د بریتانیا په اکسفورډ کې جراحانو د رحم د پیوندولو لومړني عملیات ترسره کړل

روغتيا
د عکس تشریح، بریتانیا کې د رحم د پیوندولو لومړیو عملیاتو په ترڅ کې یوې ۳۴ کلنې مېرمنې د خپلې خور رحم ترلاسه کړ
د خپرېدو وخت

د رحم ترلاسه کوونکې یوه ۳۴ کلنه مېرمن ده، او د رحم ورکوونکې د هغې ۴۰ کلنه خور ده، دواړه خویندې غواړي چې نومونه یې پټ پاتې شي.

ډاکټران وايي له عملیاتو وروسته د دواړو روغتیايي حالت ښه دی او ځوانې خور او مېړه یې یو شمېر نطفې یا جنینونه په زیرمه تون کې ساتلي او انتظار باسي چې د هغې نوي رحم ته انتقال شي.

د جراحي دا عملیات چې تقریبا ۱۷ ساعته یې دوام وکړ د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د د چرچېل په روغتون کې د ۳۰ ډاکټرانو یوې ډلې لخوا ترسره شول.

مشرې خور دوه ماشومان درلودل او کورنۍ یې بشپړه کړې وه. دواړه په انګلنډ کې ژوند کوي.

د نسايي ناروغیو جراح او د عملیاتو د ډلې مشر، پروفیسر رېچرډ سمېت، ۲۵ کاله د رحم د پیوندولو په اړه څېړنې کړې وې. هغه بي بي سي ته وویل چې دا عملیات "یو ستر بریالیتوب دی."

د پیوندولو مشرې جراحې ایزابېل کویروګا، وویل، "د رحم ترلاسه کوونکې مېرمن خورا خوشحاله وه او هیله لري چې یو نه بلکې دوه ماشومان ولري. دهغې رحم په سمه توګه کار کوي او موږ یې پرمختګ څارو."

د دغې ښځې میاشتنی عادت له عملیاتو دوه اوونۍ وروسته وشو. د پیوند د نورو عملیاتو په شان دغې مېرمنې ته د بدن د معافیتي سیستم د کنټرول لپاره ځانګري درمل ورکړل شول چې بدن یې نوی پیوند شوی غړی رد نه کړي.

خو دا ډول درمل معمولا د اوږدې مودې ځینې روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي، نو ځکه ډاکټران وايي چې له دوه ځله حامله کېدو وروسته باید دا پیوند شوی رحم بېرته لیرې کړل شي.

دغې ښځې یوه نادره ناروغي درلوده چې، "لومړی ډول مایر- روتکیتانسکي- کوستر- هاوزر" نومېږي چې له امله یې یا رحم هېڅ موجود نه وي او یا یې وده نه وي کړې، خو تخمدانونه یې فعاله او نورماله وي.

روغتيا
د عکس تشریح، د جراحۍ ډلې غړي د عملیاتو له بشپړولو لږ وروسته

له جراحۍ وړاندې هغې او مېړه ته یې د زیږولو ضد داروګان ورکول کېدل، او هغوی ۸ نطفې یا جنینونه زیرمه کړي او ساتلي وو.

له جراحۍ وړاندې دواړه تر روحي درملنې لاندې وو، او د دوی قضیه د رحم د پیوند لپاره د بریتانیا د بشري انساجو ادارې لخوا تایید شوه. د بریتانیا روغتیايي خدمتونو ادارې د دغو عملیاتو لګښت ۲۵۰۰۰ پونډه اټکل کړی و چې د رحم د پیوند یوې خیریه موسسې لخوا ورکړل شو. او له ۳۰ زیاتو روغتیايي کارکوونکو چې په دې عملیاتو کې برخه درلوده خپل وخت وړیا ورکړی و.

پروفیسر سمېت چې د بریتانیا د رحم د پیوند ادارې مشر دی، وویل د ډاکټرانو دغې ډلې ته اجازه ورکړل شوې وه چې په ټولیزه توګه د پیوند ۱۵ عملیاتونه ترسره کولای شي- چې پنځه یې د هغو کسانو دي چې ژوندي دي او خپل د بدن غړي ورکوي او لس نور یې د مړو شویو کسانو دي.

پرفیسر سمېت وویل، "لړزونکی واقعیت دا دی چې اوسمهال په دې هېواد کې له ۱۵۰۰۰ زیاتې ښځې شته چې د ماشوم زیږولو په سن کې دي چې د رحم د ستونزې له امله ماشوم نشي زیږولای. هغوی یا بې رحمه زیږېدلي او یا د سرطان یا د رحم کومې بلې ناروغۍ له امله رحم ترې ایستل شوی دی."

په ۲۰۱۴ کې لومړی ځل په سویډن کې یوه ښځه لومړنۍ مور وه چې د رحم د پیوند په پايله کې یې ماشوم زیږولی و. له یوې ۶۰ کلنې ملګرې څخه یې رحم وړیا ترلاسه کړی و.

له هغې راهیسې په ټوله نړۍ کې د رحم د پیوند ۱۰۰ عملیاتونه شوي دي او نژدې ۵۰ ماشومان زیږول شوي، چې ډېری یې په امریکا او سویډن کې و، خو همدا ډول ځینې یې په ترکیې، هند، برازیل، چین، د چک جمهوریت، جرمني او فرانسه کې شوي.

روغتيا
د عکس تشریح، لیډیا برین هیله لري چې وبه کولای شي د رحم د پیوند عملیات یې وشي

بریتانوي جراحانو ته په ۲۰۱۵ کې اجازه ورکړل شوه چې د رحم پیوند عملیات پیل کړي. د بریتانیا د نسايي او ولادي ناروغیو په مجله کې جراحانو لیکلي چې د اداري ځنډونو او د کویډ-۱۹ له امله یې دومره وخت نیولی چې بریتانیا کې لومړی ځل داسې عملیات ترسره شي.

د بریتانیا د رحم د پیوند اداره وايی ۵۰۰ ښځو له دوی سره تماس نیولی او غواړي چې د رحم د پیوند عملیات یې وشي. یوه یې ۳۱ کلنه لیډیا برین نومېږي چې د رحم د سرطان له امله یې رحم ایستل شوی دی.

لیډیا وویل ډېره خوشحاله شوه چې بریتانیا کې د رحم د لومړني بریالي عملیاتو څخه خبره شوه. هغه وايي هیله لري چې وکولای شي خپله یو ماشوم وزیږوي.

لیډیا اوس د یوې خیریه ټولنې لپاره کار کوي چې د نسايي ولادي غړو د سرطان ناروغیو په هکله د څېړنو لپاره پیسې راټولوي.