د اسرائیلو زندان کې د غزې مشهور مړ شوی جراح ډاکټر عدنان البرش څوک دی؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د فلسطیني بندیانو ټولنې اعلان کړی، چې یو فلسطینی ډاکټر د اسرائیلو په یوه زندان کې له څلورو میاشتو بند وروسته مړ شوی دی.
۵۰ کلن ډاکټر عدنان البرش د غزې په شفاء روغتون کې د ارتوپيدي څانګې مشر و.
د اسرائیلو د زندانونو سازمان هغه بیان تایید کړ چې د اپرېل په ۱۹ د یو زنداني په اړه چې د ملي امنیت دلایلو له امله توقیف شوی و او مخکې له دې چې په اوفر زندان کې مړ شي د ډاکټر البرش پورې اړه لري.
د مرګ د علت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او د زندانونو ادارې ویلي چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.
خو د فلسطیني بندیانو مدافع ډلو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د ډاکټر البرش مړینه یو "وژنه" وه او د هغه جسد لا هم د اسرائیلو په توقیف کې دی.
ډاکټر البریش د غزې تر ټولو لوی طبي مرکز الشفاء روغتون د ارتوپیدي څانګې مشر و، چې څو ځله د اسرائیلي ځواکونو له خوا پرې بریدونه شوي دي.
هغه په موقتي توګه د غزې په شمال کې د العوده په روغتون کې کار کاوه، چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا ونیول شو.
د ډاکټر البرش پخوانیو همکارانو هغه ته درناوی کړی او هغه یې د "زړهسواند" او "متواضع" انسان بللی.
د شفاء روغتون رييس ډاکټر مروان ابو سعده وويل، د دې ډاکټر د مړينې د خبر زغمل ګران دي.
د ډاکټر البرش یو بل همکار ډاکټر سهیل مطر خپل ملګری د غزې په ټولو روغتونونو کې د ارتوپیډیک ټولو څانګو "خوندي کوونکي" په توګه وستایه.

د عکس سرچینه، REUTERS
ډاکټر مطر بي بي سي عربي ته وویل: "د هغه په څېر د یو چا سره لیدل په ژوند کې نادره پېښه ده، ځکه هغه یو ډاکټر و چې ټول ژوند یې کار ته قرباني کړی و او په شخصي لګښت یې ډېرې هڅې کړې دي."
هغه وويل، ډاکټر البرش هېڅکله له کار نه ستړي کېده، "هر چا ورسره مينه درلوده او موسکا يې هېڅکله ورکه نه شوه."
په لوېدیځه غاړه او غزه کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې فرانسیکا البانیز وویل چې د ډاکټر البرش د مړینې خبر د هغې لپاره د "بیدارۍ یو ډېر جدي ګام" بللی او له ډیپلوماتیکو ټولنې یې وغوښتل چې د فلسطينيانو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن جان پییر ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له اسرائیلو سره په غزه کې د مرستندویه کارکوونکو د خوندیتوب په اړه خبرې کړې دي.
د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ډاکټر البرش په وژل کېدو سره د اکتوبر په اومه پر اسرائیلو د حماس له برید راهیسې د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو طبي کارکوونکو شمېر ۴۹۶ تنو ته ورسېد.
دغه سازمان زیاته کړې، چې ۱۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي او ۳۰۹ تنه نیول شوي دي.
طبي مرکزونه باید د نړیوالو قوانینو له مخې خوندي وي، خو اسرائیل وايي چې حماس یې د پوځي عملیاتو لپاره د ډال په توګه کاروي، چې حماس دا تور ردوي.
بي بي سي له اسرائیلي پوځ سره د غبرګون ښودلو لپاره اړیکه نیولې ده.
ډاکټر عدنان البرش څوک دی؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
البرش د غزې په "حلیمه السعدیه" ښوونځي کې د عالي لیسې ډیپلوم ترلاسه کړ. بیا هغه رومانیا ته لاړ، هلته یې د جانش پوهنتون د طب پوهنځي کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړي د غزې له الازهر پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې ماسټري هم ترلاسه کړې ده.
البرش بیا له رومانیا څخه راستون شو، خو د هغه تعلیمي یون پای ته ونه رسېد، هغه د هډوکي او مفصلونو د جراحۍ برخه کې خپل تخصص ته دوام ورکړ، د اردن بورډ او فلسطین بورډ یې ترلاسه کړ، بیا یې په لندن کې د پېچلي فرکچر جراحۍ کې برتانوي فیلوشپ ترلاسه کړ.
البرش په عربي نړۍ کې ډېر شهرت پیدا کړ او د الشفاء روغتون د ارتوپیدي څانګې مشري یې په غاړه واخیسته.
په تېر نومبر کې یو ویډیويي کلیپ خپور شو چې د غزې په شمال کې د اندونیزیا په روغتون کې ډاکټر عدنان البرش د عملیاتو پر مهال ټپي شو.
البرش د اسرائیلو د بمبارۍ په پایله کې ټپي شوی و چې په روغتون کې د برېښنا د بندېدو له امله د هغه درملنه په تیاره کې ترسره شوه.





















