تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په بنو کې د پاکستاني پوځ پر چاوڼۍ بريد: ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۲ ټپيان دي
د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر اډه يا چاوڼۍ بريد کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، دوه چاودنې د بنو چاوڼۍ يا لښکر کوټ دننه شوې دي.
د چارواکو په وینا، چاودنې ډېرې زورورې وې چې له کبله يې په شاوخوا سیمو کې کورونه او ودانۍ زيانمنې شوې او ملکي وګړو ته يې هم مرګژوبله اړولې ده.
د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدګرو هڅه کوله چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاوڼۍ دننه کړي. داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې امنیتي ځواکونو ځینې بریدګر چاوڼۍ ته د ننوتلو پر مهال په ډزو ويشتلي دي.
د اې پي خبري اژانس په وینا، یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې "دوو ځانمرګو بریدګرو د پراخې پوځي سیمې دیوال ته څېرمه چاودنه وکړه او د دیوال له نړېدو وروسته، له پنځو تر شپږو نورو بریدګرو هڅه وکړه چې چاوڼۍ ته ننوځي، خو له منځه یوړل شول."
د دغو چاودنو په پایله کې، چاوڼۍ ته څېرمه کورونه هم سخت زیانمن شوي.
د راپورونو له مخې، د "جیش الفرسان محمد" په نامه یوې وسله والې ډلې د چاودنو مسولیت پر غاړه اخیستی دی او وايي په دې بريد کې يې لسګونه پاکستاني پوځيان وژلي دي خو دا لا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.
دغه ډله د اورپکې حافظ ګل بهادر له ډلې سره تړاو لري چې په تېرو وختونو کې يې هم د اورپکو بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د بنو یوه روغتیایي چارواکي محمد نعمان په وينا، د ښار په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او ټپیانو ته سملاسي طبي مرستې ورکول کېږي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور دا پېښه غندلې او د پلټنو امر یې کړی دی.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو په برخه کې د اعلی وزير سلاکار، برسېټر ډاکټر سیف په وینا، د امنیتي ځواکونو د وخت سره سم اقدام له امله "ترهګر" په خپل ټول پلان کې بریالي شوي نه دي او ټول بریدګر وژل شوي دي.
نوموړي ويلي چې د چاودنو له امله د نژدې جومات چت راپرېوتی، چې لمونځ کوونکي يې وژلي.
د ده په وينا لا د تلفاتو ټول شمېر معلوم نه دی.
دا لومړی ځل نه دی چې په بنو کې د پاکستان پوځ پر چاوڼۍ بريد کېږي. د ۲۰۲۴ کال په جولای کې هم د پوځ اډې مخې ته بريدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او بيا دننه ورغلل او له پوځيانو سره يې نښته پيل کړه.
د دې بريد مسووليت هم د "جيش الفرسان محمد" په نامه ډلې منلی و خو د پاکستان پوځ بيا ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.
د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي وايي په ګاونډي افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې، دغه هېواد او په ځانګړې توګه خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې پر ډیورنډ کرښه پراته دي، د ناامنیو پېښې ډېرې شوې دي.
د یادونې ده چې ۲۰۲۴ کال تېره یوه لسیزه پاکستان کې تر ټولو خونړۍ کال بلل شوی و.
دغه هېواد کې د امنیتي او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز (سي ار اېس اېس) د ۲۰۲۴م کال په امنیتي راپور کې لیکلي، چې د دغه هېواد لروبر ۴۴۴ 'ترهګریز بریدونه' شوي، ۱۶۱۲ کسان د امنيتي پېښو قرباني شوي چې ۶۸۵ پکې امنیتي کسان دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر (ایاېسپيار) بیا وايي، په ۲۰۲۴ کال کې يې نږدې ۶۰ زره پوځي عمليات کړي چې د دوی په وينا "۹۲۵ ترهګر" پکې وژل شوي او ۳۸۳ پوځيانو هم خپل ژوند بايللی دی.
د پاکستان حکومت په وار وار تور لګولی چې د دغه هېواد د ناامنيو په ګڼو پېښو کې د پاکستاني طالبانو تحريک ښکېل دی او دا چې د دې ډلې غړي افغانستان کې پټنځايونه لري.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.