تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوات کې د ښځې په لاس د نارینه سینګار ویډیو له خپرېدو وروسته پولیسو سینګارتون تړلی
- Author, عزیز الله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
- د خپرېدو وخت
د خیبر پښتونخوا په سوات په یوه سینګارتون کې د ښځې په لاس د یوه نارینه د مخ فېشل یا سینګار ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته سخت غبرګون مخې ته راغلی.
پر خواله رسنیو د دې ویډیو له خپرېدو وروسته ځايي پولیسو دغه سینګارتون په موقت ډول تړلی و او د دې دوه څښتنان یې نیولي وو.
د سوات پولیسو یوه افسر (ډي پي او) زاهدالله خان بي بي سي ته وویل، دوی ته د خلکو له لوري شکایت شوی و، چې په دې سینګارتون کې ښځې د نارینه وو د مخونو سینګار کوي او دوی سملاسي رپوټ ثبت کړ.
د یادونې ده، چې سوات کې یو وخت د پاکستاني طالبانو پراخ نفوذ درلود او په دې سیمه کې یې د نجونو پر زدکړو هم بندیز لګولی و.
پولیس وايي، په سالون کې کار کوونکې ښځې خپلو سیمو ته استول شوې او د سینګارتون څښتنان له جریمې وروسته خوشي شوي دي.
د سوات رحیم اباد سیمې دا سینګارتون له یوه ورځ تړل کېدو وروسته اوس بېرته پرانیستل شوی دی. د پولیسو په خبره دې سینګارتون کې شپږ نارینه او ښځینه کارکوونکو دنده درلوده.
ځايي خلک وايي، پر خواله رسنیو د دې ویډیو له خپرېدو وروسته داسې ګنګوسي وو، چې د سیمې اوسېدونکي به له روژه ماتي وروسته د سینګارتون تړلو لپاره هلته ورځي.
ځايي خبریال سلمان یوسفزي بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، د سوات یو زلمی پر خواله رسنیو خورا فعال دی، او هغه دا ویډیويي کلیپ لومړی ځل خپور کړ، چې وروسته نورو کسانو هم لاس پر لاس کړی.
ښاغلی یوسفزی وايي، د احتجاج لپاره د ځايي اوسېدونکو له راوتلو مخکې پولیسو سینګارتون بند کړ، چې له کبله یې د امنیت اړوند لویه ستونزه راپیدا نه شوه.
پر خواله رسنیو ځینو ځايي اوسېدونکو لیکلي چې د داسې کړنو مخنیوی اړین دی او که نه ځايي ځوانان به د بې لارۍ ښکار شي.