پر کېلاش دره د پاکستاني طالبانو برید؛ د سېلانیانو ورتګ کم شوی او خلک وېرېدلي

د خپرېدو وخت

د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د پاکستان لرې پرته سیمه 'کېلاش دره' د ګرځندویانو او سېلانیانو د پام وړ او مشهوره سيمه ده. خو د طالبانو تازه برید هلته اوسېدونکي خلک ترهولي او خپل راتلونکي ته یې اندېښمن کړي دي.

یو کېلاشی شپون چې دلته یې د مایکل په مستعار نوم یادوو، وايي "د سهار ۴ بجې وې، ومې لیدل چې څو لونګۍ وهلي سړي له غره راکوزېږي،چانټې يې په شا وې، ټوپک ورسره وو او د مرميو شريدونه یې له ځانه چاپېر کړي وو."

مایکل له خپل پلار او تره سره نږدې څړځي ته د خپلو مېږو او اوزو رمه پوولو ته بېولې وه چې د تحريک طالبان وسله والو يې پر کلي برید وکړ.

دی زیاتوي، "تر هر کمره او ونې شا ته طالبان وو، هر چېرې وو. یو خو له ما بس یو څو قدمه هاخوا و. شاوخوا ۲۰۰ تنه وو. موږ د یوه غټ کمر شا ته پټ شوو او ۴۸ ساعته هماغلته پټ وو."

د پاکستان ځايي ادارې وايي، په دې دوه ورځې روانې نښتې کې پنځه سرتېري او لږ تر لږه ۲۰ طالبان ووژل شول.

"په ټوله سیمه کې یو وهم پروت و"

د شاعره په نوم د دوو ماشومانو یوه مور وايي، "په ټوله سیمه کې یو وهم او چوپيتا خپره وه، ټول وېرېدلي وو. فکر مې کاوه چې د جګړې ډګر کې پراته یو."

شاعره زیاتوي چې وروسته سلګونه پوځيان، پوځي ګاډي، بې پېلوټه الوتکې او چورلکې دې درې ته ورغلې او د دې سيمې پر هوا او ځمکه يې ګزمې کولې.

که څه هم تېر سپتمبر کې شوي دې ناڅاپي برید خلک ترهولي خو په دې وروستيو میاشتو کې دې ته ورته بريدونه ډېر شوي دي.

د پاکستان حکومت ځينو سرچينو منلې چې تر برید شاوخوا یوه اوونۍ مخکې یې داسې یوه ټيليفوني اړیکه کشف کړې وه چې د یوه احتمالي برید خبره پکې شوې وه.

پاکستاني طالبانو یا 'ټي‌ټي‌پي' د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

پاکستاني چارواکي په پرله پسې ډول په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې ګواکې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ځينو پرتو سيمو کې يې ټي‌ټي‌پي ته ځای ورکړی او له کومه راهیسې چې دوی واک ته رسېدلي دي، پاکستاني طالبانو پاکستان کې بریدونه ډېر کړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا دا تورونه بې بنسټه بولي او وايي، هېڅوک نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

"طالبان خپلې موخې ته ونه رسېدل"

پاکستاني ادارې پر دې باور دي چې ټي‌ټي‌پي غوښتل، د کېلاش درې دا مهمه سټراټيژيکه سيمه ونیسي.

د کېلاش مرستیال ولسوال محمد علي وايي، "د کېلاش په نېولو سره به تحريک طالبان پاکستان خپلې دې موخې ته رسېدلی و چې دوی غواړي د خلکو تر منځ وېره خپره کړي او نړۍ ته د خپل زور او ځواک پيغام ورسوي. خو زموږ امنیتي ځواکونو دې هدف ته رسېدو ته پرې نښودل."

له خطر سره مخ د کېلاش وګړو دا دره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ۴۰۰ کيلومترۍ کې پرته ده او دغه برید سخته ترهولې ده.

د دې درې خلک مسلمان نه دي او د خپل ځانګړي کلتور، مذهب او دودونو له کبله مشهور دي. خو پر نڅا او د موسیقۍ پر نندارو يې اوس وېرې، ناهیلۍ او یوه ناڅرګند حالت سیوری غوړولی دی.

شاعره خپله کیسه داسې حال کې کوي چې یوه کلن لور په زانګو کې زنګوي او وايي چې له پوهنتون فارغېدو وروسته بېرته په دې موخه کېلاش درې ته ور وګرځېده چې د خپل ځانګړي دود دستور او مذهب خوندیتوب ته کار وکړي.

کېلاش وګړي د بېلابېلو خدایانو، دیوانو او زیارتونو عبادت کوي او په کرکيلې پورې تړلې ځينې دودیزې غونډې او جشنونه جوړوي. د همداسې جشنونو پر مهال ښځې د خپلې مینې اظهار یا خپل مین په ډاګه کوي، یا له خپل یار سره تښتي او یا خپل واده ته د پای ټکی ږدي.

خو پر غونډيو او پېچومو جوړو کوډلو کې اوسېدونکي دغه خلک ډېر کله د مسلمانانو او عيسویانو له لوري د مذهب بدلون ته د اړ ایستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي او اوس د بریدونو نوې څپې هم دا ټولنه د ورکېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان کړې ده.

د مذهب بدلون؟

د شاعرې په څېر ګڼې کېلاشۍ مېرمنې حيرانې دي چې که طالبان بیا برید ورباندې وکړي نو دوی به چيرې ځي؟

شاعره وايي، "ټولو ویل چې طالبان په موږ کېلاشیانو پسې راغلي. یا به مو وژني او یا به مو د مذهب بدلولو ته مجبوروي. موږ بل چېرې د ژوند امکانات نه لرو او همدلته کېلاش کې باید پاتې شو، که مرو او که ژوندي پاتې کېږو."

دغه خلک دې ته هم اندېښمن دي چې دا ډول بریدونه د هغوی د ژوند او ګټې وټې سرچينې هم ورباندې درولی شي. ځکه چې دې سيمې ته پاکستان کې دننه او له بهره ګڼ سېلانیان په چکر ورځي.

د کېلاش وګړو یوه مشره کایميره وايي، "زموږ ګټه وټه په سېلانیانو پورې تړلې خو تر دغه برید وروسته د اړینو توکو له کمښت سره مخ شوي یو. خپل څاروي څړځایونو ته نه شو بيولی او د نفقې ګټلو لارې راباندې درېدلې دي."

تر برید وروسته سيمه پوځ کلابنده کړې وه، څو ورځې دا ځای د سېلانیانو او او شپنو پر مخ تړل شوی و، بهرني ګرځندویان له سيمې وایستل شول، ځايي خلکو ته هلته د نه ورتلو لارښوونه وشوه او ورغلې لارې وتړل شوې.

مایکل اندېښمن دی چې ښايي طالبان بیا ورشي او برید پرې وکړي خو د ولسوال مرستیال محمد علي د امنیت ډاډ ورکوي.

خو د شاعرې په څېر کېلاشۍ مېرمنې اندېښمنې دي. د خپلې لور تر ویده کولو وروسته پټيو ته روانه وه او ویل یې، "جګړه جګړه وي، که هغه له طالبانو سره وي او که بل چا سره. خو زور یې زموږ غوندې بې وسلې خلکو نه وځي چې یا مو کړوي او یا مو وژني."