تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د ځینو افغانانو ژوند؛ "د پولیسو له ډاره روغتون کې د بستري پلار پوښتنې ته نشم ورتلی"
- Author, شهزاد ملک، نازش فیض
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
پاکستان کې د ډېر کله غوندې یو ځل بیا د افغانانو ژوند له ننګونو سره مخ دی او هره ورځ په لسګونه افغانان په بېلابېلو تورونو تر زندانونو وړل کېږي.
"زه له څو ورځو راهیسې د کار او روزګار لپاره د سبزیو منډۍ ته نشم تللی، له کوره چې وځم نو دا وېره هرو مرو وي چې چېرې راباندې پولیس پېښ نه شي."
دا د افغانستان د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکی چې اوس پاکستان کې مېشت دی، خبرې دي چې موږ یې رپوټ کې په یوه بل نوم 'احسان' یادوو.
دی وايي: "څه موده وړاندې پاکستان ته په ویزې راغلی یم خو اوس د دغې ویزې وخت ختم دی، ما ونشو کړی چې بله ویزه تر لاسه کړم اوس نو د پولیسو په وینا زه نور دلته ناقانونه یم."
دی یوازې نه دی چې د پولیسو له ډاره یې مزدوري دریدلې او د ژوند کړۍ پرې تنګه شوې، بلکې له ده سره د هغه ښځه، ورور، پلار او ماشومان هم له نامعلومه برخلیک سره مخ دي.
د احسان په وینا د ویزو له ختمیدو وروسته هم تر څه مودې پاکستان کې له څه ستونزو سره نه وو مخ شوي، خو اوس چې د ناقانونه اوسېدونکو پر وړاندې د پاکستان حکومت څه کړنلاره خپله کړې، د ده په شان د زرګونو ژوند تریخ شوی.
احسان تېره اونۍ په سختۍ د پولیسو له منګولو خلاص شوی افغان دی.
د ده په وینا وړمه اونۍ له خپل ورور او د هغه له پاکستانۍ ښځې سره په ګډه موټر کې روان وو چې پولیسو ودرول: "پولیسو له موږ شناختي کارډونه وغوښتل، زما ورور خپل سفري اسناد نه درلودل خو د خپلې مېرمنې اسناد یې راوایستل، چې د خاوند په ځای کې یې د ده نوم لیکلی و، پولیسو له هغه ډېرې پوښتنې وکړې او وروسته یې له ښځې سره پرېښود خو ماته یې وویل چې ته به تهاڼې ته راسره ځې ځکه ته ناقانونه یې."
کله چې پولیسو د لازمو اسنادو نه درلودو له کبله 'احسان' ته د زنداني کېدو وویل نو د ده په ټکو "پولیسو ته یې سختې زارۍ او خوارۍ پیل کړې، ورور او ورېنداره هم زما خوا شول او بالاخره پولیسو دلته په سختۍ له دې خبرداري سره پرېښودم چې "نن سبا ډېره سختي لګېدلې، له کوره مه وځه!"
دغه کس چې موږ یې دلته نوم احسان یادوو بي بي سي ته ویلي " له دې پېښې وروسته ورسره سخته وېره مله شوې چې چېرې زنداني نشي او یا یې له کورنۍ پرته په زور واپس افغانستان ته ونه لېږي."
نوموړی وايي پلار یې ناروغ په روغتون کې بستر دی خو د پولیسو له وېرې یې دی پوښتنې او خدمت ته نشي ورتللی.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد پولیسو ادعا کړې چې په تېره یوه اونۍ کې یې هلته شاوخوا ۴۰۰ داسې افغانان نیولي چې پاکستان کې د اوسیدو لازم مدارک یې نه لرل او د دوی په وینا "ناقانونه وو."
پولیسو ویلي په سلګونو نیول شویو افغانانو کې د بېلابېلو کتګوریو کسان دي.
د پولیسو خبرپاڼه کې راغلي د دوی له منځه ډېر یې هغه خلک دي چې له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې مېشت دي او د هستوګنې لازم اسناد نه لري، خو داسې کسان هم کم نه دي چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته پاکستان ته په ویزو راغلي خو بیا یې ویزې نه دي تمدید کړي.
له اسلام اباد ور ها خوا د پاکستان له ګڼو نورو ښارونو هم د افغانانو د نیول کېدو رپوټونه ورکول کېږي.
پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې دا کړۍ له هغې وروسته یو ځل بیا تنګه شوې چې موقت حکومت یې پاکستان کې د ناقانونه بهرنیو وګړو پر وړاندې د نوې تګلارې د پلې کېدو ژمنه وکړه.
د پاکستان ځينو اوسنیو چارواکو پاکستان کې زیاتېدونکيو ناامنیو په اړه هم وخت نا وخته ادعا کړې چې "یو شمېر افغانان پکې ښکېل دي."
د پاکستان د کورنیو چارو فدارلي وزات ویلي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې قانون پلي کونکو ادارو د هغو افغانانو پر وړاندې عملیات پیل کړي چې په سخت دریځۍ او نورو جرمي پېښو کې ښکېل بلل کېږي او یا دلته ناقانونه اوسېږي.
رپوټ: د طالبانو له واکمنۍ را وروسته څه باندې سل زره نور افغانان پاکستان کې مېشت شوي
د کډوالو لپاره د اروپايې ټولنې یوې ادارې د رپوټ پر بنسټ چې د ۲۰۲۲م کال په مۍ میاشت کې خپور شوی پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغانان مېشت دي.
د دغه رپوټ له مخې د دوی له منځه یې نږدې نیمايي یعنې شاوخوا یو میلیون او څلور سوه زره ثبت شوي کډوال دي چې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.
د یاد رپوټ پر بنسټ په پاتې نورو افغانانو کې یې څه باندې اته سوه زره د افغانستان د تابعیت په اسنادو او تذکرو مېشت دي.
رپوټ کې راغلي پاکستان کې شاوخوا نږدې اته سوه زره نور داسې افغانان دي چې هلته د هستوګنې لپاره هیڅ اسناد نه لري.
د اروپايې ټولنې دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ: "افغانستان کې د طالبان بیا واکمنیدو په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۱۷ زره نور افغانان پاکستان ته تللي دي."
یاد بنسټ وايي دا معلومات یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCRلخوا د خپرو شویو رپوټونو او معلوماتو پر بنسټ چمتو کړي دي.