونکو په خپلسري ډول د بدرفت څاګانو لارې په کوڅو کې ویالو ته جوړې کړي، خو هغوی چې ورته سيپټیک ذخیرې جوړې کړي، تر ډېره ستندرد نه بلل کیږي یا په خپل وخت نه خالي کوي. 

تشناب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هره ورځ له ناپاکۍ او ناپاکو اوبو سره تړلې اسهال ناروغۍ له کبله ۸۰۰ تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي. 

خپلسرې ودانۍ

د کابل ښاروالۍ وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپلسري ډول نوې ودانۍ جوړې کړي. 

د معیاري تشنابونو کموالی او د بدرفت منظم سیستم نشتوالی نه یوازې دا چې د ښار رنګه بده کړې، بلکې تر ټولو جدي خطرونه یې د خلکو روغتیا ته پېښ کړي. 

طبي ډاکټر ذبیح الله ستانکزی وايي، په نړيواله کچه تر د جګړې تر قربانیانو د ناپاکو اوبو قربانیانو شمېر زیات دی او که د افغانستان چارواکي دې ستونزې حل لپاره کار ونه کړي، د ناروغیو کچه به ډېره زیاته شي.  

ملګري ملتونه وايي، په نړیواله کچه ۳،۶ میلیارده وګړي خوندي یا معیاري تشنابونو ته لاسرسی نه لري.

دوی د تشناب سږنۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د عامه پوهاوي یو کمپاین پیل کړی چې خلکو ته څرګنده کړي څنګه د حفظ الصحې ناکافي سیسټمونه په خاوره، سیندونو، جهیلونو او سمندرونو کې انساني فاضلات خپروي او د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې ککړوي. 

تشناب کاغذ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا سازمان وايي، د ځمکې لاندې اوبه په نړۍ کې د تازه اوبو ترټولو بډایه سرچینه ده.

دا د څښاک د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې سیسټمونو، کرنې، صنعت او ایکوسیستمونو برابرېدو کې مهمه ونډه لري.

ملګري ملتونه وايي لکه څنګه چې د اقلیم بدلون خرابیږي او د نړۍ نفوس وده کوي، د ځمکې اوبه د انسانانو د بقا لپاره حیاتي ارزښت لري او هره ورځ له ناپاکۍ او ناپاکو اوبو سره تړلې اسهال ناروغۍ له کبله ۸۰۰ تر ۵ کلونو کم عمره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.