د بریتانیا حکومت د کډوالۍ نوې تګلاره کې څه دي؟

    • Author, ټام ایډینګټن او تمارا کووچیویک
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

د بریتانیا حکومت د کډوالۍ په قوانینو کې بدلون راولي چې له مخې به یې د نورو هېوادونو کوم ډول وګړي بریتانیا ته د اوسېدو او کار لپاره د راتګ اجازه ولري.

وزیران تر فشار لاندې دي چې د قانوني کډوالۍ په اړه لاس په کار شي. رسمي شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې بریتانیا ته د راغلو کډوالو ریکارډ کچې (۷۴۵،۰۰۰) کسانو ته رسېدلی و.

لومړی وزیر ریشي سوناک وايي، د کډوالۍ اوسنۍ کچه "ډېره لوړه ده".

د کډوالو نوي قوانین څه دي؟

ډېری خلک چې غواړي په بریتانیا کې کار وکړي لا هم د پواینټونو پر بنسټ سیستم یا PBS له لارې وېزې ته باید غوښتنلیک ورکړي.

خو د ۲۰۲۴ کال له له پسرلي څخه غوښتنلیک ورکوونکی باید د لوړې تنخا د دندې وړاندیز ولري چې د کار وېزه ترلاسه کړای شي.

دوی باید په کال کې د کار له لارې لږ تر لږه ۳۸۷۰۰ پونډه عاید ولري، چې دا مبلغ د اوسنۍ کچې (۲۶۲۰۰ زرو) پرتله نژدې ۵۰ سلنه ډېروالی ښيي.

دا قانون پر ځینو دندو- لکه روغتیا او ټولنیزې پالنې اړوندو دندو باندې نه پلی کېږي.

خو په دې سکټور کې به د پالنې بهرني کارکوونکي نه شي کولی د خپلې کورنۍ اړوند غړي راولي.

د امتیاز یو سیستم په ۲۰۰۸ کال کې د کارګر دولت له خوا تصویب شو، هغه مهال له اروپايي ټولنې پرته د نورو هېوادونو کډوالو لپاره وضع شوی و. خو د برېګزېټ له رای اچونې وروسته د محافظه کارانو په مټ بیا له سره غور پرې وشو.

اوسنی PBS سیستم- چې د اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو کډوال پکې شامل دي – د ۲۰۲۰ کال په پای کې پیل شوی و.‌

PBS سیستم څنګه کار کوي؟

متقاضیان د مهارت لرونکي کارکوونکي د وېزې د وړ ګرځېدو لپاره کافي امتیازونو لرلو ته اړتیا لري.

ټول متقاضیان باید د حد اقل مهارت له کچې لوړې دندې ته لږ تر لږه ۵۰ امتیازه ترلاسه کړي او په انګلیسي خبرې وکړای شي.

۲۰ پاتې امتیازونه ښايي د تنخا د ترکیب له درکه یا د کارمنانو د کمښت له کبله یا د دوکتورا لرلو له امله وي.

د یوه ماهر کس لپاره د وېزې فیس معمولاً د ۷۱۹ او ۱۵۰۰ پونډو ترمنځ دی او متقاضیان باید د خپل هر کال د اقامت لپاره ۶۲۴ اضافه پونډه د صحي بیمې لپاره ولري.

د صحي بیمې اوسنی لګښت په کال کې ۱۰۳۵ پونډه دی.

د شغل د کمبود لیست' څه شی دی؟

دا لېست له کار ورکوونکو سره همکاري کوي چې د ځینو ځانګړو دندو تشه ډکه شي.

دا ډول دندې ټیټ عاید لري او تنخا لري، نو له همدې کبله متقاضیان کولای شي د وېزې ترلاسه کولو لپاره لازم امتیازونه ترلاسه کړي.

په دې لېست کې اوسنۍ دغه دندې شاملې دي:

  • روغتیا او ښوونه کې دندې
  • د پالنې کارکوونکي
  • ګرافیک ډیزاینران
  • ودانیز کارکوونکي
  • ډاکټران

کار ورکوونکو وړاندې بهرنیو کارمنانو ته ۸۰ سلنه دندې ورکولای شوی چې دغه ډول تشه ډکه کړي. دا به له راتلونکي پسرل‍ي وروسته لغوه شي.

