تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په شرایطو برابر سلګونه افغانان به بریتانیا ته راوستل شي
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامیرون چې پخوا لومړی وزیر و د پارلمان بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي چې لا هم هغه نژدې اووه سوه افغانان بریتانیا ته نه دي رسېدلي چې افغانستان کې یې له بریتانیا سره کار کړی و او ژمنه ورسره شوې چې بریتانیا ته به راوستل کېږي.
نوموړي دغه راز ویلي یوازې یو تن چې بریتانیا ته د راتګ په تمه و، له پاکستانه په زور ویستل شوی و.
د بریتانیا پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې مشرې الیسیا کیرنز افغانستان او ځنیو ګاونډیو هېوادونو کې د هغو پاتې کسانو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې وه چې افغانستان کې یې له بریتانیا سره کار کړی و. هغې بهرنیو چارو وزیر ته په لیک کې ویلي وو حکومت په دې برخه کې پاتې راغلی او پوښتنه یې کړې چې د دې کسانو د را ویستلو بهیر چټکولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت څه کوي؟
د بهرنیو اړیکو کمېټي لیک کې د هغو افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودل شوې چې د راوستلو په شرایطو برابر ګڼل شوي او وېره ده چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته واستول شي.
په لیک کې ویل شوي بریتانیا ته په شرایطو د برابرو افغانانو راوستلو کې پاتې راتلل هغو ژمنو سره خیانت دی چې له دوی سره شوې وې.
د بهرنیو چارو وزیر په ځواب کې په تېره ډیسمبر میاشت کې په پاکستان کې د نژدې ټولو هغه پاتې افغانانو د راوستلو لپاره د دوه ځانګړو الوتنو خبره کړې ده چې سندونه نه لري، خو نوموړي دا منلې چې لا هم افغانستان او ایران کې له دې ډلې سلګونه کسان پاتې دي.
بریتانیا ته د افغانانو د راوستلو بهیر وروسته له هغه یو څه چټک شو چې پاکستان کې د افغان کډوالو په زوره د ویستلو لړۍ پیل شوه.
د بریتانیا دفاع وزیر جیمز هیپي پارلمان غړو ته د وینا پرمهال ویلي وو له پاکستاني چارواکو سره بریتانیا ته د راوستل کیدونکو افغانانو په اړه خبرې شوې او د هغوی د خوندیتوب په اړه ډاډ تر لاسه شوی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامیرون په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د هغو سلګونه کسانو د را وستلو لپاره پلان شته چې د بهرنیو چارو وزارت د پروګرام له مخې بریتانیا ته د راوستلو لپاره په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
په پام کې وو د بهرونیو چارو وزارت د دې پروګرام له لارې ۱۵۰۰ افغانان بریتانیا ته راوستل شي.
خو نوموړي ویلي دا اسانه نه ده چې وویل شي څومره ژر به وکولی شي افغانستان کې پاتې کسان په خوندي توګه را وباسي.
ښاغلي کامیرون ویلي دا دې پورې اړه چې دوی له افغانستانه د وتلو لپاره پاسپورټ او نورو اړین سندونه تر لاسه کړي، بل خنډ دی وايي د پاکستان په څېر د ګاونډیو هېوادونو ویزې تر لاسه کول دي چې دوی وکولی شي دریم هېواد ته ځانونه ورسوي.
د طالبانو حکومت د ځینو استثناءاتو پرته د پاسپورټونو د ویش لړۍ بنده کړې ده.
ایران کې د بند پاتې افغانانو په اړه ښاغلي کامیرون ویلي ایران کې د بریتانیا سفارت هڅه کوي هغوی ژر تر ژره را وباسي.
د یادولو ده چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته بریتانیا ته د افغانانو د را وستلو دوه نور پروګرامونه هم شته چې یو یې د دفاع او بل یې د کورنیو چارو وزارت له خوا پلی کیږي.
په کور دننه د بریتانیا حکومت په شرایطو د برابرو افغانانو د راویستلو او هغوی ته د کورونو او دایمي استوګنځیو ورکول پڅ بهیر له امله له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
اوس چې د طالبانو له بیا واکمنيدو له دوه کلونو زیاته موده کېږي لا هم شمېر افغانې کورنۍ په هوټلونو کې اوسېږي.