هغه وګړي چې داعش سره له يو ځای کېدو بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي

د ویډیو تشریح، هغه وګړي چې داعش سره له يو ځای کېدو بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي
هغه وګړي چې داعش سره له يو ځای کېدو بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شوي
د خپرېدو وخت

سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې جوړښت پرځېدو سره لسګونه زره بهرنۍ ښځې او ماشومان د دغه هېواد شمال بېلابېلو سيمو کې لا هم بندځايونو کې دي.

دا چې دغو خلکو سره دې څه وشي، تر ډېره د نړۍ هېره شوې ستونزه بلل کېږي.

ډېر کم هېوادونه خپل وګړي بېرته ورستنوي، خو يوه هېواد اوس د خپلو سلګونه وګړو بېرته وروستلو ته مخه کړې ده.

دې ځانګړي راپور کې، بي بي سي، د منځنۍ اسيا يوه غرني هېواد، قيرغزستان ته تللې، چې ټولنه کې یې د ورګډولو او بيا سمون پروګرام له نژدې وګوري.