کارګر ګوند پر دې ګام نیوکه کړې او دا یې د "تنخا کمول" بللي و، چې په وینا یې کار ورکوونکو ته اجازه ورکوي چې سیمه ییزه مزدوري راکمه کړي.

د ۲۰۲۴ له پسرلي څخه د پالنې بهرنیو کارکوونکو ته نوره اجازه نه ورکول کېږي چې له ځان سره د خپلو کورنیو اړوند غړي راولي.

د کورنۍ وېزې په اړه

حکومت د ۲۰۲۴ کال له پسرلي وروسته د هغو کسانو لپاره حد اقل عاید ۳۸۷۰۰ پونډو ته لوړوي چې د کورنۍ غړي د کورنۍ وېزې له لارې بریتانیا ته راولي.

حد اقل عاید اوسمهال ۱۸،۶۰۰ پونډه ټاکل شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال د جون تر پایه شاوخوا ۷۰ زره کسان د کورنیو وېزو له لارې بریتانیا ته راغلي دي.

بریتانیا ته څومره کډوال راځي؟

د ۲۰۲۳ کال د جون په پای کې ۱،۱۸۰،۰۰۰ کسان د حد اقل یو کال لپاره د پاتې کېدو په تمه انګلستان ته راغلل او اټکل کېږي چې ۵۰۸،۰۰۰ یې بېرته ایستل شوي.

په ۲۰۲۲ کې، د راغلو کډوالو شمېر ریکارډ (۷۴۵،۰۰۰) کسانو کچې ته رسېدلی و.

بریتانیا ته لویه برخه راغلي کډوال د اروپايي ټولنې بهر هېوادونو څخه وو.

وروستۍ شمېرې ښيي چې ۹۶۸،۰۰۰ کسان له نا اروپايي هېوادونو راغلي.

د ملي احصایې د معلوماتو د دفتر د رپوټ له مخې، په دوی کې د ۳۹ سلنه د راتلو اصلي لامل تعلیم و، ورپسې ۳۳ سلنه د کار او د بشردوستانه لاملونو له کبله وو.

د نوملړ سر کې له اروپايي ټولنې د بهر هېوادونو پنځه هېوادونه په لاندې ډول وو:

  • هندیان (۲۵۳،۰۰۰)
  • نایجېریایان (۱۴۱،۰۰۰)
  • چینایان (۸۹،۰۰۰)
  • پاکستانیان (۵۵،۰۰۰)
  • اوکرایینیان (۳۵،۰۰۰)

بریتانیا ته څومره محصلان راځي؟

د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر پایه په ۱۲ میاشتو کې، حکومت د تعلیم لپاره ۴۸۶،۱۰۷ وېزې صادرې کړې دي.

په دې کې نیمايي یې هندیان او چینایان وو.‌

له نایجېریا څخه محصلان په دریم کتار کې وو، چې ورپسې پاکستان او د امریکا متحده ایالتونه دي.

هغه محصلان چې د تحصیل تکمیلي پړاو کې دي، هم د خپلې کورنۍ غړو واجد شرایط غړو (لکه مېړه، مېرمنې، نا واده شوي شریک او له ۱۸ کلونو د ټیټ عمر بچیانو) ته د وېزې غوښتنه وکړي.

د ختمېدونکي کال سپتمبر کې د کورنیو غړو ته ۱۵۲،۹۸۰ وېزې ورکړل شوې دي.

خو د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه به دولت د نړیوالو محصلانو لپاره دا حق چې د کورنۍ غړي راولي، حذف کړي، مګر په هغه حالت کې چې دوی د تکمیلي کورسونو په مشخصو څېړنیزو پروګرامونو کې وي.

هغه محصلان چې لا له وړاندې یې خپل تحصیلي پړاو بشپړ کړی، په بریتانیا کې دوه کاله نور هم پاتې کېدلی شي (درې کاله د هغو لپاره چې دوکتورا ولري) په دې خاطر چې په تحصیلي وېزه کار وکړي.