یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې کوم افغان توپ اچوونکي ښه ځلېدلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
راشد خان په ۱۰۳ لوبو کې ۱۸۳ وېکټې اخیستي او اوسط یې ۲۰ اعشاریه ۴۸ دی. په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۴ اعشاریه ۴۸ ده.
مجیب الرحمن ځدراڼ ۷۵ لوبو کې ۱۰۱ وېکټې اخیستې دي. اوسط یې ۲۸ اعشاریه ۳۴ دی او په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۴ اعشاریه ۳۲ ده.
میرویس اشرف ۴۶ لوبو کې ۴۶ وېکټې اخیستې دي. د منډو اوسط یې ۲۹ اعشاریه ۵۶ دی او په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۴ اعشاریه صفر شپږ ده.
دولت ځدراڼ په ۸۲ لوبو کې ۱۱۵ وېکټې اخیستې دي. د منډو اوسط یې ۲۹ اعشاریه ۷۶ دی او په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۵ اعشاریه ۴۴ ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد نبي په ۱۶۱ لوبو کې ۱۶۹ وېکټې اخیستې دي. د منډو اوسط یې ۳۲ اعشاریه صفر یو دی. په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۴ اعشاریه ۲۷ ده.
ګلبدین نایب په ۸۲ لوبو کې ۷۳ وېکټې اخیستې دي. اوسط یې ۳۵ اعشاریه ۶۰ دی. په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۵ اعشاریه ۵۴ ده.
سمیع الله شینواری په ۸۴ لوبو کې لوبېدلی چې ۴۳ وېکټې لري. اوسط یې ۳۷ اعشاریه ۵۸ دی. په هر اوور کې یې د ورکړیو منډو اوسط ۴ اعشاریه ۹۱ ده.

















