امریکایۍ پوځي کورنۍ کې د یتیمې افغانې نجلۍ لورولي باطله اعلان شوه

د خپرېدو وخت

په امریکا کې محکمې د امریکایۍ پوځي کورنۍ لخوا د یوې یتیمې افغانې نجلۍ لورولي باطله کړې ده.

په افغانستان کې ددغه نجلۍ کورنۍ نه وه موندل شوې او پالنه یې بلې کورنۍ کوله او یاده کورنۍ د تخلیې بهیر کې له نجلۍ سره یو ځای امریکا ته ویستل شوه.

خو د امریکا د سمندري ځواک یوه سرتېري چې لومړی یې دا نجلۍ موندلې وه له پالونکې کورنۍ واخیسته او په لورولۍ یې نیولې وه.

د یوې یتیمې افغان نجلۍ کیسه وروسته له هغه په امریکا کې د رسنیو د سر ټکی شو چې د ویرجینیا ایالت محکمې د هغې په لورولۍ د نیولو قضیه باطله اعلان کړه.

له ناهیلۍ سره سره د محکمې پرېکړه هغې کورنۍ لپاره یو ښه خبر دی چې د مخکني افغان دولت له خوا یاده کورنۍ ددې نجلۍ خپلوان بلل شوي او اتلس میاشتې یې د هغې ساتنه کړې وه.

خو اوس به د لنډ وخت لپاره د سمندري ځواک جګړن، جوشوا ماسټ او مېرمنې یې سټیفني دا نجلۍ ساتي ترهغې چې دوی محکمې ته ثابته کړي چې دا نجلۍ باید د تل لپاره د دوی د لور په توګه پاتې شي.

دغه بې پلار او مور افغان نجلۍ د ۲۰۱۹ په سپټمبر کې د امریکایي ځواکونو لخوا په یوه کلیواله سیمه کې د عملیاتو پر مهال په ټپي حالت کې موندل شوې وه.

هغه د امریکا په یوه پوځي روغتایي مرکز کې تر درملنې لاندې وه تر هغې چې افغان حکومت او سره صلیب یې خپلوان پیدا کړل او هغوی ته یې وسپارله.

خو دغه امریکایي پوځي وروسته پرېکړه وکړه چې دا نجلۍ په لورولۍ واخلي او له هغې کورنۍ سره یې اړیکه ونیوله چې د نجلۍ پآلنه یې کوله.

له افغانستان کې امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ماسټ له پالونکې کورنۍ سره مرسته وکړه چې امریکا ته لاړ شي خو په دې شرط چې نجلۍ دده کورنۍ ته د لورتوب لپاره ورکړي.

خو پالونکې افغانه کورنۍ بیا د ماسټ کورنۍ تورنوي چي نجلۍ یې تښتولې او په غیرقانوني توګه یې خپله لور ګرځولې.

ماسټ او مېرمن يې بیا دا تورونه نه مني.

خو قاضي بیا پالونکې افغانه کورنۍ له دې کبله مستحقه بللې چې امریکا ته د نجلۍ د مور او پلار په توګه تللي دي.

بله خوا د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ددې قضیې په اړه پلټنې کوي.

اوس په بې برخلیک حالت کې د موندل شوې دې افغانې نجلۍ راتلونکې بیا ناڅرګنده شوې او ټاکل شوې ددې قضیې بله غونډه په جون میاشت کې وشي.