تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیویارک: په وسلهوال برید کې د یوه پولیس په ګډون څلور تنه وژل شوي
په وسله یوه سمبال سړي د نیویارک ښار په زړه کې یوې اسمان څکې ودانۍ ته ننوتی او مخکې له دې چې خپل ځان ووژني، څلور کسان یې وژلي دي.
بریدګر، چې ۲۷ کلن شېن تامورا د لاسوېګاس اوسېدونکی و، د دوشنبې ماښام د منهاټن په پارک اېونیو کې پرتې یوې دفتري ودانۍ ته ننوت، په دهلېز کې یې ډزې وکړې او بیا یې ۳۳م پوړ ته وخوت هلته یې برید ته دوام ورکړ.
په څلورو وژل شویو کې د نیویارک ښار یو پولیس افسر ۳۶ کلن دیدارالاسلام هم دی، چې هغه مهال د ودانۍ د امنیت نیولو په چارو بوخت و. نور درې وژل شوي کسان تر اوسه نه دي پېژندل شوي.
پولیس وایي، داسې ښکاري چې بریدګر له لاسوېګاسه تر نیویارکه موټر چلولی. نوموړی رواني ستونزې لرلې او اوس پولیس د برید د انګېزې د معلومولو هڅه کوي.
دغو ډزو چې د نیویارک پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې (۲۲:۳۰ جي اېم ټي) وشوې، د خلکو تر منځ وېره خپره کړه او پلي روان خلک یې اړ کړل چې د خوندي ځایونو په لټه کې شي، ځکه چې پولیسو خبرداری ورکړ وسلوال کس لا هم فعال دی. دننه خلک ډزو وېرېدلي وو، ځینو ان څوکۍ او کوچونه د دروازو مخې ته راټول کړي وو، چې ځانونه په دفترونو کې پټ کړي.
یاده لوړه ودانۍ کې د ملي فوټبال لیګ (NFL)او همدارنګه د بلاکسټون، KPMG او نورو مهمو مالي شرکتونو دفترونه دي.
د نیویارک د پولیسو کمیشنرې جسیکا ټیش وویل بریدګر په یوازې سر برید کړی. هغې په یوه خبري غونډه کې وویل یو پنځم کس هم ویشتل شوی او "روغتیايي حالت اندېښمنوونکی، خو د مرګ" نه دی ګڼل شوی.
وژل شوی پولیس افسر دیدارالاسلام یو بنګلهدېشي کډوال و، چې دوه ماشومان یې لرل او درېیم په لاره و. هغه درې نیم کاله د نیویارک له پولیسو سره دنده ترسره کړې وه.
ځايي چارواکو او ادارو دیدارالاسلام ستایلی او ویې ویل چې هغه د "یو اتل" په توګه وژل شوی.
ټیش زیاته کړه: "هغه داسې دنده ترسره کوله چې موږ ترې غوښتې وه. هغه خپل ځان قرباني کړ."
بریدګر تامورا ودانۍ ته د ننوتو پر مهال لومړی دیدارالاسلام وویشت، بیا یې پر یوې ښځې برید وکړ چې د یوې ستنې تر شا یې ځان پټ کړی و. وروسته یې د لابي له لارې مخته ولاړ او پر خلکو یې پرلهپسې ډزې وکړې، چې پکې یو امنیتي ساتونکی چې د مېز شاته پټ و او یو بل سړی هم ټپیان شول.
د پولیسو کمیشنرې جسیکا ټیش په وینا، کله چې بریدګر د لېفټ راتلو ته په تمه و، یوه ښځه له لېفټ څخه راکښته شوه، خو بریدګر پرې رحم وکړ او پرې یې ښوده چې تېره شي.
هغې زیاته کړه، بریدګر وروسته ۳۳م پوړ ته وخوت، هلته یې یو کس وواژه، بیا په دهلېز کې روان شو او پر خپله سینه یې ډزې وکړې او ځان یې وواژه.
پولیسو د مشکوک کس موټر وپلاټه، چې د ودانۍ مخې ته پارک شوی و. دوی پکې څو د ټوپک ګولۍ ، څو مجلې او یو تفنګچه وموندل. دا موټر د نیوادا ایالت په نوم ثبت شوی و او تامورا په هماغه ایالت کې ثبت شوی وسلوال و.
دغې پېښې د منهاتن منځنۍ سیمه او عامه ترانسپورت په یو وخت بند کړل. په سیمه کې د بي بي سي خبریال وویل لسګونه د پولیسو موټر یې ولیدل او لږ تر لږه یو کس چې سینه یې وینه وینه وه، په تذکره کې انتقالېده.
پولیسو ودانۍ پوړ په پوړ تلاشي کوله، چې دې کار څو ساعته وخت ونیو.
ماما بوهني، چې د پېښې پر مهال د نژدې "سِپ اېنډ سکُوپ" کافي شاپ کې کار کاوه، بي بي سي ته وویل هغې ولیدل چې له شاوخوا ودانیو لسګونه کسان وایستل شول.
هغې وویل هغوی خپل لاسونو پر خپلو سرونو نیولي وو.
بوهني زیاته کړه چې ډېری دغه کسان یې پېژندل، ځکه چې د هغې پخواني پېرودونکي وو. "دا کار د هغوی لپاره ډېر وېروونکی دی. هیله لرم خوندي کورونو ته ستانه شي."